د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان

تاند- مشهور جهادي قومندان او د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان نن له یوې ځانمرګې حملې روغ ووت.

محمد اسماعیل خان، چې د راتلونکي لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالرب رسول سیاف د لومړی مرستیال په توګه کاندید دی، د ټاکنو په برخلیک کې مهم اغېز لرلی شي.

د سیاسي چارو د ځینو کارپوهانو په نظر محمد اسماعیل خان په ځانګړي ډول د افغانستان په لوېدیځ کې د جمعیت ګوند د اکثرو پلویانو رایې د عبدالرب رسول سیاف په ګټه خپلولی شي.

د سیاسي چارو د کارپوهانو په باور پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې عبدالله عبدالله بریالی شي څو له یوې خوا جګړې ته د طالبانو انګېزه پیاوړي شي او له بل پلوه په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو ولسي ملاتړ ډېر شي.

لومړني راپورونه وايي چې اسماعیل خان د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره په هرات ښار کې یوه جومات ته تللی و چې ځانمرګی برید پرې وشو.

راپورونه وايي چې په دې برید کې، چې د جومات په منځ کې وشو، اسماعیل خان ته زیان ونه رسېد.

تراوسه پوري طالبانو یا کومې بلې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

4 thoughts on “د اسماعیل خان د وژلو لپاره په جومات کې ځانمرګی برید وشو”
  1. هوکی داسمه ده چی اسمعیل خان هرات ته دکمباین پخاطر تللی خوکمپاین دچا لپاره ؟ کمپاین دهغه چا لپاره چی دی یی مرستیال ټاکلی نه بلکه کمباین دښاغلی داکتر عبدالله عبدالله لپاره داسی هم ویل کیږی چی اسمعیل په لومړی سرکی هم د استادسیاف مرستیالی ته غاړه نه ایښوده خوکله چی له استادسیاف څخه یی دا باور ترلاسه کړ چی ګنی دی به دعبدالله په ګټه له خپل نوماندی څخه تیروزی نوداپریکړه وشوه چی دی مرستیال شی اواوس دی په ظاهره دسیاف خواصلا دداکتر عبدالله لپاره کمپاین کوی همدغه سلسله لادمخه پیل شوی کله چی دشمالی ټلوالی ایتلاف وشړیده نودوی له عطامحمد نور اودشمالی ټلوالی نوروغړوسره دا پتی پاخه کړی چی په هرډول کیږی سږ کال به شمالی ټلواله دجمهوری ریاست لپاره یوځل بیا داویایمی لسیزی په څیر همدغه سیاف اودسیاف په څیر نوری څیری دقدرت په ګدی کینوی

  2. استاد سیاف، اسمعیل خان ، عطامحمد نور ، محمدخان، محقق قمی – دا ټول د ساړه جنګ محصولات دی چی د میلیونونو بیګناه افغانانو په وینو د دوی لاسونه سره دی. دوی د همدغو شهیدانو له برکته د شهرکونو او آرګاه و بارګاه څښتنان شول خو د شهیدانو کونډو او یتیمانو ته چا یوه مړۍ ډوډۍ هم ورنکړه او حتی د هغوی کورونه او کرنیزی مځکی یی هم تری غصب کړی. له دوی د خدمت تمه لرل ځان ته بازی ورکول دی. زه فکر نه کوم چی دوی به د یوی ولسوالی د خلکو رایی هم راټولی نشی کړی. دوی هسی حلوا حلوا ناری وهی او خپله خوله خوږوی.

  3. ګرانو لیدونکو !تا سو به دتلو یژیون په پردو دانتهاری جسد لیدلی وی ایا انتهاری دغسی وی ټول بدن ښکاره کیدو ولی ټوټه او پرچه پرچه نهوو ایا دغه عمل کوم شوم پلان او ډرامه نده؟

  4. عجبه انتحار؟؟؟؟؟؟؟؟ نه اسمایل خان ته زیان رسیږی، نه انتحاری توتی توتی کیږی ، نه بل چاته ځه زیان رسیږی او نه هم مسجد ته کوم خرابی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول تمیم شاهد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *