هارون حکیمي –

د ښاغلي جهاني په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تېرو شلو میاشتو په اوږدو کي، د ورځنیو چارو د اجرا ترڅنګ او د بېلابېلو خنډونو په موجودیت کي، د پام وړ لاسته راوړني لرلي دي. ستاسي د معلوماتو لپاره، دلته یواځي د ځینو موضوعاتو لنډیز، درسره شریکېږي. په درنښت، د مطبوعاتي سلاکار دفتر.

په کلتوري برخه کي:

  1. د لوګر په مِس عينک سيمه کي پراخي څېړني او کیندني تر سره سوي دي، چي په نتيجه کي ئې د مسلکي او د دې ساحې د پوهو کارکوونکو په توسط په سوونو منقول او غيرمنقول تاريخي آثار تر لاسه سوي دي، چي ۲۳۵۷ قلمه آثار او ١٦٢٢ پارچې ئې د افغانستان ملي موزيم ته نقل سوي او غيرمنقول آثار ئې په هماغه سيمه کي ساتل کېږي.
  1. د باختر ګنجینې د ۲۳۱ قلمه آثارو څلور نندارتونونه، د جاپان په ټوکیو او کیوشو موزیمونو او دغه راز د جنوبي کوریا په سویل او ګیونګجو موزیمونو کي وړاندي سويدي چي د افغانستان او یادو هیوادونو د کلتوري، تاریخي او سیاسي اړیکو د ښه کېدا او افغانستان د سالمي معرفۍ تر څنګ یې افغانستان ته څه کم یو مېلیون ډالر عواید راوړي دي.
  1. افغانستان د تېرو کلونو په اوږدو کي یواځي یوه د باختر ګنجینه د نړیوالو نندارتونونو لپاره درلوده چي تر اوسه په دوولسو هیوادونو کي شل ځله ننداره سوې ده خو په دې وروستي یوه کال کي اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مِس عینک د لرغوني ساحې د آثارو څخه یوه نوې مجموعه بشپړه کړې. ددغي مجموعې د اثارو شمېر ۱۴۵ دی او تر څېړنو وروسته یې ترمیم د یوه تړون له مخي د چک جمهوریت لخوا وسو او دا مهال نړیواله بیمه لري.
  1. د روان مېلادي کال د فبروري د ۹مي څخه د سپټمبر تر وروستیو پوري د مِس عینک مجموعه د لومړي ځل لپاره د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ ملي موزیم کي ننداره سوه چي د ۱۲۵زرو امریکايي ډالرو فیس ترڅنګ، ۴۰ سلنه خالص عواید یې افغانستان ته ورکول سول.
  1. د کورنیو جګړو پر مهال، د افغانستان څخه بې درکه سوي یو سل او درې ۱۰۳ قلمه آثار چي ۱۰۲ یې په جاپان کي د یونیسکو د نېک نیت سفیر ښاغلي ویکرو هرایما ساتلي ول او یو یې د انګلستان حکومت، افغانستان ته بیرته راوړل سول.
  1. د افغانستان د لرغونو سیمو د تشخیص او تر مځکه لاندي لرغونو آثارو د خوندیتوب په موخه د سټلایټ نقشې جوړولو چاري د فرانسې هیواد سره د تړون له مخي د ډافا موسسې لخوا پیل سوي دي. دغه پنځه کلنه پروژه د وزارت سره په ګډه پر مخ ځي.
  1. د افغانستان په ملي موزیم کي د موجودو آثارو د ثبت او ډیجیټل ډیټابېس چاري د شېکاګو پوهنتون سره په ګډه پر مخ رواني دي او تر دا مهاله نږدې ۶۰۰۰۰ شپېته زره آثار ثبت سوي دي. دغه پروسه د مشخصاتو په ثبتولو د افغانستان ته منسوبو آثارو په خوندیتوب او پېژندنه کي د پام وړ ارزښت لري.
  1. د ارګ اړوند، افغانستان بانک په خزاینو کي د ۲۲۵۰۰ لرغونو اثارو د ثبت او ډیټابېس چاري په چټکۍ پر مخ رواني دي او تمه کېږي چي په نږدې راتلونکي کي به دغه پروسه بشپړه سي.
  1. د تخار ولايت د آى خانم لرغوني ساحې، په سرپل ولايت کي د التي باى عرب مقبره، د امام جعفر زيارت، مسجد امام کلان، د امام زاده زيارت، په باميان ولايت کي خواجه سبزپوش، په پکتيا کي د ګردېز بالاحصار، د سخي مسجد (سخي زيارت)، لومړى نمبر محمديه تپه، دوهم نمبر نادريه ساحه، په کندهار ولايت کي د شيرسرخ ساحه او سکندريه اراکوزيا، د ننګرهار ولايت د سبزآباد لرغونې سيمه، امرخېل ستوپې، د شاهي قلا ستوپې او د زرغونډۍ لرغوني سيمي کشف او ثبت سوي دي.
  1. د کابل، بامیان، بلخ، ننګرهار، لغمان، فاریاب، سمنګان او نورو سیمو تاریخي او لرغوني سیمي څېړل سوي او په بېلابېلو برخو کي کیندني سوي چي نږدې ۳۰۰ آثار ددغو کیندنو په نتیجه کي لاس ته راغلي دي او د افغانستان ملي موزیم ته سپارل سوي دي.
  1. بامیان د سارک د فرهنګي پلازمینې په توګه په رسمي بڼه معرفي سو. د پرانیستني مراسم یې په هنري او کلتوري نندارتونو دایرولو سره د سیمي د هیوادونو د مېلمنو په حضور کي تر سره سول.
  1. د سارک غړو هیوادونو سره د انځورکرۍ سیمه ییز کېمپ ترتیب سو چي د سارک غړو هیوادونو انځورګرانو د افغانو انځورګرانو سره په ګډه په پرانیستې فضا کي، د نندارچیانو په وړاندي انځورګري وکړه او تجربې یې سره شریکي کړې.
  1. په بامیان کي دسارک غړو هیوادونو د مېلمنو په حضور کي د افغاني خوراکونو د پام وړ نندارتون او دغه راز د لاسي صنعتونو نندارتونونه جوړ سول.
  1. تر یوه کال وروسته د بامیان د یو کلن سارک فرهنګي پلازمېنې نومېدلو وروسته، د دغي پروسې اختتامیه مراسم د ګڼو نندارتونونو او کلتوري مراسمو په ترڅ کي تر سره سول.
  1. د امريکا د کانګرس کتابتون څخه د افغانستان اړوند د اوو پېړیو ډیجیټل سوي، کتابونه، قلمي نسخې، سندونه، انځورونه، نقشې او نور مواد په ډیجیټلي بڼه په اووه ټیرابایټه وزن کي، ترلاسه سول چي د هیواد په لسو مرکزونو کي د ساتني تر څنګ به پر لیکه لوستل کېږي او پر لیکه کتابتون به ورته جوړېږي.
  1. د هیواد د عامه کتابتونو لپاره څه باندي لس زره عنوانه کتابونه له بېلابېلو آدرسونو څخه په وړیا ډول ترلاسه او مطالعې ته وسپارل سول.
  1. د کتابونو د مخکتني او منځپانګي د شنني ۱۹ پروګرامونه تر سره سول.
  1. تر اووه ویشتو کلونو وروسته یوځل بیا د افغانستان د ملي موسیقۍ آرکستر (افغان آرکسټر) جوړ سو چي دا مهال د دوویشتو تنو هنرمندانو په لرلو د هیواد پر ملي موسیقۍ، کمپوزونو او حماسو کار کوي.
  1. د تېرمیلادي کال د ډسمبر پر دوهمه، په کابل کي د هندوستان د موقت حکومت د سلمي کالیزي د مناسبتي نړیوال سیمینار او د امیر علي شېرنوايي د سیمینار تر څنګ وزارت ۱۳ ملي او سیمه ییز سیمینارونه دایر کړل.
  1. د سړکونو پر سر د تياتريزو نمايشونو په وسيله د تياتر رواجول، تياتري نندارې، د تياتر په تالار او نورو پام وړ ځايونو کي د ننداره چيانو په وړاندي د تياتر نمايشات، د ږغيزو او تصويري رسنيو له لاري د تياتر فرهنګ دودول او رواجول او دې ته ورته ۲۰ پروګرامونه وړاندي کول او دغه راز د مرستون د عمومي رياست سره د پروتوکول لاسليکول چي په نتيجه کي ئې ځوانانو او کوچيانو ته د تعليم، تربيې او روزني په برخه کي د تياتر ارزښت بيانول.
  1. د ناروې د بارګين تياتر او د افغانستان د ملي تياتر د تفاهم ليک پر اساس د ملي تياتر د ترميم ځايونو بيا رغونه، د څاه کيندل او لوازم چمتوکول، د ملي تياتر د کارکوونکو د مطالعې او په دې برخه کي د نور رشد او پرمختګ لپاره د ايران سفارت د فرهنګي آتشې په توسط د تياتر په برخه کي د سوونو کتابونو تر لاسه کول، د کابل نندارې د چت او ږغيز سيسټم بيا جوړول.
  1. د کوچنيانو او ځوانانو د ژوندانه سطحي د برابرولو او پرمختګ لپاره په تعليمي، روزنيزه او تفريحي برخه کي د نندارتونونو د ترتيب او تنظيم لپاره د پلان جوړول.
  1. له مرکزي کتابتون څخه د ٣٧٢٧٢ تنه مراجعينو او د ناحيو او ولسواليو له عامه کتابتونو څخه د ٢٢٥٩٦ تنو مراجعينو استفاده، د شکر درې کتابتون تر دوه کلن ځنډ وروسته بیرته پرانیستنه، د ٦٠٩٣ جلده کتابونو په لېږلو سره د مرکزي کتابتون تر څنګ د ناحيو او ولسواليو کتابتونونو غني کول، د ولاياتو د لا غني کېدو په موخه ٣٤٦٩ ټوکه بېلابېلو د مطالعې وړ کتابونه لېږل سوي دي.
  1. په جلال آباد ښار کي (د ګرځنده کتابتون) په بڼه د يوې پايې کاسټر موټر فعاله کېده، د داخلي او خارجي رسنيو سره د بېلابېلو مرکو او مصاحبو په ترڅ کي د مطالعې فرهنګ ته د رشد او غوړېدني په موخه د خلکو جلب و جذب، بهرنيو هيوادونو ته د ښې روزني، زده کړي او مسلکيتوب په موخه د عامه کتابتونو د مسئولينو لېږل، د اجتماعي علومو د تالار، د ژبو مرکز، ريفرينس تالار، د مرکزي محبس د کتابخانې تسليمي.
  1. د بزګر د ملي او نړۍ والو ورځو، د ثور د اتمي، د ښځي نړۍوالي ورځي، د خپلواکۍ د اته ويشتمي، توريزم د ورځي، د مور د ورځي او داسي نورو په مناسبت د کنسرټونو جوړول او اجراء کول.
  1. په پلان کي ده چي د موسيقۍ د ټولو مرکزونو او د موسيقۍ د آزادو کورسونو لپاره د موسيقۍ رياست د مسلکي بورد له خوا تر ازمويني اخيستو وروسته جوازونه ورکړه سي، په دغه کار سره به د واقعي موسيقۍ د رشد او غوړېدو تر څنګ د مبتذلي او غيرمسلکي موسيقۍ مخنيوى سوى وي.
  1. تر اووه ويشت کلن ځنډ وروسته د ١٨٠٠ خطي آثارو تشريح، پېژندنه او کتلاک کول، د لومړي ځل لپاره په ملي آرشيف کي د امير حبيب الله خان او نورو متفرقه فرامينو تشريح او کاتالوګ جوړول، د ملي آرشيف هغه سالونونه چي آثار نمايش ته پکښي وړاندي کېږي په امنيتي کېمرو سمبالول، د زغره والو او فولادي دروازو په نصبولو سره د ملي آرشيف د مخزنونو امنيت نور هم تامينول، د ملي آرشيف د کتابخانې او مطالعې د سالونو تجهيز او سمبالول، د ملي آرشيف د مخزنونو لپاره د مانيتورينګ سيسټم جوړول.
  1. د ملي آرشيف د خطي آثارو د ډيجيټل کولو په موخه د يوه پرمختللي سکينر برابرول، د نسخه پېژندني او له خطي آثارو څخه د حفاظت او ساتني په موخه د ملي آرشيف له خوا د دغي ادارې کارکوونکو ته د درو اونيو لپاره زده کړه ورکول، د هندوستان د ملي آرشيف په همکاري سره د ملي آرشيف کارکوونکو ته درې ورځنى روزنيز کورس دايرول، د اور لګېدني څخه د مخنيوي په موخه د آرشيف د ټولو دفترونو سروې او د ملي آرشيف په مخزنونو کي د اور وژني د ٢٠٠FM سټنډرډ سيسټم فعاله کول.
  1. د ملي آرشيف له اسنادو څخه د ليدونکو او ننداره کوونکو زياتوالى، د هغو محققينو زياتوالى چي په ملي آرشيف کي تحقيق او څېړنه تر سره کوي، د ملي آرشيف له موادو څخه د ښې او سالمي استفادې په خاطر د نوي او ګټورو طرزالعملونو ترتيب او برابرول، د ښه فعاليت او لا اغېزمنتيا په موخه د ملي آرشيف د کارکوونکو د دفترونو جوړول او سمبالول، د دغه آرشيف تر ٢٠ زره زياتو عکسونو، تاريخي اسنادو او آثارو د ډيجيټل کولو پروسه پيلول.
  1. د ملي آرشيف د ټولو چاپي آثارو د کتلاک جوړول د طبقه بندۍ او موضوعاتو د درجه بندۍ پر اساس، د ملي آرشيف د مجلاتو د برخي تنظيمول، د ملک دل په نوم د افغاني خوشنويسانو د منتخب چاپول، د عکاسۍ او د عکس د کپشن ليکني د سيمينار جوړول، د خط او ليکني سره د آشنايۍ ورکشاپ نيول.
  1. د ملي آرشيف په اوسني قانون کي د وزارت د حقوقي مشاور او د اداري فساد سره د مبارزې رياست د نمايندګانو په مشوره تغير و تبديل راوستل تر څو وکولاى سو د هغو مواردو مخه ونيسو چي د دې ادارې په موادو کي د لاسوهني او فساد مخه ونيسو.

ملي آرشيف يو فرهنګي او څېړنيز ارګان دئ، چي د هيواد د ليکلي فرهنګي ميراث د ساتني او حفاظت تر څنګ داخلي او خارجي محققينو ته د تحقيق زمينه برابروي. د دې ادارې وړاندي کوونکي خدمات د دې سبب کېږي چي د هيواد په علمي او تحقيقي توليد کي ښه والى راسي او تر څنګ ئې د افغانستان د فرهنګ او تاريخ ښه پېژندنه نړۍوالو ته وړاندي سي. ملي آرشيف ته د تاريخي اسنادو نه سپارل او د دولتي ادارو او وزارتونو نه همکاري د آرشيف لويه ستونزه ده. د ملي آرشيف په قانون کي راځي، چي هر وزارت او اداره مؤظفه ده چي خپل تاريخي اسناد ملي آرشيف ته واستوي، خو د مکررو غوښتنو او مکتوبونو تر لېږلو وروسته بيا هم موږ نه يو توانېدلي چي د وزارتونو تاريخي اسناد تر لاسه کړو، وزارتونه خپل تاريخي آسناد په غير معياري ډول په خپلو آرشيفونو کي ساتي، په داسي حال کي چي په ملي آرشيف کي هر سند او هر کاغذ تر تشريح او کاتالوګ وروسته په مخصوص پاکټ، کارټن او يا ځانګړې شلف کي ساتل کېږي.

د خپرونو برخه:

  1. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چي د اساسي قانون د ٦٤مي مادې او ١٦مي فقرې او ګډو مجلسونو د ١٣٧ – ٢٦/ ٧/ ١٣٩٣ نېټې د پرېکړي سره سم په شپږو فصلونو او ٣٢ مادو کي تصويب سوی او د پلي کېدو په موخه د یوه کمېسیون د جوړېدو امر کوي، د دغه امر په پام کي نیولو د یاد کمېسیون جوړېدو او فعالیت ته زمینه سازي سوې او دغه کميسيون د ديارلسو غړيو په لرلو سره، دا مهال یو فعال او مستقل کميسيون دئ چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو کارکوونکى ئې هم غړيتوب لري. د کميسيون غړيو ته د وزارت له عادي بوديجې څخه هره مياشت لس زره افغانۍ ورکول کېږي.
  1. د هیواد په کچه د رسنیو د معیاري کېدو په موخه، د ۱۳۹۴ کال د لړم « عقرب » په میاشت کي د ټولیزو رسنیو اووه کسیز خپلواک کمېسیون رامنځ ته سو چي مشري یې خپلواک ساپی کوي. ددغه کمېسیون دنده د رسنیو معیاري کول، رسنیو ته د مشورې ورکړه، د جوازونو څېړل، د رسنیو د مالي سرچینو څارل او په مجموع کي د ټولیزو رسنیو وده ده.
  1. د ټولیزو رسنیو د قانون د ۴۴ او ۴۵ مادو په تغیر سره دوباره په قانوني توګه د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړني کمېسیون رامنځ ته سو. د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني په مشري دغه لس کسیز کميسيون تر اوسه پوري ١٥٠ شکايتونه څېړلي او رسنيزي سرغړوني حل و فصل کړي. د ياد کميسيون په لسو تنو غړیو کي د مدني ټولنو، بشري حقوقو، رسنيزو نهادونو، علماوو شورا، د ژورنالستانو اتحاديې او عالي شورا او د سينماګرانو اتحاديې استازي شامل دي. ټولو غړيو ته د وزارت له عادي بوديجې څخه لس زره افغانۍ مياشتنی معاش ورکول کېږي، اداره غوښتنه کوي، چي په راتلونکي کي د دغو کميسيونونو لپاره د وزارت په بوديجه کي خاص زياتوالى راسي.
  1. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د ملي تلوېزیون د بېلېدلو راهیسي چي وزارت د رسنیو د څار امکانات او مجهزه څانګه نه لرله، په دې وروستیو کي د دغي تشې د ډکېدلو په موخه اقدامات سوي او په نږدې راتلونکي کي به یو پیاوړی د رسنیو د څار مرکز په فعالیت پیل وکړي.
  1. د تېرو دوو کلونو په جريان کي د لوحو، بلبوردونو او اعلاناتو په برخه کي د بېلابېلو دولتي ارګانونو په شمول يو بل ملي کميسيون هم جوړ سوى چي د خپلو دوو ناستو په جريان کي ئې د لوحو د کنټرول ميکانيزم تصويب کړى او نور کار ئې جريان لري. د ١٣٩٦ش کال لپاره د کميسيون د غړيو غوښتنه دا ده چي د کمسيون هر غړي ته دي د وزارت له عادي بوديجې څخه لس زره افغانۍ د مياشتي ورکول سي.
  1. په هيواد کي د نشراتو د لا قانوني کولو په موخه د تلويزيونونو د ډيجيټل کولو طرحه هم تر لاس لاندي ده، دغه کار د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په همکاري تر سره کېږي، دا چي مخکي نشرات په انالوګ سيسټم وړاندي کېدل نو ډيجيټل کېدل ئې يوه لويه بريا ده، چي له سببه به ئې هغه انتنونه رالږ سي چي د ښار په بېلابېلو ځايونو کي ولاړ او د اوسېدونکو د رنګارنګ ناروغيو او ضررونو سبب کېږي.
  1. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې وروستیو وختونو کي، په ديني، تاريخي، علمي او فرهنګي برخه کي ٢٥ عنوانونه کتابونه چاپ کړي دي، دا لړۍ دوام لري او ١٤ عنوانه نور کتابونه تر چاپ لاندي دي.
  1. د جيوديزي او کارتوګرافي رياست سره په همکاري مو د کليزو د تنظيم او تدقيق په برخه کي کار کړى او د کليزو د يووالي په برخه کي مو د غوښتونکو د غوښتني پر اساس ٩٢ نسخې کليزي د ٢٧٦٠٠٠ افغانيو په ارزښت برابري کړي دي.
  1. د افغانستان کالنۍ د ١٣٩١، ١٣٩٢، ١٣٩٣ کلونو چاپ او تر اړوندو ادارو او اشخاصو پوري رسول، د رنګه قرآنکريم چاپ چي د ليکلو کار ئې مخکي خلاص سوى وو، ياد قرانکريم چي اصل نسخه ئې د افغانستان په ملي آرشيف کي ساتل کېږي، د افغانستان د علماوو په تصويب سره په درې رنګه تذهيبي ډول په ١٣٩٤ش کال تر سره سو.
  1. د کابل ښار په بېلابېلو برخو کي د کتاب ١١ نندارتونونه جوړ سوي، د ترکمنستان او تاجکستان هيوادونو د کتاب په دوو نندراتونونوکي ګډون، د مرکز او ولاياتو له هغو غرفو څخه چي کتابونه پکښې خرڅېږي د ١٠٩٧٧٩٢ افغانيو عوايد تر لاسه سوي، په مرکز او ولاياتو کي د ٣٥٠٤٩ افغانيو په ارزښت د بېلابېلو کتابونو خرڅول، د ١٤٤ عنوانه کتابونو تشريح او بيه ټاکل.
  1. د بيهقي کتاب د چاپ او خپرولو رياست د طرزالعمل ترتيب، تنظيم او نهايي کول او د وزارت د سايټ له لاري ئې نشرول، د بېلابېلو مناسبتونو په اوږدو کي د ٦٠٠٠ ټوکه کتابونو په وړیا ډول توزيع.
  2. د مطالعې د کلتور د راژوندوي کولو او د عامه خلکو د غوښتني او د هغوى د ذهنيت روښانه کولو په موخه په مرکز او ولاياتو کي د کتاب نندارتونو او غرفو جوړولو طرح کول، همدارنګه د هيواد د لويو ليکوالو، شاعرانو او مؤلفينو سره د ارتباط لپاره د سيمينارونو دايرول، په راتلونکي کي د بېلابېلو مسابقو له لاري د ځوانو ليکوالو او مؤلفينو تشويق او هڅونه، د هيواد د فرهنګي او تاريخي ارزښتونو ساتنه او پالنه، او تر څنګ ئې د کتاب غوښتونکو د غوښتني پر اساس د کتابونو د چاپ او په هيواد کي د زغم او ځوان نسل تر منځ د يو و بل منني کلتور دودول او د ويب سايټ له لاري د ډيجيټل کتابتونونو د جوړولو طرح او پلان.
  1. په نړۍ کي له يوه نسل څخه بل ته د انتقال تر ټولو مهمي وسيلې چاپي رسنۍ دي چي د مطبعې د کارکوونکو د لاس محصول بلل کېږي، په دغو رسنيو کي اخبار، ورځپاڼي او مجلې او کتابونه شامل دي، چي د ټاکلي وخت په جريان د خلکو د پوهاوي او ذهني تنوير په موخه د افغانستان په مرکز او ولاياتو کي دا کار تر سره سوى دئ، د دې کار په تر سره کولو سره د افغانستان د دولت لويي لاسته راوړني، هدفونه، لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه د آزادۍ مطبعې په همکاري تر خلکو پوري رسېدلي دي، چي په دې برخه کي تر ټولو لويه بريا ګڼله کېږي. د کتابونو په برخه کي: سرګذشت تمدن په ٨٠٠ مخونو کي، د علي محمد مخلص دېوان په ٨٠٠ مخونو کي او د ١٣٩٢ش کال د افغانستان کالنۍ يادولاى سو.
  1. د هغو کسانو لپاره چي د تلاوت کولو توانايي و نه لري، د ځانګړي قرآنکريم چاپ چي د قلم په ذريعه ئې ږغ د ګوشيو له لاري واورېدل سي.
  1. د دوو کلونو په اوږدو کي د ورځپاڼو د انټرنيټي سايټ طرحه او فعاليت، چي همدا اوس د افغانستان ټولي ورځپاڼي د نوموړي سايټ په ذريعه د نړۍ په هر کونج کي تر لاسه کېداى سي.
  1. وطنداران ورځپاڼه مجله سوه، په دې ترتيب د نورستاني، ترکمني، بلوچي او ازبکي ژبو ويونکو لپاره خپروني دوام لري.
  1. د رسنيو د فعاليت او تاسيس د مقررې ترتیب، توشيح، پلي کول او څارل چي د رسنیو د معیاري فعالیت، د رسنیو د کارکوونکو او مسئولینو تر منځ د سالمو کاري اړیکو او دغه راز دولتي عوايدو په برخه کي مهم کار دئ، چي د رسنيو او ټولنو غوښتونکي مکلف دي چي دولتي حساب ته ئې جمع کړي.
  1. د وزارت اړوندو ورځپاڼو، هیواد، اصلاح، انیس او کابل ټایمز د معیاري کولو، منځپانګي غني کولو او کیفیت لوړولو په موخه بېلابېلي هڅي د یوې منظمي طرحي سره عملي سویدي.
  1. د هیواد د بېلابېلو رسنیزو موضوعاتو د سمون په موخه د بېلابېلو رسنیزو غونډو دایرول او یا هم خپلواکو رسنیزو غونډو ته زمینه برابرول چي په دې برخه کي د وزارت د رسنیو د نړیوال تالار څخه د ګټي اخیستني موضوع د خورا پام وړ ده چي د رسنیو کارکوونکو او بنسټونو ته ددغه تالار او امکاناتو په ورکړه کي وزارت هر وخت خپله دنده اجرا کړې ده.

د ګرځندوى، مالي او اداري چارو په برخه کي:

  1. افغانستان د لومړي ځل لپاره، د ګرځندوی د نړیوال سازمان د سویلي آسیا د کمېسیون د مرستیالي موقف خپل کړ، دغه کمېسیون چي مشري یې هندوستان کوي د سارک غاړو اتو هیوادونو سربېره یې ایران هم شمولیت لري چي د مرستیالۍ موقف ته یې د ایران او پاکستان دواړو څخه افغانستان وړاندي سو او د ۲۰۱۷ تر پایه به افغانستان د دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنه د سیمي، په ځانکړي ډول افغانستان د ګرځندوی لپاره استفاده کوي.
  1. دګرځندوی د نړیوال سازمان په همکارۍ د افغانستان د ګرځندوى د صنعت د ودي په موخه کورنۍ، سیمه ییزه او نړیواله پالیسي چمتو سوې او پلي کېدو ته وړاندي سوې ده، چي له مخي به یې د هیواد د ګرځندوی صنعیت د پام وړ وده وکړي.
  1. د ګرځندوى د کارونو او داخلي او نړۍ والو ګرځندويانو د جلب و جذب په موخه په درو ژبو پښتو، دري او انګريزي د افغانستان په اړه د رنګه تصويرونو په لرلو سره يو ويب سايټ (tourism.gov.af) جوړ سو. نوموړى سايټ د ګرځندوى رياست له خوا د خصوصي سکتور په مرسته او همکاري جوړ سوى چي د خارجي ګرځندويانو د جلب و جذب تر څنګ به د ملي اقتصاد په رشد او غوړېدو کي ښه رول ولري.
  1. د ګرځندوی د قانون او د سياحينو د اوسېدني او ځايونو او خصوصي سیاحتي شرکتونو د مقرراتو دوباره کتنه وسوه. د وخت د غوښتنو سره سم پر هغو ټکو ټینګار ډېر سو چي د اوسني ګرځندوی لپاره مهم ګڼل کېږي.
  1. د ګرځندوى رياست د کارکوونکو لپاره د انګريزي، هوټلي چارو او تاريخي آبداتو اړوند کورسونه رامنځته سول، ترڅو د ظرفیت لوړولو له لاري د مسلکي ګرځندوی لرلو په موخه دغه صنعت ته کار وسي.
  1. د خصوصي توريستي شرکتونو د کارکوونکو لپاره په څلورو دورو کي روزنيز سيمينارونه دایر سول، په دغو سيمينارونو کي د حج او عمرې له اتحاديو څخه ٢٥ تنو او ندا اتحاديې څخه ٢٠ تنو ګډون کړى وو، چي د روزنيزو دورو تر ختم وروسته پر ټولو ګډونوالو سرټيفيکيټونه وويشل سول.
  1. په ١٣٩٤لمریز کال کي باميان ولايت د سارک د غړيو هيوادونو لپاره د فرهنګي مرکز او د ګرځندوی د مهمي سیمي په توګه ثبت او معرفي سو.
  1. دغه راز په همدې ١٣٩٤لمریز کال کي هرات ولايت د يونسکو لپاره د فرهنګي مرکز او سیاحتي سیمي په توګه ثبت او معرفي سو.
  1. په ١٣٩٤لمریز کال کي په باميانو کي د واوري لوبي (سکي) لپاره زمينه برابرول چي د يادي لوبي په برخه کي ئې داخلي او خارجي لوبغاړي درلودل.
  1. په ١٣٩٥لمریز کي په پنجشېر په ولايت کي د غره ختونکو د لوبي لپاره زمينه برابرول چي داخلي او خارجي غره ختونکو اشتراک پکښې درلود.
  1. د توريزم د نړۍ وال سازمان (UNWTO) او د توريزم په برخه کي د سيميه ايزو سازمانونو سره د همېشنيو روابطو ټينګول، هر کال د سپتمبر پر ٢٧مه د توريزم نړۍواله ورځ لمانځل، د توريزم په نړۍواله ورځ د لاسي صنايعو د نندارتونونو جوړول، د سړي تښتوونکو او انساني قاچاق، بشري حقوقو او چاپېريال ساتني په کميسيونونو کي د وزارت د استازي په توګه د ګرځندوى د رئيس ګډون، د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، آذربايجان او روسيې تر منځ اقتصادي او تجارتي پروتوکولونه.
  1. د منځمهاله وخت لپاره د هيواد په مناسبو ځايونو کي د غره ختني او برف بازۍ (سکي) لپاره ترتيب او پلان جوړول، د هيواد په هغو سيمو کي چي د ګرمو اوبو چينې وجود لري د مېلمستونو د جوړولو لپاره داخلي او بهرنيو پانګوالو تشویق او هڅونه، د يو لړ پراخوسیاحتي فعاليتونو لپاره زمينه برابرول چي خلکو ته د کار موندني تر څنګ د عامه خلکو د ژوندانه د سطحي د لوړه سي او د هيواد په عوايدو کي هم پام وړ زياتوالى راسي.
  1. د هيواد د بندونو او سيندونو پر شاوخوا د سايوانونو، چوکيو او خوراکه پلورنځيو جوړولو لپاره تيارى، د اوړي او ژمي په موسم کي د معياري حوضونو تر څنګ د سونا جوړولو پلان، ګرځندوى رياست ته د يوه مناسب تعمير د جوړولو لپاره د خارجي دونر د پيدا کولو او په دې برخه کي د انکشافي بودجې تر لاسه کولو هڅي، په توريستي ځايونو کي د سياحينو لپاره د مېلمستونونو او اوسېدو د ځايونو لپاره د خارجي او داخلي پانګوالو تشويق او هڅونه.
  1. د لويو او ملي تفريحي او ورزشي پارکونو لپاره ستراتيژيک پلان جوړول چي د خارجي ډونرانو او خصوصي سکتور لپاره تر سره سي، په بدخشان کي د وريښمو لاري د سياحينو لپاره د داخلي او خارجي پانګوالو په ذريعه د امکاناتو برابرول، په ملي پارکونو کي د سياحينو لپاره لازم امکانات او تسهيلات برابرول.
  1. د باغ بالا هوټل، بابر بڼ، د لغمان تپه او قصر ئې، د باميان ولايت د بندامير پارک، د ننګرهار ولايت د جهان نما بڼ تر لاسه کولو لپاره ستراتيژيک پلان جوړول، د هيواد په ملي پارکونو کي د موسيقي ګروپونو تشويق او هڅونه، په ملي پارکونو کي د تفريحي اسانتياوو په موخو د آسونو او اوښونو پيدا کول،د بند امير او قرغې بند لپاره د کوچنيو کښتيو برابرول، د هيواد په غرنيو تفريحي سيمو کي د برقي لفټونو تهيه کول، د طبي توريزم لپاره د يوه کمپلکس ايجاد.
  1. د ګرځندوى کارکوونکو د ورځنيو کارونو لپاره ځيني ګټور او پام وړ پلانونه جوړ سوي او د خصوصي سکتور په همکاري ځيني سيمينارونه نيول سوي، چي په ياد رياست کي ئې شفافيت رامنځته کړى او د اداري فساد مخه ئې نيولې.
  1. د ګرځندوى رياست يوه فعاله اداره ده چي د مسلکي کارکوونکو لپاره سره ئې کاري پاليسي، لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ستراتيژيک پلانونه ترتيب سوي دي، د ګرځندوى مجلې پنځلس ګڼې چاپ سوي چي په هره ربع کي ئې يوه مجله خپره سوې او هوايي شرکتونو ته په الوتکو کي د توزيع په موخه ورکړل سوي دي، د يادي ادارې ويب سايټ په درو ژبو او د رنګه عکسونو په لرلو سره د مخابراتو وزارت په همکاري سيسټم ته داخل سوى چي د داخلي او خارجي سياحينو په جلب و جذب کي ګټور واقع سوى دئ.
  1. د طبيعي، توريستي ځايونو او لرغونو ساحو د تحقيق او څېړني لپاره د يوه بشپړ او جامع ميکانيزم ايجاد، د ګرځندوى (توريزم) انستيتيوت د تعمير بشپړېده، او د پېژندل سوو توريستي او سياحتي ځايونو په اړه پراخي څېړني سويدي.

په مرکز او ولایتونو کي د وزارت د پرمختیایي برخي لاسته راوړني:

  1. د اطلاعاتو فرهنګ رياستونو لپاره د پنځو تعميرونو د پلان او په پنځو ولايتونو کي ئې تطبيق چاري په چټکۍ رواني دي، په دغو ولایتونو کي اداري وداني متضرري سوي یا هیڅ موجودي نه وې، په پام کي ده چي دغه پروژې به په دوو کلونو کي بشپړېږي.
  1. په ننګرهار ولایت کي د نږدې ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د کتابتون د وداني چاري پیل سويدي.
  1. په لغمان ولایت کي د څه کم ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د کتابتون د ودانۍ جوړولو چاري پیل سويدي.
  1. په سرپل ولایت کي د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کتابتون د وداني چاري پیل سويدي.
  1. په خوست ولایت کي د نږدې ۱۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د کتابتون جوړولو چاري پیل سويدي.
  1. په غزني ولایت کي د موزیم، اداري ودانۍ او کتابتون چاري د ۲۷ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل سويدي.
  1. په زابل ولایت کي د څه باندي درې میلیونه افغانیو په لګښت د کتابتون چاري بشپړي سويدي.
  1. دغه راز په زابل ولایت کي د موزیم چاري بشپړي سويدي.
  1. په کندهار ولایت کي د عینو میني بنیاد لخوا د دوه نیم میلیونه ډالرو په لګښت مځکه د عینو میني په سیمه کي د موزیم او کتابتون جوړولو په موخه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته راکول سوېده چي د جوړولو نقشه یې هم بشپړه سوې او په را روان مالي کال کي به یې د جوړولو چاري پیل سي.
  1. په مرکز او ولاياتو کي د لسو آبدو ترميم پیل سوی چي د ځینو چاري بشپړي سوي او د ځینو کار به په نږدې وخت کي پای ته ورسېږي.
  1. د اداري فساد سره د مبارزې په موخه د دې ادارې طرحه او ځانګړي اقدامات دا دي چي دولت او حکومت د يوه آرام او پرمختللي ژوند لپاره په اجتماعي و اقتصادي برخو کي تر لاس لاندي ونيسي، ځوانانو ته د کار موندني زمينه مساعده کړي، امنيتي ارګانونو ته توجه وسي، په دې برخه کي طرحي چمتو سوي دي.

د ځوانانو چارو معینیت اړوند:

  1. د هیواد د ځوانانو لپاره پنځه کلنه ملی ستراتیژي او پالیسي چمتو سوې ده تر څو په راتلونکو پنځو کلونو کي د ځوانانو لپاره د کار، تحصيل او مسلکي زده کړو زمينه مساعده کړو.
  1. په مرکز او اوو زونونو کي د سولي مرکزونه پرانیستل سویدي چي له دغي لاري د دولت دمخالفينو د اذهانو تنويرولو او سولي ته هڅولو هلي ځلي کېږي.
  1. د ځوانانو اړوندي ټولي ملي او نړیوالي ورځي لمانځل سویدي، د دغو ورځو په جريان کي د مستحقو او کارنده ځوانانو تقدير او د نورو ځوانانو لپاره د تشويق او هڅوني زمينه مساعده سوېده.
  1. د ټولو وزارتخانو سره په ګډه ځوانانو ته د کارموندنی د ملی کمپاین جوړول، تر څو په هيواد کي د بېکارۍ مخه ونيوله سي او د ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره سي. دا کار د ځوانانو په وړتیا زیاتولو او کار موندنه کي د پاملرني وړ وو او هڅه کېږي چي لا پیاوړی سي.
  1. په مرکز او ټولو ولایتونو کي د امنیتي ځواکونو څخه حمایت کول، دغه کار نه يوازي د خپلو سرتېرو د تشويق او هڅوني سبب سو بلکي د هيواد ملي او دفاعي ارګانونو ته د نورو ځوانانو د جلب او جذب فرصت هم وګرځېد.
  2. د امریکا متحد ایالاتو د پراختیایي اداره سره په ګډه ځوانانو ته د وړو پورونو د ورکړي پروګرام جوړ سو، تر څو د دغو قرضونو په ذريعه د هيواد زياتو ځوانانو ته د کار زمينه برابره سي او تر څنګ ئې پر ځان د باور چاپېريال جوړ سي.
  1. د ځوانانو د پارلمان لپاره په مرکز او ولایتونو کي د غړو ټاکني او د ځوانانو پارلمان پرانیسته، او د طرزالعملونو او لایحو جوړول. د ځوانانو تمثيلي پارلمان به د هيواد راتلونکي او پارلماني ټاکنو ته ځوان استعدادونه او مجرب ځوانان وروزي، دغه کار به په هيواد کي د سياسي شعور د غوړېدني سره پوره همکاري وکړي.
  1. په مرکز او ولایتونو کی ځوانانو ته د نافذه قوانینو د عامه پوهاوي پنځلس سیمینارونه جوړ سوي دي. تر څو د هيواد ځوان قشر د هيواد د وضع سوو قوانينو او اصولو سره آګاهي تر لاسه کړي او د قوانينو څخه د ناخبرۍ او بې تفاوتۍ پروسه ختمه سي.
  1. د ټولو دولتي ادارو او ولایتي ادارو څخه د ځوانانو احصایې او شمېرني راټولي سوي ترڅو د ځوانانو په هکله د تصامیمو په چارو کي دقیق چلند وسي.
  1. د ظرفیت لوړاوی، د مېرمنو په وړاندي د تاوتریخوالي د له منځه وړلو، زما ږغ زما حق، د وخته د مخکي د ودنو او په بدو کي د نجونو د ورکولو د مخنیوي او نورو عنوانو تر نامه لاندي دېرش یو ورځني، دوه ورځني او اوونیز سیمینارونه او ورکشاپونه دایر سويدي.
  1. د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو او علمي فرصتونو برابرولو په موخه د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته د ۲۰۰۰۰ زره په شاو خواکي بې وزله ځوانان ورپېژندل سوي دي.
  1. ۳۰۰۰بې وزلو ځوانان د وزارت سره د تړون پر بنست په وړیا ډول روغتیایي مرکزونو ته د درملني په موخه ور پېژندل سوي دي.
  1. ۵۰۰تنه معتاد ځوانان د وزارت سره د تړون له مخي روغتیايي مرکزونوته استول سويدي.
  1. په کابل او ولایتونو کي د نشه یی توکو پر ضد د عامه پوهاوي لسګونه کمپاینونه ترسره سویدي.
  1. د ۲۵ فني او حرفوي مراکزو سره پوهاولیکونو امضا سویدي، تر څو د هيواد بېوزله او بېچاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره سي.
  1. د لوړو زده کړو د پنځوسو موسساتو او پوهنتونونو سره پوهاولیکونه لاسلیک سویدي تر څو له دغي لاري د هيواد هغو ځوانانو ته چي د لوړو زدکړو د تر لاسه کولو لپاره مادي امکانات نه لري، ور وپېژندل سي.
  1. د ۴۵ ورزشي خصوصي کلپونو سره پوهاولیکونه لاسلیک سويدي او د نږدې دېرشو ورزشي سیالیو په تنظیمولو کي همکاري سوېده.
  1. د معلوماتي تکنالوژۍ د زده کړو په برخه کي د ۳۰ کورسونو سره پوهاولیک لاسلیک سوی چي په ډېرو کي یې ځوانان جذب سوي دي.
  1. د هیواد د سمسورتیا او چاپيریال ساتني په موخه په مرکز او ۳۳ ولایتونو کي د ونو کښېنولو د کمپاینونو تر سره سوي او په دې پروسه کي، په مرکز او ولایتونو کي لس زره مثمري وني کښېنول سوي دي.
  1. په مرکز او ولایتونو کي د ښوونځیو، ښار او تفریحي ساحاتو د پاکولو لسګونه کمپاینونه ترسره سویدي تر څو په هيواد کي د ښاري او کليوالي اوسېدونکو د تشويق سبب وګرځي او د حشر له لاري د خپلو سيمو او اوسېدونکو ځايونو د پاکوالي کلتور خپور سي.
  1. په مرکز او ولایتونو کي امنیتي ځواکونو ته د ویني د ورکړي ۴۵ کمپاینونه ترسره سوي، چي د امنیتي د مورال لوړولو، د امنیتي ځواکونو سره د میني دزیاتېدلو د ذهنیت خپرولو ترڅنګ، له دې لاري د پام وړ اندازه وینه د امنیتي ځواکونو د ژوند ژغورلو په موخه اهدا سوېده.
  1. د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي د رضا کارانو د فدراسینونو بیا پرانیستل سویدي.
  1. د رضاکارانو فدراسیون ته نږدې یوولس زره ځوانان جذب سوي او ثبت سوي چي د هیواد د خدمت په موخه رضاکارنه چاري ترسره کوي.
  1. شاوخوا ۳۰۰۰ ځوانانو ته د هیواد د ملي موزیم او لرغونو ساحو څخه د لیدني زمینه برابره سوې ترڅو ځوانان مو د خپل لرغوني تاریخ، کلتور او ارزښتونو سره لا ډېره پېژندګلوي ولري.
One thought on “د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۲۰ میاشتو کې کوم کارونه کړي؟”

ځواب ورکول khalil ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *