سريزه:
ان الدين عندالله الاسلام. الآيه. اسلام د ټولو پيغمبرانو دين او دکايناتو د خالق لخوا د لارښوونې او هراړخيزه تکامل اوسعادت لپاره يواځنۍ لار ده. قلنا اهبطو منها جميعا فاما ياتينکم منى هدى فمن هداى فلا خوف عليهم ولا هم يحزنون. الآيه. ومو ويل: ښکته شئ ټول (بشريت) له (جنت څخه) او که چيري زما لخوا تاسو ته هدايت (لارښوونه) درځي نو چا چي زما د هدايت متابعت وکړ هغوي به په بشپړ او هراړخيزه امنيت کي وي او له راتلونکي څخه به هيڅ ډول تشويش او غم نه لري. اسلام د ژوند کولو يو جامع او کامل لار ده او دبشري ژوند د تنيظيمولو اصول او د هراړخيزه پرمختګ پرنسيپونه کي يې په ځان کي رانغاړلي دي. لنډه دا چي اسلام هم سياست دي، هم اقتصاد، هم کلتور او هم د ټولنيز ژوند بنسټ.
ډيموکراسي له يونان څخه رازيږيدلي او په لغوي لحاظ د (DEMOS) يعني وګړي او (KRATOS) يعني حکومت ترکيب دي.ډيموکراسي د هغو سياسي-حقوقي اصولو ټولګه دهچي د سياسي واک د اعمال ډول يا شکل بيانوي، په لنډو الفاظو د دولت د تشکيل، صلاحيتونو او مکلفيتونو او د سياسي واک د عملي کولو اصولي چوکاټونه راپيژني. ډيموکراسي د تاريخ په اوږدو کي د مختلفو پوهانو لخوا په بېلابېلو ډولونو تعبير شوي او يو ځانګړي ټولو ته د منلو وړ مفهوم نه لري.
د ډيموکراسي ځانګړي سياسي مفهوم ته په کتلو سره زما وړانديز دادى چي دغه بحث د اسلام اوډيموکراسي څخه چي په شکلي او ماهوي لحاظ دوه هم وزنه پديدې نه دي د اسلام سياسي نظام او ډيموکراسي تر عنوان لاندي پرمخ بوزو.
له دې لنډې مقدمي وروسته خپل بحث په دريو برخو ويشو:
- د اسلام د سياسي نظام لنډه پيژندنه
- د ډيموکراسي نڅوړ
- د اسلام د سياسي نظام او ډيموکراسي تر منځ اړيکي
د اسلام د سياسي نظام لنډه پيژندنه
اسلام د يوه جامع دين په حيث په سياسي ډګر کي ډير اصول او پرانسيپونه لري، د اسلام سياسي نظام ته خلافت (د اهل تسنن له نظره) يا امامت (د اهل تشيع له نظره) ويل کيږي. خداي پاک د انسان د خلقت په هکله ملايکو ته داسي خطاب کوي: زه په ځمکه کي خليفه مقرروم. يعني انسان په ځمکه کي بلاتشبيه د خداي پاک نايب الحکومه دي. په دې مفهوم کي خداي پاک ټولو انسانانو ته د سياسي کيدلو ترغيب ورکوي نو هر مسلمان بايد چي سياسي وي. اوس به د خلافت يا د اسلام د سياسي نظام مهم بنسټونه او ستني تر بحث لاندي ونيسو:
1. خلافت انتخابي دي:خليفه يا د اسلامي دولت رئيس او لوړ پوړي سياسي چارواکي د خلګو په خوښه او انتخاب ټاکل کيږي او د زور او وراثت له لياري نه انتصابيږي. په اسلامي سياسي فرهنګ کي د راي ورکولو او انتخاباتو پرځاي د بيعت پر اصطلاح ډير ټينګار شوي، چي د انتخاب يا راي ورکولو هم مفهومه دي. د اسلام لومړي، دويم، درېيم او څلورم خلفا د بيعت له لياري سياسي واک ته رسيدلي دي. تاريخي روايت دي چي ابوبکررض وروسته له دې چي د مدينې منوري د خلګو لخوا ورسره بيعت وشو، څو مياشتې نور هم اجراات نه کول او منتظر وو ترڅو د ټولو اسلامي قبايلو او ښارونو څخه دده په نامه بيعت راشي، او همدارنګه نورو راشده خلفاوو.
2. اسلامي سياسي نظام کي واک ويشل شوي: خليفه يا د اسلام د سياسي نظام لومړي شخص د اوسنيو سياسي رژيمونو د جمهور رئيس په شان تقنيني، قضايي او اجرايي صلاحيتونه لري، خو په اسلام کي تقنيني چاري د اهل حل و عقد شورا ( د اوسنيو پارلمانون معادل) ته، قضايي چاري مخکښو فقهاوو او قاضيانو ته او اجرايي چاري نورو مامورينو او څارګرو ته سپارل شوي دي. يعني د سياسي واک دغه درې مهمي برخې په بشپړ ډول دخليفه په لاس کي نه دي.
3. د اسلام سياسي نظام شورايي دي: د اسلام سياسي نظام پرجمعې پريکړو ولاړه ده او خودسري او ديکتاتوري ته په کي ځاي نشته. لکه خداي پاک چي رسول اللهص ته امر کوي ( و شاورهم…) او يا چي فرمايي( و امرهم شوراي بينهم).
4. د اسلام سياسي نظام د خلګو پروړاندي مسئوله ده: د اسلامي ټولني هر وګړي کولاي شي، چي هر وقت او په هر ځاي کي د دولت پر کړنو نيوکه وکړي او مسئولين بايد يا قناعت ورکړي او يا به مجازات او ګوښه کيږي. پر دولت نيوکه په اسلام کي د جواز ترڅنګ په ځينو حالاتو کي واجب دي.
5. مدني حکومت: د اسلام سياسي نظام کې دا ګنجايش نشته چې يو څوک دې د خداى د استازي په نامه پر خلکو حکومت وکړي او د منځنيو پېړيو کليسايي نظامونو په څېر هر څه يې چې زړه وغواړي د دين په نامه پر خلکو تحميل کړي. اسلامي سياسي نظام د مخکې وضع شويو انساني اصولو په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي او هېڅوک نشي کولى له دغو حدودو څخه سرغړونه وکړي.
6. د بشر اساسي حقوق: اسلام له بل هر مسلک څخه انساني ارزښتونو ته زيات پابند دى او د بشر اساسي حقوق يې په بشپړ ډول خوندي کړي دي. په اسلامي ټولنه کې هېڅوک د خپلې عقيدې، نژاد، رنګ، جنس او فکر پر بنسټ نه زورول کېږي. په اسلام کې د هېڅ ډول تبعيض او توپير ګنجايش نشته. په اسلامي خاوره کې ديني اقليتونه د (ذمي) او (مستامن) په توګه په بشپړ ډول د عقيدې له آزادۍ څخه برخمن دي. پر دوى له ټولنيز نظم او عامه منافعو وراخوا هېڅ ډول ديني احکام نه تطبيقېږي. ديني اقليتونه کولى شي د دولت په سياسي جوړښت کې ونډه ولري او وزارتونو ته وټاکل شي.
7. د خداى پاک حاکميت (د خلکو حاکميت): حاکميت يا د دولت عالي قدرت په اسلامي سياسي نظام کې د کايناتو د خالق او شارع سره دى چې د خلکو په واسطه د شريعت د اصولو په رڼا کې تمثيلېږي. په دې مفهوم چې خلک تر هغه ځايه کامل الاختياره دي چې د اسلام له اصولو سره متناقض عمل تر سره نکړي.
8. عدالت: عدالت د ظلم په مقابل کې استعمالېږي او د هرې پديدې پر خپل ځاى کارولو ته عدالت ويل کېږي. عدالت له مساواتو څخه پراخه، هراړخيزه او په ډېرو مواردو د تطبيق وړ مفهوم لري. د اسلام بنسټ پر عدالت اېښودل شوى. د اسلام سياسي نظام د عادل ټولواک غوښتونکى دى او له جابرو پادشاهانو سره د مبارزې درس ورکوي.
د اسلام د سياسي نظام پورتنيو بنسټونو ته په کتلو سره دغه نظام داسې تعريفولاى شو چې: هغه مدني – انتخابي نظام دى چې د شارع په نيابت د خلکو لخوا د ټولنې چارو ته په مسئولانه ډول او د شورا د اصل په رڼا کې، سمون ورکوي.
د ډيموکراسۍ نڅوړ
مخکې مو وويل چې ډيموکراسي د ټولو پوهانو پر وړاندې يو ځانګړى او متحد مفهوم نلري او د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو ډولونو معرفي او را څرګند شوى دى خو په ټولو تعريفونو او مفاهيمو چې ډيموکراسۍ ته ورکول کېږي يو څو مشترک اصول او ټکي شته چې مونږ يې په لنډ ډول په لاندې توګه خلاصه کوو:
- سياسي واک کې د خلکو ګډون: ډيموکراسي په سياسي واک کې د وګړو پر ګډون ډېر ټينګار کوي. په يو ډيموکراتيک نظام کې هر وګړى کولى شي راى ورکړي، ځان کانديد کړي، د دولت له کړنو نظارت وکړي او پر دولت نيوکه وکړي.
- مساوات: په يوه ډيموکراتيکه ټولنه کې ټول وګړي برابر حقوق او فرصتونه لري او له هېچا سره هېڅ ډول تبعيض نه کېږي.
- سياسي زغم: په ډيموکراتيکو دولتونو کې هر وګړى، ډله او سياسي ګوند د سياسي زغم درلودونکى دى او د ټاکنو پايلې په سوله ايز ډول منل کېږي. اقليتونه په امن کې دي او سياسي واک د زورولو وسيله نده.
- محاسبه يا مسئوليت: په ډيموکراسۍ کې سياسي واک د خلکو پر وړاندې مسئول دى او د دولت هر مقام خلکو/د خلکو استازو ته له خپلو کړنو ځواب ويونکى دى.
- شفافيت: په يو ډيموکراتيک دولت کې د چارو د تنظيم او شفافيت په موخه خلک د رسنيو او خپلو استازو له ليارې په دولت کې مداخله لري او عامه افکار د دولت په کړنو کې د شفافيت لامل ګرځي.
- ټول ټاکني يا انتخابات: په ديموکراتيکو ټولنو کي په هميشني ډول ټول ټاکني ترسره کيږي او خلګ د ټول ټاکنو له لياري خپلو استازي او نورو دولتي مقاماتو ته رايه ورکوي.
- د سياسي واک وېش: ډيموکراسي د سياسي واک پر ويش باور مند دي او په يوه شخص يا ډله کي د واک له تجمع څخه مخنيوي کوي ترڅو د سياسي واک څخه د ناوړه ګټېاخيستې مخه ونيول شي.
- د بشر بڼسټيز حقوق: ټولي ډيموکراتيکې ټولني د بشر حقوقو ته درناوي لري او دهغو ساتنه کوي، د ژوند کولو، آزادي، عقيدي، بيان … حقوق په ډيموکراسۍ کي خوندي دي.
- څوګوندې سيستم: ډيموکراسي کي سياسي واک ته درسيدا لپاره بايد رقابت وشي تر څو خلک له دوو/څو څخه د يوه د انتخاب حق ولري، په يوه ډيموکراتيکه ټولنه کي حتما له يوه څخه زيات ګوندونه شتون لري.
- د قانون حاکميت: په يوه ډيموکراتيکه ټولنه کي قانون حاکم وي او سيلقوي فيصلو ته په کي ځاي نشته.
پورتني لسګوني اصول په يوه جمله کي داسي خلاصه کوو:ډيموکراسي د خلکو په واسطه د مساواتو او قانون په رڼا کي له هغه سياسي سيستم څخه عبارت دي چي سياسي واک په کي ويشل شوي، د بشر حقوق په کي خوندي دي او دولت د خلګو پروړاندي په کي مسئوليت لري.
د اسلام سياسي نظام او ډيموکراسۍ اړيکي
له دې بحث څخه مو موخه داده، چي وڅيړو آيا ډيموکراسي د اسلام له سياسي نظام سره تناقض لري، او کنه، د ډيموکراسي ماهيت او د اسلام د سياسي نظام محتوا سره منطبق دي او د دواړو ترمنځ په ټوليزه توګه کوم توپير او تناقض نشته.
د دې پوښتني د ځواب اړوند په اسلامي امت کي درې ډوله فکري جريانونه په موازي شکل په جريان کي دي، چي هر يو يې په لنډ ډول ترڅيړنې لاندې نيسو:
1. افراطيون: د دغه فکري جريان په استدلال، له هغه ځايه چي ډيموکراسي يوه غربي- وارداتي مفکوره ده او ډير ټينګار يې د خلکو په مطلقه آزادي، د دين او سياست په بېلوالي او ملت پالنې دي، نو ځکه د اسلامي ارزښتونو په نظر کي نيولو سره په هيڅ صورت د منلو وړ ندي.
2. اسلامي سيکولرستان: په اسلامي نړۍ کې يو فکري جريان داسې هم دي، چي غواړي د نړۍ د ختيز او لويديز ترمنځ شته حساسيتونه له منځه يو سي او په دې لاره کي دومره مخکې ځي، چي ځيني منل شوي اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او اسلام( په ځانګړي توګه د اسلام سياسي نظام) د غرب سيکولرستي افکارو تابع کوي. ددو په اند اسلام او ډيموکراسي په ماهيت او شکل دواړو کي هيڅ ډول ستونزه نه لري او مونږ کولاي شو په يوه اسلامي هيواد کښي يو ډيموکراتيک (سيکولر) نظام رامنځ ته کړو.
3. منځلاري: دغه فکري جريان ددوو پورتنيو جريانونو ترمنځ موقعيت لري. د دوي په اند که چيري ډيموکراسي يو داسي حکومت ته ويل کيږي، چي هغه د خلګو لخوا ټاکل شوي او خلګو ته مسئول وي نو په دې صورت ډيموکراسي اود اسلام سياسي نظام سره منطبق دي او ډيموکراسي د اسلام د سياسي نظام يوه برخه ده. د دوى په اند د ډيموکراسي له ماهيت څخه دا نه ښکاري، چي يو ډيموکراتيک نظام به حتما سيکولر هم وي.
ځواک صاحب ، ستاسی معلومات سره تر یو کچی توافق لرم ، مګر تاسی د دموکراسی د هغه شعارونو ، پیژوندونو او فارمولو سره چه د دموکراسی د ماسونیستی مخترعینو له خوا په څو مخی سره ویل شوی ځان قانع کړی هغوی د دموکراسی تعریف ، او فارمولونه همدغه د کمونستانو د کمونستی د شعارونو په شان منظم او مرتب کړی چه خلکو ته به یی د دروغو د کور کالی ډوډیو ورکولو ژمنی به یی ورکولی ، مګر عملی چاپیریال کی بیا هغه څه نه وو یعنی کله چه به یی د کوم هیواد سیاسی قدرت ترلاسه کړو نو بیا به یی نه یوآخی کور کالی ډوډی ورنکړل بلکه له کور کالی ډوډیو به یی بی برخی کړل او حتی د هغه هیواد خلکو ته به یی بی عزتی ، وژنی ، شکنجی ، شړل او رتل هدیه کړل . او که څه به یی ورکړل هغه هم د دوی وحشی کمونستانو ته ، دا کار د لیویدیز سرمایداری هیوادونو د د موکراسی د شعارونو لاندی ( چه د خلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو باندی ) تر سره کوی خو کله چه د هغه هیواد سیاسی قدرت ترلاسه یا د هغه هیواد په نظامی او سیاسی او نورو کی موثریت پیدا کړی بیا د ټاکنو په واسطه خپل غلامان د ډالرو په زور قدرت ته رسوی او د هغه هیواد هر څه د خپلو غلامانو به واسطه واک او د هغه هیواد خلک استثماروی او غلاموی .
که اسلامی نظام د دموکراسی سره یو شان وی نو بیا لویدیز ولی د یموکراسی منی او اسلام نه منی او حتی د اسلامی نظا م او شریعت سره تر اخری کچی دشمنی لری ، که دوی رښتنی د د موکراسی نظام عاشقان وی په اسلامی نړی یا اسلامی هیوادونو کی به یی د دموکراسی د اسلامی نظام او اسلامی شریعت په عملی کولو او پیاده کولو ، دموکراسی تطبیقه کړی وی . ولی دوی برخلاف دوی د اسلامی نظام سره نه پخلا کیدونکی دشمنی لری .
ستاسی غلط فهمی په همدی ټکی کی ده ، اوسنی لویدیز سرمایداری هیوادونه د اوسنی نړیوال استعمار نمایندګی کوی ، استعمار څه ته وایی ، استعمار د خلکو استثمارولو او غلامولو ته وایی ،. د خلکو استثمارول او غلامول کله ممکن دی چه جنګونه او ګډوډی وی ، جنګونه او ګډوډی د نه عدالت څخه رامنځته کیږی نه عدالت د ښه اساسی قانون او عادل مدبر نظام په نه شتون کی رامنځته کیږی یعنی کله چه د عدل قانون او د عدل حکومت شتون ونه لری فساد او د بی ګناه وینو تویول رامڼخته کیږی ، دغه وخت دی چه استثمار او فساد اخری اوچتی کچی ته رسیږی .
نو که ستاسی له فارمول له مخی ، مثلا زمونږ هیواد ، مصر پاکستان او نوری دریمی نړی هیوادونو کی د وی دموکراسی رامنخته کوی او د موکراسی د خلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو وی یعنی د عدل نظام شو او د دموکراسی د عدل قانون له مخی پکی فیصلی کیږی ، نو بیا ولی پکی د عدل په ځای فسادونه او وینی بهیږی ؟
دا منم چه دوی په خوله هغه څه وایی هغه په عمل کی بل څه دی ، کمونستانو هم څه چه په خوله ویل په عملکی هغه د خلکو د تیرویستنی د پاره وو . اسلام کی بیا دا نشته هر څه چه وی هغه باید عملی شی او که نه هغه بیا اسلام نه دی ، حتی د اسلامی نظام سره یی بدبینی د همدی امله دی چه اسلام د سولی او عدالت دین دی د پوره نظام ، تدبر او مثبت سیاست دین دی ، کله چه سوله رامنځته کیږی هلته جنګ نه وی چیرته چه جنګ نه وی هلته استثمار نه وی او هلته استعمار نه وی ، که سوله د جنګ مخالفه ده استعمار بیا د اسلامی نظام اودموکراسی بیا د اسلامی عدالت مخالفه ده ، نو تاسی ته د دوی د میدیا په واسطه غلط فهمی رامنخته شوی ،
نتیچه : که ستاسی د خبرو په تایید اسلامی نظام د دموکراسی سره په تکر کی نه وی دا معنی چه په فطرت کی هر څه سره یوشان دی یعنی تور د سپین ، رڼا د تااریکی او کفر د اسلام سره توپیر نه لری ، جهل د علم ، وران د سم او عدالت د ظلم سره هیڅ توپیر نه لری . نو بیا د هر کار کول جواز لری قانون او حکومت کولو ته اړه هم نشته ځکه هر بد کار ښه او هر ښه کار بد دی نو جرم بیا معنی نه لری او چه جرم معنی ونه لری پولیس ، قانون ، قضا او حکومت هم معنی نه لری .
د ديموکراسۍ حقیقت او د اسلام سره تضاد
راټولونه او ترتیب: محمد شفیع صمیمي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د پوهنتون مونوګراپ
تعریف
ديموکراسي يوه يوناني اصطلاح ده، چې له دوه کلمو څخه جوړه شوې ده، Demos (دموس) او Kratos (کراتوس) چې، Demosد اولس او خلکو په معني دي، او Kratosد واک، سلطې او حکم په معني دي.(۱)
که چېرې په مرکب ډول وژباړل شي نو د ولسواکۍ او د خلکو د حکومت معني ورکوي.
د ديموکراسۍ لپاره مفکرينو مختلف تعريفات وړاندې کړي دي چې د ټولو ذکر کول ددې رسالې له زغم څخه وتلې ده، موږ به يې دلته ځينې مشهور او عام تعريفات ذکر کړو.
کارل کوهن وايي: ديموکراسي داسې ټولنيز حکومت دی چې د ټولنې ټول افراد د دولت په تصاميمو کې په مستقيمه توګه برخه اخلي. (۲)
ابراهام لېنکن د امريکا د وخت ولسمشر ديموکراسي داسې تعريفوي: د خلکو حکومت د خلکو پواسطه د خلکو لپاره.
ځينو غربي مفکرينو د ديموکراسۍ تعريف داسې کړي دي:
Government of the people, by the people, for the people
(حکومت د خلکو، د خلکو په لاس، د خلکو لپاره)
حاکميت دوه شکلونه لري، چې يو يې د قوانينو او نظام شکل او بل يې تنفيذي او اجرايي شکل دي، چې په ولسواکي کې همدا دواړه د حاکميت شکلونه تر خلکو پورې تعلق لري يعنې خلک به قانون جوړوي او همدا د خلکو قانون به د همدوي پواسطه پلي کيږي.
اصطلاحي معنی:
د پورتنيو لغوي او اصطلاحي تعريفاتو له تحليل او څېړنې وروسته کولاي شو د ديموکراسۍ لپاره عام تعريف په لاندې ډول وړاندې کړو: ديموکراسي له يوه اجتماعي، سياسي، فکري او په دين نه ولاړ نظام څخه عبارت دی، چې په هغه کې تشرېع، قانون او فيصله د خلکو واک دی او هېڅ قيد او پوله پکې ځاي نه لري. د ديموکراسۍ (ولسواکۍ) له نامه څخه دا څرګنديږي چې دا داسې يو نظام دي چې اسماني دين، وحې او رسالت پکې هېڅ ځاي نلري، او د نظام ټول واک خلکو ته سپارل شوی دی.
د ديموکراسۍ نشأت او تاريخي مسير
ديموکراسي تقريباً دوه نيم زره کلن قدامت لري، چې ريښې يې پنځه پېړي قبل الميلاد ته رسيږي، د يونان د آتن ښار د ديموکراسۍ لومړني د ظهور ځاي بلل کیږي. د ديموکراسۍ د راپيدا کېدو وخت د ارسطو او افلاطون د ژوند دور وو، نوموړو فيلسوفانو هم د ديموکراسۍ په هکله په خپلو تأليفاتو کې مفصلې خبرې کړې دي .
په يونان کې ټول اولس د قوانينو په جوړولو او حکومت کولو کې نېغ په نېغه ونډه درلوده، پرته له ښځو او غلامانو څخه، چې دوي ته په يادو برخو کې حق نه ورکول کېده. همدارنګه په روم کې هم مخکې د امپراطورۍ له دورې د ديموکراسۍ ځينې ابعاد ليدل شوي دي.(۳)
په اروپا کې په تېره بيا په غربي او منځنۍ اروپا کې ديموکراسي هغه وخت مطرح شوه او قوت يې وموند، چې کليسا او روحانيون په افراطي ډول فاسد شوي وو او له خپل دين څخه يې د خپلو اغراضو لپاره ګټه اخيستله، او اهل کليسا دين د خپلو خواهشاتو د تحقق لپاره په بې باکي سره تحريف کړي وو او د آسماني وحې ډېر څه پکې نه وه پاتې.
د کليسا فاسد مشران او متعليقين خلک يوازې د خپل خدمت لپاره استعمالول، هېڅ حقوق يې نه ورکول، د دين په نامه يې له خلکو پيسې اخستې، د خلکو وينې يې تويولې، د علمي پرمختګ سخت مخالف وو او ساينس پوهان يې وژل او تکفيرول يې، د صکوک الغفران په نامه يې خلکو ته د بښنې سندونه ورکول، د جنت ځمکه يې خرڅوله او… د کليسا ددغه ظلم او زياتي سره ولس سخت په عذاب وو او تر ډېر فشار لاندې وو، بلاخره خلک مجبوره شول، چې د دغه وضعيت په مقابل کې راپورته شي او له دين او کليسا څخه خپله بېزاري او نفرت څرګند کړي.
په دغه وخت کې د اولس له منځه دوه ډلې فيلسوفان د دين سره د مقابلې په غرض راپورته شول. يوې ډلې وويل، داسې دين چې خلکو ته هېڅ حق نه ورکوي، په خلکو ظلم او زياتي کوي بايد بيخي له منځه يوړل شي او له ژوند او دولت څخه په کلي ډول ليرې وساتل شي، يعنې دوي دين په مطلق ډول رد کړ. بله ډله له فيلسوفانو څخه بيا پدې معتقد وو، چې دين هم يو اخلاقي او اجتماعي ضرورت دی، دين دې هم موجود وي خو په شخصي ژوند کې دين نه په کلي ډول بايد رد کړل شي او نه هم د دولت اساس وګرځول شي، دين بايد له دولت جدا او افراد کولاي شي په شخصي ژوند کې ورباندې عمل وکړي، يعنې دوي يوه منځنۍ حل لاره وړاندې کړه چې له همدغه ځايه ديموکراسي په قوت او زور سره مطرح شوه. دا هر څه هغه وخت پېښ شول، چې معاصر دولتونه رامنځته شول او دا وخت اوولسمه ميلادي پېړۍ وه. (اوس کفري نړۍ هم کوښښ کوي چي د اسلام سره دغه چلند وکړي).
په انګلستان کې د ۱۶۸۸م کال د انقلاب په رامنځته کېدو سره د (سلطنت يو الهي حق دی) مفکوره مردوده وګڼل شوه او ولسواکي ته لاره هواره شوه. همدا رنګه د امريکا د ۱۷۷۶م انقلاب او د امريکا د ۱۷۸۷م کال آساسي قانون د آزاد خيالۍ د تفکر لپاره زمينه برابره کړه. د اروپا په انقلابونو کې چې د آزادۍ او بشري حاکميت لپاره يې ډېره زمينه برابره کړه د فرانسې انقلاب وو، په ۱۷۸۹م کال کې چې خلکو د (مساوات، ورورولۍ او آزادۍ) شعارونه پورته کړي وو. په هر حال د ديموکراسۍ اصول او ارزښتونه اکثريت غربي هېوادونو د نولسمې پېړۍ تر نيمايي پورې و منل او په دولتي سطحه يې د ديموکراسۍ د ترويج لپاره هلې ځلې پيل کړې.
د ديموکراسۍ د فکر په پرمختګ کې ډېرو غربي مفکرينو مهم رول ولوباوه، چې د هغې له جملې څخه د جانلاک، مونتيسکو، ژانژاک روسو او وېليام جېمز نومونه د يادونې وړ دي، چې په خپل وخت کې هر يوه د ديموکراتيک فکر لپاره عامه ذهنيت ډېر مساعد کړي دي. ديموکرسي په لومړي ځل د وضعي قوانينو لخوا په فرانسه کې ومنل شوه، د فرانسې د ۱۷۹۱م کال په آساسي قانون کې تضمين شوه، د فرانسې د آساسي قانون په يوه ماده کې داسې راغلي دي:
سيادت د ملت حق دی، هېڅ تجزيه او تنازل نه قبلوي.(۴)
د ذکر شوې مادې د صراحت څخه دا په ډاګه څرګنديږي چې ديموکراسي د فرانسې دولت په ياده مقطع زماني کې رسماً قبوله کړې ده او حتي په حاکميت کې بدون له اولس بل څوک شريک نه بولي.
ډیموکراسي د اسلام پر خاوره
کافر غرب د ديموکراسۍ فکر او نظام هغه وخت اسلامي هېوادونو ته راوړ، چې د مسلمانانو د عزت او عفت څلي يعنې اسلامي خلافت د کفارو د پرله پسې فکري او جنګي يرغلونو وروسته له منځه ولاړ او يو اسلامي دار په لسګونو ټوټو ووېشل شو او په هره برخه يې زورواکي او هغه کسان واکمن شول، چې د غرب او صليبي ښکېلاک مزدوري او چاپلوسي يې قدرت ته د رسېدو په خاطر کلونه کړې وه. د همدغو ګوډاګيو او لاسپوڅو مشرانو په استفادې کافر غرب وکولاي شول، چې په اسلامي خاورو کې خلک له ديموکراتيک فکر سره آشنا او عادي کړي.
نن سبا په اسلامي هېوادونو کې د ګوتو په شمېر به داسې وي چې په قوانينو کې يې (ديموکراتيک نظام) نه وي منل شوی او د ديموکراسۍ اصطلاح به نه وي کارول شوې. او لا رأس الطاغوت، د امريکا متحده ايالات په پرله پسې توګه هلې ځلې کوي، چې هغه اسلامي خاورې چې ديموکراسي لا تر اوسه پکې نه ده مطرح شوې هلته هم دغه د ضلالت او حيوانيت فکر خپور کړي. او مسلمانان نور هم له خپل دين او عقيدې ليرې او بې خبره وساتي، تر څو دوي يې له مقابلې او مبارزې څخه بېغمه اسلامي امت استعمار کړي.(۱)
د ديموکراسۍ غولونکي اهداف
د ديموکراسۍ غربي مفکرينو د خپلې غربي ديموکراسۍ اهداف او مقاصد چې له غلو، اغراق، مبالغې او عوام غولولو څخه ډک دي په لاندې ډول توضېح او بيان کړي دي:
۱- د عوامو د ژوند هر اړخيز لوړوالي او هوساينه.
۲- داسې حکومت جوړول چې د عوامو په خوښه وي.
۳- د ملت په اکثريت پرېکړه کول او اکثريت معيار ګرځول.
۴- ديموکراسي داسې نظام کول دي چې د لږکيو حقوق پکې خوندي وي، يعنې اګر که اکثريت حکم دي، خو د لږکيو حقوق بايد ثابت او خوندي وي.
۵- د ديموکراسۍ نظام داسې يو نظام دی چې د بشري اساسي حقوقو تضمين کوونکي دی.
۶- خپلواکه او عادلانه انتخابات د حکومت د ټاکلو لپاره.
۷- د هېواد د قانون په وړاندې د ټولو خلکو د برابرۍ ثابتول، پدې معني چې ټول وګړي که شتمن وي که غريب، که حاکم وي که محکوم، ټول به د قانون په وړاندې مساوي وي يو شان قانوني برخورد ورسره کيږي.
۸- د قانون سم او پر ځاي تطبيق کول، تر څو د ظلم او تيري مخه ونيول شي.
۹- حکومت بايد د قانون په حدودو کې حکومت وکړي او د هغوي د خپل سرۍ مخه نيول.
۱۰- په ټولنيز، سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې تعدد د احزابو را منځته کول.
۱۱- حقيقت خوښونه، خپل منځي تفاهم او مرستو ته ارزښت ورکول.
د ديموکراسۍ مداريانو، امريکايي چلبازانو او د بشر د دښمنانو دغه پورتني يوولس موارد سربېره پر دې، چې د ديموکراسۍ د کفري نظام اهداف ګرځولي دي، د ديموکراسۍ داسې ستنې ګڼلې دي، چې د ديموکراسۍ تعبيري وجود يې له دغو افسانوې او بې حقيقته زړه وړونکو امورو پرته غير متصور ګڼلي دی. دا ځکه چې دغه امور په هېڅ ديموکراتيک، لبرال او آزاد خياله هېواد کې ندي عملي کړاي شوي، نه په امريکا، نه په انګلستان، نه په فرانسه او نه هم په بل هېڅ غربي او شرقي هېواد کې، بلکې دا يو متعصب او فاشيست نظام جوړ شوي دی.(۵)
د ديموکراسۍ سره ځينې تړلي اصطلاحات
تيوکراسي: دا هم يوه يوناني کلمه ده، چې تيو معنی (دين) او کراسي معنی (حکم) چې عامه معني يې داسې ده، هغه حکم چې الله جل جلاله ورته بښلي دي، پدې معني، چې حاکم د الله جل جلاله لخوا اختياريږي، د هغه په نامه به پرېکړې کوي او خپل واک به د هغه څخه تر لاسه کوي، پخپل چاپېريال کې به زيات شمېر کاهنان راټولوي او د دوی په وسيله به خلک د خپل ځان تابع ګرځوي. دغه معني په ټولنه کې د اروپايي تاريخ څخه اخيستل شوې، چې د اسلامي عقيدې او مفاهيمو سره سمون نخوري. ځکه د اسلامي امت مشر په هغه ډول چې تيوکراتان يې قايل دي نه ټاکل کيږي، او نه هم دوی اختيار لري چې د هغه الله جل جلاله په نامه فيصله او پرېکړه وکړي، بلکې د اولس لخوا به ټاکل کيږي او د الله جل جلاله د احکامو په پلي کولو به له اولس څخه نمايندګي کوي. پر دې علاوه په اسلام کې د ديني کسانو په نامه ځانګړې ډله او د کاهنانو ډله شتون نه لري، بلکې علماء موجود دي، چې د علم په مختلفو فنونو کې مهارت او وړتيا لري، چې دغه علماء واک نه لري او دوي ته اجازه نشته، چې د قاطع نص (ایت او حدیث) په موجوديت کې اجتهاد وکړي، تشرېع او قانون جوړ کړي.
د پورتنيو توضيحاتو په پام کې نيولوسره دې پايلې ته رسيږو، چې نوموړې اصطلاح د اسلام سره تړاو نلري او دا د اروپايي تحريف شوي عيسويت او فيلسوفانو د افکارو زيږنده يوه پردۍ اصطلاح ده. خو تيوکراتيزم داسې يوه اصطلاح ده، چې تر هغې مفکورې پورې تړاو ورکول کيږي، چي د خلکو سياسي چارې تر ديني او غيبي اساساتو پورې تړي، تيوکراتيزم مختلف اشکال لري….
د ديموکراسۍ اصول او بنسټونه
هر نظام په يو لړ اصولو او بنسټونو ولاړ وي، د ديموکراسۍ نظام هم دوه بنسټيز اصول لري، که چېرې يو له دغو اصولو په يو نظام کې موجود نه وي، ديموکراتيک نظام نه بلل کيږي. چې عبارت دي له:
الف- سيادت (اعلي حاکميت) اولس لره دی:
د سيادت تعريف داسې شوی دی: د امر او نهې هغه مطلقه اعلی سلطه ده، چې تر هغې لوړه او له هغې سره بله مساوي سلطه موجوده نه وي. د سيادت اصل په دوه برخو وېشل کيږي:
الف- د تقنين او تشرېع برخه:
پدې معنی چې فيصله به د کوم قانون په اساس کيږي.
ب- د تنفيذ برخه: پدې معني چې د قانون پلي کوونکي حاکم به څوک وي، او څنګه به واک ته رسيږي؟
په ديموکراتيک نظام کې د تقنين (تشرېع) د برخې ځانګړتياوې:
۱- سيادت (اعلي حاکميت) په مطلق ډول د اولس حق دی – نه د الله (نعوذبالله).
۲- د اولس اراده مقدسه ده، د اولس د ارادې څوک مخالفت نشي کولای او نه ورباندې اعتراض کولاي شي، اولس چې څه غواړي همغه حق دی.
۳- د حق د پېژندلو لپاره په ديموکراسۍ کې معيار جمهوريت او اکثريت دی، اکثريت چې څه غواړي همغه بايد تر سره شي.(۶)
۴- د قانون د جوړولو مصدر عقل دی، څه شي ته چې عقل ښه ووايي هغه حق دی، او څه شی چې بد وګڼی هغه باطل دی. (عقل چي هر ډول پرېکړه وکړي…)
په ديموکراسۍ کې د تنفيذي قوې ځانګړتياوې:
۱- حکومت به د خلکو لخوا ټاکل کيږي، د عامو انتخاباتو له لارې.
۲- انتخابات به د داسې قانون په بنسټ تر سره کيږي چې دين په کي هېڅ نقش ونه لري .
۳- په انتخاباتو کې به ټول خلک يو ډول سياسي حقوق لري، يعنې که په هېواد کې هر څوک اوسيږي هغوي که د هر مذهب خاوندان وي يو ډول سيايي حقوق لري. يعنې د نر او ښځې، کافر او مسلمان ټول يو شان حقوق لري هر يو د رايې ورکولو او کانديدیدلو حق لري.
په ټاکنو کې عقل، علم، تجربه، تقوي، صالحيت او وړتيا هېڅ ارزښت نلري، د يو بېسواده، جاهل، ناپوه، فاسق او يو جيد عالم رايه يو شان ده، هېڅ تفاوت نلري. په ټاکنو کې کانديدان ډېر زيات مصارف او لګښتونه کوي، تر څو خلک په ځان را ټول کړي او کانديدان په درواغو، چل او فرېب سره ځان خلکو ته لوړ شخصيت او د ملت په مصالحو پوه او متعهد شخص ځان معرفي کړي.
ب- د حقوقو او آزاديو اصل:
په ديموکراسۍ کې د سيادت له اصل وروسته بل اصل د حقوقو او آزاديو اصل دی، که چېرته دا اصل تطبيق نشي، نو ديموکراسي هېڅ معني نلري. يعنې هر هغه نظام چې غواړي ديموکراتيک ځان جوړ کړي د ديموکراسۍ په آزاديو او حقوقو باندې بايد اعتراف وکړي او هغه ومني، که يې و نه مني، نو ديموکراتيک او جمهوري نظامونه نه بلل کيږي. د ديموکراسۍ آزاديګانې او حقوق په لاندې ډول دي:
۱-د عقيدې آزادي
۲-د بيان آزادي
۳- د ملکيت آزادي
۴- شخصي آزادي
د ديموکراسۍ د اصولو او بنسټونو مناقشه د اسلام په رڼا کې
سيادت په اسلام کې الله جل جلاله لره دی:
دا چې سيادت (اعلي حاکميت) يوازې تر الله جل جلاله پورې تعلق لري، د قرآنکريم، سنتو او اجماع متعدد نصوص پدې په قاطع او صرېح ډول دلالت کوي، چې ځينې له هغو په لاندې ډول ستاسو قدرمنو لوستونکو مخې ته ايږدم:
الف- د کتاب الله نصوص:
لانديني آيتونه په واضح ډول حاکميت الله جل جلاله ته منسوبوي:
۱- الله جل جلاله فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا. (النساء ۵۹)
ژباړه: اي مؤمنانو د الله اطاعت وکړئ او د الله د رسول اطاعت وکړئ او له تاسو څخه د هغه چا اطاعت وکړئ، چې د حکم او امر خاوندان وي. که چېرې په کوم شي کې شخړه او منازعه رامنځته شي الله او رسول (کتاب الله او سنت) ته يې راجع کړئ، که تاسې په الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دغه کار غوره او انجام يې ښه دی.
دغه مبارک آيت پدې دلالت کوي، چې د شخړې او منازعې د حل مراجع قرآن او سنت دي.(۷)
۲- الله جل جلاله فرمايي: فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (النساء ۶۵)
ژباړه: قسم دی په رب ستا، چې نه مؤمنان کيږي دوی تر هغه پورې، چې تا حکم او فيصله کوونکي نه کړي په هغو شخړو کې، چې پېښې شوي دي د دوی په منځ کې او بيا ونه مومي پخپلو زړونو کې ناراضي ستا له فيصلې او و مني ستا خبره په منلو سره (د زړه په خوښه بدون له جګړې).
په دغه آيت کې هم الله جل جلاله ايمان له هغه چا نفې کوي، چې په قرآن او سنتو حکم او فيصله نه کوي او ورباندې راضي نه وي .(۸)
۳- الله جل جلاله فرمايي: إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَائِنِينَ خَصِيمًا. (النساء ۱۰۵)
ژباړه: بېشکه موږ درلېږلي تا ته کتاب (اي محمده) په حقه، چې فيصله وکړې د خلکو په منځ کې د لله د لارښوونې په رڼا کې، او مه کېږه جګړه کوونکي د خاينو خلکو لپاره.
په دغه آيت کې دا ښودل شوې ده، چې د قرآن د نزول هدف دا دی، چې حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د هغه په لارښوونو د خلکو تر منځ پرېکړه وکړي او د خاينانو پلوي ونه کړي.
۴- الله جل جلاله فرمايي: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا. (الاحزاب ۳۶)
ژباړه: هېڅ مؤمن سړي او مؤمنې ښځې ته روا ندي، چې کله الله او رسول په يو کار کې فيصله وکړي ، چې وي دې دوی ته اختيار پخپل کار کې، او هر څوک چې نافرماني کوي د الله او د هغه د رسول په يقيني ډول ګمراه شو په ګمراهي ښکاره سره.
پورتني آيت پدې ټينګار کوي، چې په هر څه کې الله جل جلاله او رسول صلي الله عليه وسلم پرېکړه کړې وي، مؤمن مسلمان نشي کولاي، چې بيا د هغه پر خلاف ځانته دريځ اختيار کړي.
۵- الله جل جلاله فرمايي: وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ… (المائده ۴۸)
ژباړه: او نازل کړي مو دي تا ته (اي محمده) قرآن په حقه سره، چې تصديق کوونکي دی د هغه کتاب، چې تر ده د مخه وو او ساتونکي دي د هغه د مضامينو، نو فيصله وکړه د دوی تر منځ په هغه کتاب، چې لېږلي يې دی تا ته او مه کوه متابعت د دوی د هيلو او آرزوګانو (مه اوړه) له هغه څخه، چې راغلي دی تا ته له حق څخه، موږ تاسې هر امت ته جلاجلا لار او شريعت ټاکلي دي.
په دغه آيت کې الله جل جلاله محمد صلي الله عليه وسلم ته امر کوي، چې د خلکو تر منځ دې په کتاب الله فيصله وکړي او د خلکو په رايو او خوښو پسې دې نه ګرځي.
۶- الله جل جلاله فرمايي: أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا ﴿٦٠﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا. (النساء ۶۰-۶۱)
ژباړه: آيا ته نه ګورې (اي محمده) هغه خلک چې ګومان کوي، چې په هغه کتاب يې ايمان راوړی دی، چې نازل شوی دی تا ته او هم په هغه، چې نازل شوي وو تر تا د مخه، غواړي د فيصلې لپاره وړاندې شي طاغوت (کعب بن اشرف يهودي) ته په داسې حال کې چې دوی ته امر شوی، چې په طاغوت کافر شئ (له هغه منکر شئ) او شيطان غواړي هغوي ډېر زيات ګمراهان کړي. او کله چې هغوی ته وويل شي، چې د الله نازل شوي کلام ته او رسول ته راشئ، نو ته وينې چې منافقان له تا څخه مخ اړوي.
دغه آيتونه هم هغه څوک مسلمان نه ګڼي، چې په قرآن د ايمان دعوي کوي، خو د شخړو د بروز په وخت کې پرېکړه او فيصله په بل قانون کوي او د قرآن قانون ته د فيصلې د وروړلو څخه مخ اړوي.
۷- الله جل جلاله فرمايي: وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا. (النساء: ۱۱۵)
ژباړه: هر هغه څوک چې د رسول مخالفت وکړي وروسته تر هغه، چې د هدايت لاره ورته ښکاره شي او د مؤمنانو له لارې غير په بله لاره ولاړ شي، نو موږ به يې په همغه لور وګرځوو، چې دوی ورته ګرځېدلي دي، او جهنم ته به يې داخل کړو او جهنم ډېر بد د ورتګ ځاي دی.
په دغه آيت کې هم الله جل جلاله د هغه چا جهنم ته د ورداخلولو خبره کوي، چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلي الله عليه وسلم د قانون او طريقې مخالفت کوي.
۸- الله جل جلاله فرمايي: … وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (المائده ۴۴)
ژباړه: هغه کسان چې په هغه څه یې حکم ونه کړی، چې الله را نازل کړی دی، دوی کافران دي.
۹- الله جل جلاله فرمايي: وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالـِمُونَ (المائده ۴۵)
ژباړه: هغه کسان چې د الله په را نازل شوې (وحې) حکم او فيصله و نه کړی همدوی ظالمان دي.
۱۰- الله جل جلاله فرمايي: وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (المائده ۴۷)
ژباړه: هغه څوک چې په هغه څه، چې الله را نازل کړي حکم ونه کړی همدوی فاسقان دي.
پورتني ټول آيتونه او نور په لسګونو آيتونه په دې په قاطعيت او صراحت دلالت کوي، چې سيادت (اعلي حاکميت) يوازې او يوازې الله جل جلاله او د هغه را لېږل شوي شريعت ته حاصل دي. بايد شخړې او منازعات او نور د ژوند هر اړخيز مسائل په همدغه قانون باندې بايد فيصله شي او بل قانون ته فيصله يوړل نه شي. او هغه څوک، چې د الله جل جلاله د قانون په مخالفت کې د خپل عقل په اساس قوانين وضع کوي، نو هغه د اسلام څخه وتلی دی او اسلام نور د دغسې افرادو په دائره کې ساتل نشي زغملای….
ب- نبوي احاديث:
لکه څنګه چې د الله جل جلاله کتاب په دې په قاطعيت دلالت کوي، چې سيادت الله جل جلاله او د هغه قانون لره دی، دغه شان د الله جل جلاله د استازي محمد صلي الله عليه وسلم نبوي مرغلرې هم په دې دلالت کوي، چې سيادت او حاکميت يوازې رب العلمين لره دی او د اولس حق نه دی او نه سيادت اولس لره حاصل دی. چې موږ به يې څو بېلګې درنو لوستونکو ته وړاندې کړو، چې په لاندې ډول دی:
عن القاسم بن محمد عن عائشة: أنّ رسول الله صلي الله عليه وسلم قال: من عمل عملاً ليس عليه أمرنا فهو رد.
ژباړه: له قاسم بن محمد او هغه له خپلې عمه ام المؤمنين عائشة رضي الله عنه څخه روايت کړي دي، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: څوک چې داسې عمل وکړي، چې موږ ورباندې امر نه وي کړی هغه مردود دی .(۸)
همدارنګه رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: عن ابن عمر رضي الله عنه عن النّبي صلي الله عليه وسلم قال: السمع و الطاعة حق ما لم يؤمر با المعصية فاذا أمر بمعصيةٍ فلا سمع و لا طاعة.(بخاري)
ژباړه: له ابن عمر رضي الله عنه او هغه له نبي صلي الله عليه وسلم څخه روايت کړی دی، چې فرمايلي يې دي: د امام خبره منل او اطاعت فرض دی تر هغه پورې، چې د الله څخه په نافرماني يې امر نه وي کړی، او کله چې د الله له قانون څخه په سرغړولو امر وکړي نو بيا يې او اطاعت کول روا نه دی.
پورتني نبوي احاديث پدې په صراحت دلالت کوي، چې هغه نظامونه چې د اسلامي عقيدې سره تناقض لري او د اسلامي عقيدې سره مخالفت لري قبلول او نافذول يې حرام دي او دا د ټول اسلامي امت مسؤليت دی، چې د دغسې نظامونو مخالفت وکړي او د کفري نظامونو جرړې را وباسي او بيا بشريت د سوکالۍ او نېکمرغۍ خاوند شي.
ج- د صحابه وو اجماع:
د صحابه وو رضي الله عنهم په اجماع سره هم دا ثابته ده، چې حاکميت او سيادت يوازې او يوازې د الله جل جلاله او د هغه د شرع ته حاصل دی. هېڅوک دا حق نلري، چې د الهي قانون په وړاندې عقلي او بشري قانون جوړ او نافذ کړي. او د دې ښکاره دليل دا دی، چې د رسول صلي الله عليه وسلم له وفات وروسته خلفاء راشدينو په کتاب الله او سنتو باندې فيصله کړې او په بل هېڅ قانون او شريعت يې پرېکړه نه ده کړې.
له همدې امله هغوی په هغه مسائلو کې، چې نصوص به پکې موجود وو، خپلو ځانونو ته يې اجازه نه ورکوله، چې خپل عقل پکې دخيل کړي. چې موږ يې يوه بېلګه په لاندې ډول بيانوو:
حضرت عمر رضي الله عنه د خپل خلافت په دوران کې فيصله وکړه، چې ښځه د خپل مېړه په ديت کې برخه نلري. ضحاک بن سفيان الکلابي، چې په دغه پرېکړه باندې خبر شو، هغه خبر ورکړ، چې رسول صلي الله عليه وسلم د اشيم الضبابي ښځې ته د هغې د مېړه په ديت کې برخه ورکړه. حضرت عمر رضي الله عنه چې دا خبره واورېده نو له خپلې رايې لاس په سر شو او د رسول صلي الله عليه وسلم حکم يې نافذ کړ.
په ديموکراسۍ کې د اولس اراده مقدسه ده:
په ديموکراسۍ کې تر ټولو ارزښتمن شی د اولس اراده ده،. هر هغه څه چې اولس وغواړي هغه قانون دی او هغه حق دی، او هر هغه څه چې د اولس لخوا رد شي هغه مردود او د منلو وړ نه دی. ديموکراسي وايي کوم څه چې اولس وغواړي، نو هغه بايد حکم شي، اګر که دغه اولسي حکم د الهي حکم سره په تناقض کې وي.
نو کوم الهي شريعت، چې موږ د هغه په اتباع ملزم يو، که د ديموکراسۍ د اولسي قانون سره برابر وو هغه دي، چې منل کيږي او که مخالفت يې درلود، اګر که صريح آيت هم موجود وو بيا نو نه منل کيږي. چې دا داسې يوه مسئله ده، که څوک له مسلمانانو دا عقيده ولري او ټينګ باور پرې ولري، نو د اسلام له دائرې خارجيږي. الله جل جلاله خپل محبوب استازي سرور کونين له دغه څخه په کلکه منع کړي دي، الله جل جلاله فرمايي:
وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ… (المائده ۴۹)
ژباړه: او فيصله وکړه د دوی تر منځ په هغه قانون، چې نازل کړی دی الله او د دوی په خوښو او آرزوګانو پسې مه ځه، او ځان وساته له هغوی، چې واړوی تا له ځینې هغه څه، چې نازل کړی دي الله په تا باندې.
په ديموکراسۍ کې اکثريت رايه معيار دی:
په ديموکراسۍ کې اکثريت رايه د حق معيار ګڼل کيږې، يعنې اکثريت چې څه وغواړي هغه حق دی او اکثريت چې يو څه قبول نه کړي هغه ناحق دی او هغه به نه منل کيږي. هر څوک چې د اولس اکثريت رايه تر لاسه کړي حاکميت د هغه دی.
په اسلام کې نه يوازې دا چې اکثريت د حق پېژندلو معيار ندی، بلکې قرآن په صراحت سره وايي، چې د حق منونکي کسان لږ دي، الله جل جلاله فرمايي:
وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ (الانعام ۱۱۶)
ژباړه: که ته د ځمکې د مخ د ډېرو خلکو خبره ومنې، نو د الله له لارې به واوړې، ځکه هغوی په ګومانونو پسې روان دي او اټکليان دي.
همدارنګه الله جل جلاله فرمايي: …وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (الاعراف ۱۸۷)
ژباړه: خو ډېر خلک نه پوهيږي.
په ډیموکراسي کې اکثریت رایه معیار ده
په ډیموکراسۍ کي حاکمیت د ملیت سره وي، یعني څه چې ملت وغواړي هماغه کیږي او کوم شي چې نه غواړي هغه مردود او ناروا ګڼل کیږي. او که د یو حکم پر سر د خلکو ترمنځ منازعه او د نظر اختلاف راولاړ سي، په دې صورت کې اکثریت رایه د حق معیار ګڼل کیږي، یعنې اکثریت چې څه وغواړي هغه حق دی او اکثریت چې یو څه قبول نه کړي هغه ناحق دی او هغه به نه منل کیږي همدارنګه هر هغه چا چې د اولس اکثریت رایه تر لاسه کړي حاکمیت بس هغه وګاټه.
خو په اسلام کې داسې نده، په اسلام کې حق هغه دی، چي قرآن، سنت، اجماع او قیاس او نورو شرعي دلائلو حق بللی وي، که څه هم تر شا يي لږ او کمزوري خلک ولاړ وي. یعني په اسلام کي حق په اکثریت نه پیژندل کیږي بلکي د حق د پیژندلو معیار شریعت دی.
همدا د اسلام او ډیموکراسۍ ترمنځ د ټکر یو بل اساسي توپیر دی.
سلامونه وروره که د ديموکراسى منوګراف دى که ما ته په ايمل راوليږى احسان به مو وي