د اضدادو فلسفه ده، چې په ټوله نړۍ کې د هر شي ضد شته او د دې ټولو په پیدایښت کې د الله تعالی ډېر لوی حکمتونه پراته دي.

که د انسان خوښه وي او که نه وي، له دې ضدینو سره به وخت تېروي.

د یو انسان پیدایښت ته ډېر خوشحالېږو او مرګ ته يې بیا ډېر خفه اوسېږو، خو ژوند او مرګ دواړه الله تعالی پیدا کړي او دې حقیقت ته به غاړه ګدو.

د ژوند سره مرګ تړلی دی او یو د بل ضد دی.

د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزی ټول اړیکې لري، د انسان مرګ د انسان د زېږېدو له ورځې د هغې سره یوځای پیداشوی دی او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ له منځه ځي او مړ کېږي به.

یو شاعر وایي: مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند بعد له مرګه پیل کېږي.

رښتیا که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.

کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی.
نو د مرګ نه پس ژوند پیل کېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي.
که لوړ او ټیټ په نظر کې ونیسو، اسمان، سپوږمۍ ، لمر او داسې نور طبیعي توکي ډېر لوړ دي. له اسمانه بارانونه کېږي، سپوږمۍ شپې رڼا کوي او لمردنړۍ ټولې میوې او دانې پخوي، دوی د خپل لوړوالي حق ادا کړی دی.
هغه مرغۍ چې ډېرې لوړې ګرځي، لوړ قیمت او ارزښت لري.

یوه ونه ډېره لوړه اوغټه ده، خود استفادې وړ نه ده، که چېرې همدغه ونه د یوې ویالې پر سر پل شي او د استفادې وړ شي، نو دده لوړوالی په همدې کې دی، چې د خدمت لامل وګرځیده.

په یوملت کې پر لوړو چوکیو داسې کارکوونکي لرو، چې د منتخبو چوکیو لپاره مناسب دي. دوی هم د لوړوالي حقیقت ساتلی دی.

ځینې شیان تاسوته لوړ ښکاري، خو په حقیقت کې ډېر ټیټ ورته ویلای شو.
په ډېرو لوړو مقامونو کې مې داسې ناپوهه وګړي ولیدل، چې ډېر کم ارزښته او بې قیمته ورته ویلای شو. دوی په لوړو مقامونو کې ډېر ټيټ خلک دي.

ځینې غریب او بیچاره د ډېرو پر وړاندې ټیټ خلک ښکاري، ځکه چې مال او دولت نه لري، خو حقیقت داسې نه دی.
مرغلرې د ډېرې ټیټې سطحې له بحرونو څخه لاس ته راځي.

په ډېرو لوړو ځایونو کې مې ډېر ټيټ خلک ولیدل او په ډېرو ټیټو ځاینوکې مې ډېر لوړ خلک ولیدل.

One thought on “د اضدادو فلسفه/ سید اصغر هاشمي”
  1. په ډیرو لوړو ځایو کې مې ډیر ټیټ خلک او په ډیروټیټوخایوکې مې ډیر لوړخلک ولیدل۰
    داخبره مو بیخي ریښتا ده ما یو وختې په باره کې یو شعر وئلی وو چه لمړۍ او آخرۍ مصرې ئې داسې دي
    کمزور او زورور
    ده څـرنـګه ظالـم شـول ددنیـا وګـړي ولـې؟
    که هر څو تهِ ځان ساتم دي په ما تپلي ولې؟
    وریښمینه جامه ناست په هرمجلس کې پاس دوړاندې
    خړ پـړ ماغزه وریښـمین له هر مجـلس رټلی ولې؟
    کمـزور او زور ته خالــدې ستـرګې که پـټې
    زمرودهـر غرڅه بـچي په ښـکارخوړلی ولې؟

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *