تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو له اعلانېدو وروسته تېر مازدیګر او شپه په یو شمېر ولایتونو کې خلکو په اتڼونو او خوشالیو جشنونه جوړ کړل.

د نوي منتخب ولسمشر ډاکتر غني پلویانو د ولسمشرۍ د پایلو له اعلانېدو وروسته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې واټونو ته راووتل او په داسي حال کې چې ملي بیرغونه یې په لاس کې ول د اشرف غني پر ولسمشر کېدو یې خوښي ښکاره کړه.

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خلکو تېره شپه د اشرف غني د بریالیتوب په ویاړ اتڼونه وکړل.

3 thoughts on “د اشرف غني پلویان د انتخاباتو د پایلو له اعلانېدو وروسته واټونو ته راووتل”
  1. وروڼو! اول څان درته ښایم چه دانتخاباتو درای شمیرنی پروسه چه ټول دافغانستان ښڅه او نر پوره پوره معلومات لری کله چه مقابل طرف خپله اینه کی ناکامی ولیده نوپه هغه دغه سر شوو او بادارانویی هم غلطی مشوری ورکولی(اوبه خړی کړه ماهی ونیسه) دغه کسه یی ۷ پوری وغڅوله خو پدی موده کی موږ او تاسی لیوانی شو چه ولی حقایق پټیږی ؟ولی رای سالمی نهدی وغیره وغیره زه هم تر ډیر فشار لاندی راغلی وم همدغه می ویل چه ولی رای شمیرنه وڅنډیږی خو افرین صد افرین دډاکتر صیب په حوصله چه یوه کلمه سپوری ا پوچی ونه اوریدل شوی په ډیره حوصله یی پروسه پر مخ بوتله رښتیا چه دصابرو ملګرتیا خدای هم کوی اخر واقعیتونه څرګند او برنده لکه لمر غوندی وڅلیده اینده کی به دخدایه خیر غواړو (چاه کن په چاه کی وی) موږ او تاسو هم باید حوصله وکړو دسپورو او پوچو خبرو پرهیز وکړو دډاکتر صیب لاس نیوی وکړو وبس کامیابی مو بیا مبارک شه.

  2. په پښتو کې یو متل دی چې پلانکي خېل بې ډوله مست دي: هغه دا خلک دي، د څه شي په خوشالی کې، ولې؟ آیا زموږ رایې اعلان شوې دي؟ آیا تاسو د خپلو رایو په ارزښت پوهېږئ؟ آیا د ټاکنو بلواکي کمېسیون د رای پاڼو وروستی پایله اعلان کړې؟

  3. ورونو ولی خوشحالی ونکړی داچي څومره رايي دی اوپه قانون کی څه دی يعنی 50 +1 چي يوسی وړونکی دی،اما دی ته هم توجو پکار ده چي هغه نړی چي دولت تری روزی خوری خپل غله درته رامخ ته کړه او ټاګني تر سوال لاندی راوستی داټول واقيعتونه به انشالله رابر سيره شی .دهغه غله چي30 کاله يي پوره په اوږو درته ګرځولی نوتاسو څه فکر کوی چي هغه به په يو ګړی ستا له لوری لری کړی، نه وروره درنده مبارزه اوهاند مو لا پر مخکی دی د محترم غنی ملا وتړی او د حوادثوحقيقت رابرسيره کړی ،او خپل ورونه پوهه کړی چي څه بايد وکړو .کامياب دی وی دافغان ولس

  4. تاسو خپل ناکامی ته خوشحاله یاست او هغه مشر ته چی ویل به یی که می به اساسی قانون معامله وکړه نو دخلکو په سرو به هم معامله وکړم چی دخپل وینا خلاف یی داکار وکړ او دډیرو افغانانو هیله یی په اوبو لاهو کړی

  5. First of all congrats to all afghans for a new president selected peacefully by a democratic process.many afghans are not happy with this kind of outcome of election. my dear this is called power politics used by Abdullah.power politics usually used by countries to threaten other countries but some time internally pressure groups also used power politics for their political objectives.if in response Ashraf ghani maintain the same aggressive attitude to Abdullah so there was a 100 percent chance of civil war to be erupted across the country and afghans once again be plunged into conflict and there would be again genocide and migration of afghans.Because we all know that Abdullah and his prawns are instruments of foreign and their agenda to follow their masters order.this is our home and we shall protect it.it does not means that Abdullah and his a
    partners are bad and all tajks are traitors not at all. there are thousands of other tajks who are patriotic and even they are ready to sacrifice their lives for afghanistan and they did.they splendid afghanistan name in world. So plz be calm and optimistic for future with Ashraf ghani and do not divide afghanistan by ethnic races only because of Abdullah he is single man and cannot represents the whole north. The north and south the east and west of afghanistan are United by all ways ethnically and brotherly.

ځواب ورکول Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *