تاندـ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو کاندیدانو تخنیکي تیمونو نن د ولسمشر کرزي د دوو مرستیالانو یونس قانوني او کریم خلیلي تر مشرۍ لاندې غونډه وکړه.

دا خبرې، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د درغلیو او د پاکواو ناپاکو رایو د بېلولو په اړه د دواړو انتخاباتي ټیمونو لومړنۍ تخنیکي خبرې دي، وروسته له دې کېږي چې د امریکا د کانګریس مخکښو غړیو له دواړو کاندیددانو سره وکتل.

د راپورونو له مخې په غونډه کې د دواړو کاندیدانو تخنیکي ټیمونو په دې موافقه وکړه چې باید پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې شي.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم په استازیتوب داوود سلطانزوی، ډاکتر فایق، اسدالله سعادتي، مهجور او ډاکتر کاظم په غونډه کې ګډون کړی و.

فضل احمدمعنوي، خالد پښتون، ډاکتر سهاک، بشیر فاروقي او امرالله امان د عبدالله عبدالله د ټیم استازیتوب کاوه.

سره له دې چې د نن ماسپښین په دې غونډه کې د دواړو کاندیدانو تخنیکي ټیمونو سلا وکړه چې پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې شي خو د دې هدف د عملي کولو د څرنګوالي لپاره پر کوم میکانیزم موافقې ته ونه رسېدل مګر پرېکړه یې وکړه چې غونډو ته به دوام ورکړي او وپتېل شوه چې د دواړو خواوو سیاسي ټیمونه به هم خبرې وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو ځینو کارپوهانو د کاندیدانو ترمنځ پر انتخاباتي مسایلو خبرې او احتمالي موافقې د اصولو او قوانینو خلاف بللي دي او ویلي یې دي، په هغه صورت کې چې انتخاباتي قوانین او انتخاباتي ادارې موجودې وي دا ډول جوړجاړي د قوانینو خلاف دي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل هوډمن وايي:«د ټاکنو عملیاتي پروسه او د پایلو اعلان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده او صلاحیت دی او د شکایتونو د څېړنې له لارې د اسنادو او مدارکو پر بنسټ د پاکو او ناپاکو رایو بېلول د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون صلاحیت دینو کاندیدان څوک دي چې د رایو په پاکۍ او ناپاکۍ خبره کوي ؟ دوی څوک دي، چې د خلکو د رایو د وینځلو لپاره میکانیزم جوړوي؟ »

د ښاغلي هوډمن په وینا دا ډول خبرې بې له دې چې انتخاباتي بهیر بې اعتباره کړي کومه مثبته پایله نه شي لرلی.

One thought on “د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تخنیکي ټیمونو غونډه وکړه”

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *