تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک، چې د پاکستان له حکومت سره یې یو میاشتنی اوربند اعلان کړی، د اسلام اباد په حمله کې لاس لرل رد کړل.

د اسلام اباد په کچرو یا عدلیې کې د نن سهار په برید کې د محکمې د قاضي په شمول ۱۱ تنه وژل شوي دي.

پولیس وايي چې دوه ځانمرګي د محکمې صحن ته ورننوتل، ډزې یې وکړې او لاسي بمونه یې غورځار کړل.

د پولیسو په وینا ځانمرګو وروسته له دې ځانونه والوزول چې پولیسو هڅه وکړه هغوی ووژني.

دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په اسلام اباد کې د احتمالي حملې د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر غوره کړل، په ډېر سیمو کې یې تلاشۍ پیل کړې.

1د پولیسو په وینا په ننني برید کې، چې د اسلام اباد په ایف ۸ سیمه کې وشو، د محکمې د قاضي رفاقت اعوان په شمول ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

د روغتون سرچینې وايي چې تراوسه پوري د ۱۱ تنو مړي وررسول شوي خو وېره شته چې د تلفاتو شمېر واوړي ځکه چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

په همدې حال کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد د اسلام اباد په نننۍ حمله کې د خپل تحریک لاس لرل رد کړل.

شاهد الله شاهد وویل چې طالبانو اوربند اعلان کړی څو د پاکستان له حکومت سره خبرې پیل کړي. نو په داسي حالت کې د ده په وینا څرنګه کېدای شي چې یوه ډله له یوې خوا اوربند اعلان کړي او له بلې خوا حمله وکړي.

له بلې خوا د پاکستان رسنیو وویل چې وسله والو کسانو د دغه هیواد په جنوب لوېدیځ کې د ګازو پایپ لاین وچاوداوه.

په بلوچستان ایالت کې د دې چاودنې په لړ کې د دوو پولیس افسرانو په ګډون څلور تنه ووژل شول. د پایپ لاین د ویجاړېدو له کبله د کوټې په شمول د ډېرو سیمو ګاز پرچاو شوی دی.

د بلوچستان اکثره بلوچ مېشتې سیمې د بلوچ بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي.

4 thoughts on “د اسلام اباد په برید کې یو قاضي او ۱۰ نور ووژل شول”
  1. هر هغه ځواک چې د پاکستاني اسټبلیشمنټ د ویجاړتیا له پاره کار کوي هغه د ستاینې وړ دی ځکه چې د پاکستاني اسټبلیشمنټ له خوا نه یوازې سیمه بلکه نړۍ او نه یوازې مسلمان بلکه ټول انسانیت له ستونزو سره مخامخ دی؛ دوی دغه ټول کارونه د اسلام تر چتر لاندې کوي په داسې حال کې چې پخپله په اوداسه او لمانځه هم نه پوهېږي.

  2. De yawa Insaan, Afghan aw musolman de zra awaz

    هر هغه ځواک چې د پاکستاني اسټبلیشمنټ د ویجاړتیا له پاره کار کوي هغه د ستاینې وړ دی ځکه چې د پاکستاني اسټبلیشمنټ له” خوا نه یوازې سیمه بلکه نړۍ او نه یوازې مسلمان بلکه ټول انسانیت له ستونزو سره مخامخ دی؛ دوی دغه ټول کارونه د اسلام تر چتر لاندې کوي په داسې حال کې چې پخپله په اوداسه او لمانځه هم نه پوهېږي”

  3. ګرانه لوستونکیه ښه چاری
    دا فکستان یا ناپاکستان د سرطان دا نه ده موږ مجبور یو
    ورسره مجادله وکړو
    دا پنجابۍ نظام اسلام داسی استمالوی لکه قاغز تشناب
    ؤګوره هم تالب جوړه وی هم یی خرسوی
    هم بنلاډن ساتی هم د بی عقلو عربانو پیسی ااخستی هم د امریکۍ ته لار
    ورکوی هم د اسلام ناری وهی
    د هند څخه چی پښتنو کرکټ ؤګټه ټول پنجاپ د خوشالۍ نه ډزی کولی
    او پرون شپه ټولو د فکستان پنجاپیانو د خوشالۍ څخه ډیر دال خوړلی او د شپی
    یی د بړستنی لاندی ډزی کولی
    او دا تبلیغیان هم د پنجاپیانو زیګنده ده هغه د شپون صاحب خبره
    زان مرګې د ی وجود وژنی او تبلیغی فکر

    مننه

ځواب ورکول Homan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *