د بیت الله حميدي لیکنه/ لاریون په ډیموکراتیکو ټولنو کې په یوه وخت د ګڼ شمېر خلکو د نظر د اظهار تر ټولو غوره وسیله ده، خو که همدغه غوره وسیله سمه وه نه کارول شي، نو خورا زیات زیانونه هم لرلای شي.
خپله لیکنه د اساسي قانون په ۳۶ مادې غځوم، چې وایي: د افغانستان اتباع حق لری چې د خپلو روا او سوله ییزو غوښتنود تاْمین لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وکړي. اوس باید وویل شي، چې د لاریونونو د ممکنه زیانونو مخنیوی او کنټرول د همدغو لاریونونو د رهبرانو مسوولیت دی، هغه رهبران چې خلک لاریون ته هڅوي باید تر دې وړاندې دا توان ولري، چې د لاریون په وخت خپل احساساتي شوي پلویان رهبري او د لاریون په اصولو پوه کړي. څو د ګټې په ځای توان و نه رسوي. که داسې نه وي نو هوښیار مشران هېڅکله هم خلک په لوی لاس ورانوونکو او بحران زیږونکو لاریونونو ته نه راغواړي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د پلویانو لاریونونه چې مشرانو یې په کې ګډون نه و کړی، تر تېرې پنجشنبې په نسبي ډول سوله ییز وو. د یوه ټکسیوان له ډبولو او د هغه د ټکسي له زیانمنولو پرته یې نور کوم داسې لوی غیر قانوني حرکت نه و کړی. پوره اونۍ ورسته، د لومړي ځل لپاره پرون د جمعې په ورځ د اصلاحاتو او همپالنې رهبران هم د لاریون کونکو منځ ته راغلل، چې خپل وروستی زور نندارې ته وړاندې کړي اوله خپل دریځ څخه د دفاع هوډ هم وښیي، خو دغو لاریونونو کې داسې کارونه وشول چې خلک یې هک حیران کړل، دا غیر قانوني کارونه د همپالنې له معنا بیخي لرې دي او هېڅ ډول مدني حرکت او غږ ورته نشو ویلی.
په دې کارونو خلک ووېرېدل ،چې خدای مکړه دغه خلک زموږ له هېواد څخه نه، بلکې له کوم بل ځایه نه وي راغلي او دا ځکه چې که له یوې ډلې سره سیاسي اختلاف لري ـ چې حق یې هم دی او باید په هغه خپله معنی ترې حق وغواړي ـ خو دوی اوس له هېواد، ملي شتمنیو او عامه ځایونو سره ولې اختلاف لري؟
د دې ملت ارزښتونه خو ګډ دي، دوستان او دښمنان یې ګډ دي، چې په ګډه به یې په وړاندې عکس العمل ښیي، نو بیا پدې برخو کې هم پولې را ښکل ولې؟
دوی په پرونیو لاریونونو کې د پښتونستان د څلور لارې پنجرې ماتې او د پښتونستان لوحې یې تر پښو لاندې کړې. هغه پښتونستان چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له وجوده پرې کړای شوې ټوټه او تر ننه د همدغو افغانانو دعوه ده، هغه پښتون چې د ډېورنډ په چاړه زموږ له وطنه جدا کړای شوی دی، خو نن یې پدې کار سره دوی ثابتوي، چې د وجود دا بیله حصه په رسمیت پېژني او ددې ملت د یوې برخې غوښتنې او حق باید لکه پرون تر پښو لاندې کړای شي.
همدا څو اونۍ وړاندې افغان دولت د ډېورنډ دواړو غاړو ته د پاکستان له خوا وړاندې شوی عملیاتي وړاندیز، ځکه چور رد کړ، چې د ډېورنډ کرښه یې سرحد بللې وه.
هو پښتونستان د دې ملت حقه دعوا ده او دغه دعوا زموږ ملت ته اوس کوم بې معنا شعار نه دی چې څوک دې یې تکراروي، خو په معنا دې یې نه پوهیږي او یا دې یې معنا ته متعهد نه وي، بلکې د پښتونستان دعوه افغانانو ته یو ملي ارزښت دی چې ساتل یې د دې هېواد د هر بچي دنده ده، چې په هېڅ حال به ترې په شا نه شي. اوس پوښتنه دا ده چې ولې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د مشرانو په مستقیمه رهبری کې ملي ارزښتونو او یوې ملي دعوې ته داسې سپکوی وشي؟ آیا د دوی مشرانو خپلو پلویانو ته نه و ویلي ،چې باید د ملي مسایلو خیال وساتي؟ آیا د دې کرغېړنې کړنې په وخت د دوی مشرانو د چا مخنېوی وکړ؟ آیا اصلن د دوی مشرانو ته دې کړنې مخنیوي کوم ارزښت درلود؟ آیا د اصلاحاتو او همپالنې مشرانو ته د پښتونستان دعوه رښتیا هم کوم ملي ارزښت دی؟ خو تر دې هم لویه اندیښنه دا ده، چې ولې تر هغو د پښتونستان لوحې نه راغورځول کېدې تر کومې د اصلاحاتو او همپالنې مشران عملن د مظاهرو ډګر ته نه وو راوتلي؟ او آیا د همپالنې د معنا سره په مخالفت کې د یو بل د رټلو دا لوی مثال به د افغانستان نور ملت احساسات تحریک نکړي؟ که یې تحریک کړي او خدای مکړه کوم بد عواقب ولري، نو مسوولیت به یې د چا په غاړه وي ؟ بالاخره آیا په هلمند کې د پنجابي پوځ لخوا جوړ شوی محشر او په کابل کې د اصلاحاتو او همپالنې دا ډول بحران زیږونکې کړنې یو تر بله اړیکې لري او کنه؟ دا هغې پوښتنې دي چې نن یې د ډېرو په ذهن کې شور جوړ کړی دی او د هېواد د رهبری غوښتونکي باید ورته ځواب ووایي، خو یو څه لکه اوبه راڼه منعکسوي، چې دغه شان حرکتونه له پرونیو سره ډېر توپیر نه لري، یوازې وخت یې بېل دی او غوښتنې هماغه دي. امنیتي ځواکونه دې خبر وي!
امنیت څواکونه مطلق بی طرفه ندی اول شخص مطلق بی طرفه نده اوبه خړول غواړی تر څو ما هیان ونیسی ای دافغانستان کم عقله اولسه ! ما لنډو ته مو برابروی ویښاو بیداره اوسی