نجیب الله علیزی
کله چي د جان کیری په منځکړيتوب د ملي وحدت حکومت منځته راغلي په هغه ورځ د سیاست د علم پوهانو او په مجموع کي اکثریت افغانانو دغه حکومت د کړاونو څخه ډک وباله، ځکه خلګ پوهیدل چي دلته به مختلفي کاري اجنډاوې، سلیقوي برخوردونه او موازي حرکتونه وي.
ولسمشرغني په اوله ورځ د اصلاحاتو، ښه حکومتولۍ او د قانون د تطبیق وعدې وکړي. زه دلته پرافرادو، اشخاصو او سیاسي ګوندونو باندي خبري نه کوم، بلکي غواړم چي په افغانستان کښي پراصلاحاتو، سیاسي ارواپوهني، او هغه لارې چي په سیاست کښي کار ورکوي بحث وکړم.

سیاسي ارواپوهنه وایې: پاک نفسه، د علم او لیاقت خاوندان په سختي سره د قدرت لوړو څوکوته رسیږي، خو که داسي وشي بیا نو په اسانۍ سره کولای شي چي د خپلو خلګو په زړونو کښي ځایي ونیسي، مګر کله چي دوی په نوی تشکلاتو، قوانینو او اصلاحاتو شروع وکړي په داخل د نظام کښي د یوې خاصېي ډلې لخوا د مخالفتونو اوستونزو سره مخ کیږي، مخالفان به ئې هغه کسان وي چي په مخکینو حکومتونو کښي په یوه نسبتا اسانه طریقه جذب شوي وي، د قانون څخه د تیښتي اسانه لار او یا په مجموع کې دپخواني سیستم سره راحت وه ځکه وضعیت ددوي په نفعه ؤ. او یا هم کله کله نوی اصلاحات داسی وي چي بشرذاتا په اسانۍ سره غاړه نه ورته ایږدي.تنها نوی اصلاحات دهغه بي طرفه خلګو په ګټه دي چي پدغه تغیراتو کښي ددوی دژوند حال اواحوال دپخوا په نسبت ښه کیدلای شي.
په ټولنه کي د تغیراتواواصلاحات دپلي کوي دوې طریقې موجودي دي.لومړیدعذراوخواهش لاره،دوهم دزوردلارې داصلاحاتوتطبیق.دافغانستان په سیاسي ژوندانه کښي دوخت حاکمانو او ددولت زمامدارانو دهېواد چاري په دو طریقو مخته بیولي لومړي دقوانینو پراساس او دوهمه دزور دلارې. لومړی طریقه انساني ده خو دوهمه یې دانسانیت څخه لږ لیري ده. خولومړی طریقه پدي مملکت کښي ناکامه او دوهمه یې لږدخطاسره مخ شوی ده.فرضا په تیرو شپاړس کلونو کښي دولت ندي توانیدلي چي دکوکنارو کښت په زارعینو باندي بند کړي، برعکس دطالبانو په حکومت کښي دملامحمد عمر په یوه امر باندي بند کړل شول، او بدیل دمعایشت یې وهل، ټکول، مخ ورتورول وه. په ۲۰۰۴ میلادی کال کښي ددوستم او عطا محمد ترمنځ کړکیچ زورواخیستي دوستم غوښتل چي پرفاریاب ولایت حمله وکړي حتی دکرزی صیب دوخت والي دولایته وتښتیدې زلمی خلیل زاد کوښښ وکړي چي دافغان حکومت او دوستم ترمنځ منځګریتوب وکړي خو دوستم دخلیل زاد عذر ونه منۍ حتي دوستم خلیل زادته وویل چي تاسي امریکایان به په کفنونوکښي واستوم، تاسو به ترویتنام بدتره کړم پدا بله ورځ زلمي خلیل زاد د“ډیکوګراشیا” دپوځي اډې څخه دوې د B-1 بم غورځوونکي الوتکي راوغوښتلي او ددوستم دکورپرسرباندي یې غوږ چوونکي اوازونه پورته کړل خو کوم بم یې پري خطا نه کړ، دوستم یوه ورځ وروسته تسلیم او دخبرو لار یې غوره کړل.
اصلاحات: مخکي مي ذکړکړل داصلاحاتو مخالفت هغه څوک کوي چي پخواني سیستم کښي دده ګټه وي او اوس یې دلاسه وځي. یا په بله معني کله چي سیاسي قدرت دیوه ټیم څخه بل ته انتقال کوي هلته دنارضایتۍ میزان لوږیږي، په کومه ورځ چي ولسمشرغني دافغانستان په ملي تدارکاتوکي اصلاحات راوستل او هغه شرکتونه یې لغوه کړل چي په جعل او تزویرکښي یې لاس درلود دهغوي دجملې څخه یو هم دعطامحمد نور او دده دمیرمني و، عطا محمد نوردروان کال داسد په میاشت کښي واشنټن پوسټ ویلي وه چي که دملي وحدت حکومت دده غوښتنوته پام ونه کړی ددولت په فلجولوپه لاس پوري کړي، افغان دولت په هغه ورځ باید دغه خبره (ددولت فلجول) سنجولي وای. یو حاکم، شاه یا دولت مشر باید تل دزمري په څیر قوي او د ګیدړي په څیرچالاکه وي یوازی قوت یا توان درلودل په سیاست کښي دناکمۍ سبب ګرځي ځکه زمري که څه هم ځواکمن وي خو په دام کي دلویدلو چانس یې ډیروي. کله چي عطامحمد نوروویل چي دی دولت فلجوي دهغه ورځي څخه ترنن پوری یې ثابته کړل چي فلجوي یې مثلا: د روان کال داسد د میاشتي پرلسم تاریخ ئې په مزاره کي یوه لویه غونډه وکړل دتخار، بغلان او بدخشان خلګ ئې راټول کړل محمد محقیق، باتوردوستم او صلاح الدین رباني پکښي ګډون وکړي، دهمدي میاشتي پر اوولسم تاریخ یې واشنټن پوسټ ته وویل چي مهمي دولتي ودانۍ او هوایې ډګرونه به ونیسي، یوه هفته وروسته یې دمزاري شریفي په هوایئ میدان کښي اصف مومند ونیوي غوږ یې ورپري کړي، لس ورځي وروسته یې دسمنګان ولایت ته سفر وکړي هلته یې عبدالکریم خدام ته وویل چي ارګ زموږپه وړاندي توطئې جوړوي ته هم یاغي سه موږ په یوه مکتوب باندي نه یو والیان شوي نه هم برطرفه کیدلای شو. پنځه میاشتي وروسته یعني د دلوي په میاشت کي یې دسمنګان والي ته وویل چي زه دشولګري او دولت اباد ولسوالان تغیراو تبدیلوم لږ غیرت وکړه هیڅوک هیڅ نه شي کولای ته هم خپل بغاوت اعلان کړه، کله چي افغان دولت والیان تغیراو تبدیل کړل خدام هم دعطامحمد نورپه څیر یاغي شو. د ښاغلي کرزی صیب په وخت کي جنرال دوستم د ترک تبارانواکبربای کورته ورواوښتۍ بي عزته یې کړي که په هغه ورځ کرزی دوستم ته جزا ورکړي وایي نن به یې ایشچي ته کاږه هم نه وای کتلي.لهذا دزورڅخه کار اخستل هغه وخت ناسم وي چي په هغه مملکت کښي ټول خلګ قانون، ادب، اخلاقو او داوامرو څخه اطاعت ته وفاداره وي.
دعلیزی صاحب په تایید وایی:
تانباشد چوب تر
کی فرمان ببرد ګاو و خر
دا تشبیه د تربیت او سوابقو سره تړاو لری او که تربیت ناقص نه وای بیا به دا حیوانی او جاهلی حرکات نه وو ، خبره به د اخوت او ملی ګټو او پرمختګ کیدله
په زړه پوری لیکنه ده، ريشتيا هم پاچا هم بايد جرات ولری او هم بيداري