د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت له نثري کلیاتو څخه:

عابده!

هغه څه چې ته يې په ډيرو وظایفو او نوافلو کې لټوې د خدای د مخلوق په خدمت کې ډير ښه موندل کيږي.

زاهده! څه شی چې ته يې د ځان په وږي کولو او نفلي روژو نيولو کې غواړې د مساکينو او فقیرانو په مړولو هم لاس ته راځي.

عارفه!

چوپ کیناستل او د خدای په فکر او ذکر مشغولیدل عبادت دی، خو زورورو ته حق ویل او حق بیانول ډیر لوی او ستر عبادت دی.

مسلمانه!

د قرآن تلاوت ثواب لري، خو په قرآن باندې عمل کول فرض دي.

ای د تقوا او ریاضت خاوندانو!

تاسې له خپلو کوټنيو سرونه راوباسۍ له دې سپينو څادرونو مخونه راښکاره کړۍ او په عالم کې سترګې وغړوۍ چې د خدای د مخلوق څه حال دی؟

تاسې انصاف وکړۍ چې تسبیح اړول ډیر ثواب لري که په سرو غرمو کې يوې کونډې او مسکين مړول؟ په جای نماز باندې قرار کيناستل ښه دي که د خدای په لاره کې ستړی کيدل؟

ريښتيا وواياست، چې د بل په خیرات روژه ماتول ډیر ثواب لري که خپل مال له مسکين او فقیر سره خوړل؟

ما پوه کړۍ، چې پاک خدای د خیرات او شکرانو په اخیستلو ډير خوشحاله کيږي که په ورکولو يې؟

راشۍ!

د خدای رضا او د آخرت ثوابونه په ګرانو او سختو کارونو او د مخلوق په خدمت کې ولټوۍ! يو مظلوم د ظالم له منګلو خلاص کړۍ، د يوې کونډې په سر پوړنی واچوۍ، د يوه يتيم او ښکې پاکې کړۍ!

يوه پوروړي ته پور ورکړۍ، د يو رنځور دارو او درمل وکړۍ، دغه خواران او غریبان چې د پاک خدای صادق او ساده بنده ګان دي، خپل خدمت ته مه رابولۍ او مه يې مريدان کوۍ، بلکې تاسې د دوي مريدان شۍ او خدمت يې وکړۍ. د خدای رضا او د خدای جنت په دغه ډول حاصلولی شۍ او د دنيا ګټه په هغه بل صورت لاس ته راځي او درغلي ده.

غوراوی: عبدالله عابد

By میر

3 thoughts on “د اسلام دردمنو ته د استاد الفت سپارښتنې”
  1. ډیره مننه عابد صیب، خورا با ارزښته لیکنه دی تر مونږه ورسوله، خدای دی اجر درکړی!

ځواب ورکول Ahmad Sameem ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *