په افغانستان کې اوس ستونزې دومره لویې او ډېري سوي، هر لیکوال چې کله لیکنه پیلوي نو لومړۍ جمله یې د یوې اساسي ستونزي څخه مبدا اخلي، هیواد  دنړیوالو او سیمیزو ښکېلاکونو سربیره په ملي کچه هم په ډېرو ګډوډیو کې ښکيل دی، په حکومت کې له فساده رانیولې د ملت د وګړو ترمنځ تبعیض او توپیر هغه څه دې چي افغان حکومت تر دې دمه نه دی تونیدلی چې یادې ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي، په اوسنۍ نړۍ کې د مدنې خوځښتونو یو بنسټیز ځای رسنۍ دي، د هیوادونو معاصر ډول استبدادي حکومتونه که پر خپلو نظامي او سیاسي ځواکونو حساب کوي، خو پر رسنیو هم لوی حساب کوي، د خپلو سیاستونو د مخته وړلو لپاره رسني کاروي.

رسنۍ د تمدن تر ټولو پیاوړي وسیلې دي، اولس خپل ږغ تر خپلو چارواکو او نړیوالو د رسنیو له لارې رسوي، په افغانستان کې د موقتې ادارې له پرانستني سره سم ځینو رسنیو په کار پیل وکړ، افغانان ځکه ددې او وروسته نورو رسنیو پرانیستلو ته خوښ وو چې یادې رسنۍ به د اولس د زړونو خوږ ږغ پورته او په اولس کې به د تمدن او مدنې هڅو پیلامه سي، که څه هم افغاني رسنیو تر یو بریده دا کار کړی، خو پر دې هم سترګې نه پټېږي چې په افغانستان کې ډېرې تلویزیوني، ږغیزي او چاپیزي رسنۍ د پردو له لوري جوړي سوي او دهغوی له لوري تمویلېږي، هغه څه خپروي چې د پردو خوښ او د اولس د ګټو په خلاف وي.

داسي رسنۍ چې د اولس له لوري په خپلواکه توګه رامنځته سوي وي ډېري لږ وي، چې هغه نه یواځې د داخلې فشارونو بلکي له بهرنیو فشارونو سره هم مخ دي، او یا خو خپلواکۍ ته نه پرېښودل کېږي، د افغان حکومت په ډېرو اداور کې د قوم، ژبې او توکم له مخي چلن کېږي.

دا مو ولیدل چې پدرام د افغانستان د خپلواکۍ موسس امیر امان الله خان ته ښکنځا وکړه، خو د اولس له غبرګون پرته یو لوړ پوړ چارواکی، مو ونه لید چې دهغه پر وړاندي ودرېږي او د قانون منګلو ته یې کش کړي، عبدالرحمن په لوی لاس عیسوي سو، داسي څوک مو ونه لیدی چې هغه د اسلامي او افغاني قوانیو سره سم محاکمه او مجازات کړي، د پوهنتون کلمه په دانشګاه واوښته کوم چا سر پرې ونه ګرځوی، په کندهار کې د ښوونځی پر نجونو تېزاب وشندل سوو، تر دې دمه مو ونه لیدل چې مجرمینو ته دې جزا ورکړل سي، پر ماشومو نجونو جنسي تېري وسوه، خو مجرمین یې تر دې دمه نه دي نیول او که نیول سوي مجازات سوي نه دي، په میلیونونو ډالر ورک سوي، خو تر دې دمه یې نه ولسمشر او نه هم کومي اړوند ادارې په اړه سوچ او فکر کړی، کابل بانک د څو ځواکمنو چارواکو له لوري چور سو، خو یو یې هم د عدالت میز ته راکش نه کړای سو، اولسونو ته توحین او د ملي ارزښتونو په خلاف خو هره ورځ داسي څه کېږي چې نه قانون ورته اجازه ورکوي، او نه هم افغاني عرف ورته اجازه ورکوي.

په دې وروستیو کې څو ګوډاګیو په تذکرو کې د (افغان او مسلمان) کلمو له لیکلو سره مخالفت وکړ، دا ګوډاګیان چې هر څوک او په هر موقف کې دي، خو د پردو ډالرو مست کړي او داولس په ویش او اولسي نفاق خوشحاله دي، له اولسمشره نیولې هیڅ یوې لوړپوړې ادارې له دې وکړو پوښتنه ونه کړه چې ولي دا ډول چلن کوي. له هغه چا څخه چې وايي افغان نه یم، دا پوښتنه کوم چې افغان نه یې نو څوک یې؟؟؟ او که کوم بل څوک یې نو ولي ددې سپیڅلي اولس په غیږ کې د ورستې مالټې په څېر وروست سوی پاته یې؟

د اطلاعات او کلتور وزارت په هیواد کې د کلتوري او اړوند چارو پر ټولو درغلیو سترګې پټوي، خو ژوندون تلویزیون چې د افغان اولس د مدنې ژبې او مدنې کور حیثیت لري په دې د عدالت میز ته کشوي چې ولي له خپلو ملي ارزښتونو او ګټو ننګه کوي، نه قانوني او نه هم منطقي استدلال ورسره سته چې ولي داسي کوي، دې ډول کارونو ته په کتو پوره څرګنده ده چې خپله حکومت او حکومتي چارواکي قانون تر پښو لاندي کوي.

د اطلاعات او کلتور وزارت وزیر او اړووند لوړ پوړو ادارو ته د خطر ږنګ دی، ومولیدل چې له ننګرهاره تر هرات او هلمنده ټولو په اولس مینو خلکو له ژوندون تلویزیون سره ملاتړ اعلان کړی، که افغان حکومت غواړي چې اولس په قومونو، مذهبونو اونورو ونه ویشي، نو دي قانون تر پښو نه لاندي کوي او د ژوندون تلویزیون او دې ته ورته مدني خوځښتونو سره دي ملاتړ وکړي، تاسو به دا له پامه ایستې وې چې تاسو دې اولس تر دې ځایه راویستي یاست، که اولس ستاسو پر وړاندي ودرېږي، بیا نه امریکا او نه هم کوم بل څوک تاسو له دې ځواکمن او پر خپلو ارزښتونو مین اولس څخه خلاصوی سي.

په پای کې دا چې د یو مدنې فعال په حیث له ژوندون تلویزیون او له بله هر هغه مدني بهیر څخه ملاتو کوم چې په تذکرو کې د افغان او مسلمان کلمه لیکل غواړي، او له بل هر هغه چا ولو که هر څومره لوړ پوړی چارواکی وي چې له دې کار سره مخالفت کوي او یا د هغو مدنې او ټولنیزو بهیرونو مخه نیسي چې هغه له ملي ارزښتونو او ګټو ننګه کوي، مخالف یم، او دا بهیر ورځ تر بلي نور هم ټکنی کېږي، موږ افغانان مستبد او ګوډاګي چارواکي نه غواړو، موږ یو موټی، خپلواک او تل پاتی پیاوړی اولس او هیواد غواړو.

12 thoughts on “د اطلاعات او کلتور وزیر د مدنې ټولنو ژبې پرې کوي/ آغامحمد قریشي”
  1. زه فکر کوم چی د افغانستان د یواځینی ملی او واقعا افغانی ولسی تلویزیون یعنی ژوندون د بندولو امر د اطلاعاتو او کلتور وزیر له خوا له دی امله صادر شویدی چی غواړی ښاغلی حامد کرزی په خپله ټولنه کی کاملا منزوی کړی. ځکه چی له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک په ځنډولو سره هغه کسان او ډلی چی دوی خپل ژوند په خطر کی وینی ، داسی توطیی او دسیسی جوړوی چی له هری خوا په کرزی فشار راوړی تر څو دوی خپلو اهدافو ته ورسیږی. د ژوندون تلویزیون په بندولو سره به هغه د پښتنو ملاتړ له لاسه ورکړی. له بلی خوا د ښاغلی رهین دا عجولانه اقدام شاید د دی لپاره وی چی افغانی ضد کړۍ نور نشی کولای د ژوندون په موجودیت کی د افغانستان د قومونو په ویشلو کی خپل مقصد ته ورسیږی. نو د خپلو عقدو د له منځه وړلو لپاره دوی شعوری او له منظم پلان سره مطابق دا یواځینی حلقه چی د ټول پښتنو د راټولیدو محور دی له منځه یوسی.
    د افغانستان په موجوده حاکمیت کی ټولو ملی او افغانی او پر هیواد مینو مقاماتو دا د هیواد او ملت دین دی چی پر خپل ټول توان او پوهی سره د اطلاعاتو او کلتور وزیر فشار راوړی ترڅو له دی بیځایه اقدام نه صرف نظر وکړی. ښاغلی رهین لا پخوا د خپل ماموریت په دوره کی د افغانستان ملت ته امتحان ورکړی و چی د افغانستان له سفارت نه یی هغه لوحه چی په پښتو لیکل شوی وه ، لری کړه او د ایران د خوشحالی لپاره یی په فارسی ورته ولیکله. خو په مقابل کی یی د هیواد له نیمایی نه زیات هیواد وال خفه کړل.

  2. زه له ښاغلی رهین نه پوښتنه کوم چی دا نور تلویزیونونه هره ورځ داسی نشرات لری چی د اسلام او افغانیت له اصولو سره په تضاد کی دی ولی دهغوی مخه نه نیسی؟ د ژوندون تلویزیون ټولو افغانانو ته که په داخل دهیواد کی دی او که له هیواده دباندی په زړه پوری پروګرامونه لری. د ژوندون تلویزیون نطاقان زما او زما د کوچنیانو په ژبه خبری کوی او زمونږ د معلوماتو لومړی سرچینه ده. د دی تلویزیون په راس کی داسی شخصیت دی چی له ښاغلی رهین نه څو ځله زیاته پوه اوذکاوت لری . د ژوندون تلویزیون ریس د کابل پوهنتون یو تکړه او با استعداده استاد دی . دی د افغانستان دخلکو او ملی ګټو په پیژندلو کی تر نور و ډیر پوه او خپل هیواد ته وفاداره او متعهد دی. که خپل ملت ته وفاداری او خدمت کول جرم وی نو بیا هغه بیله خبره ده. زه مطمین یم چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی څارنول ښاغلی محمد اسحق الوکو به د اطلاعاتو او کلتور وزیر دا بیځایه اتهام رد او اجازه به ورکړی چی ژوندون یوځل بیا د افغانستان خلکو ته ژوندون ورکړی.
    حسن خان

  3. د ژوندون تلویزیون مشر ډیر ښاغلی سړی دی
    خو د واحد طاقت د پوچو خبرو په اړه ېې لویه تیروتنه وکړه. زه دا نه وایم چې ژوندون پدې کار کې لمړی دی او باید محاکمه شي. تر ژوندون مخکې نورو ټولو مزدورو او په لږکیو پورې تړلو رسنیو داسې بد وار وار کړیدي، او تر اوسه چا محاکمې ته ندې اړ کړي.
    په همدې انډول، زه هم د ژوندون تیروتنه منم خو د محاکمې خبره ېې نه منم. که محکمه وي، بیا باید له لمړي سره را پیل شي. هغه څوک چې د افغان ضد خبره کوي او کړیده هغوی باید تر ژوندون مخکې د محاکمې پر میز را وستل شي.

  4. دا کومه پریکړه که د اطلاعات کلتوروزیرد ژوندون تلویزیون پرضد کړی دا پریکړه د هغه پریکړه نه ده بلکی دا پریکړه د بلخ والی معلم عطامحمدنور پریکړه د ه چی نومړی د ایران جاسوس او د هغوی ګوډاګی دی. ژوندون تلویزیون د کوم قوم نماینده ګی نه کوی بلکی هغه یوه خپلواکه ناپیلی انځوریزه رسنی ده چی په تیرو ۱۲ کلنوکی یی ساری نه لیدل کیږی.ټولوته معلومه ده چی معلم عطامحمد نورپه بلخ ولایت کی اکثره واټونوکی د ایرانی خلکوپه نامه واټونه نومولی دی چی دا یوه ښکاره بیلګه ده ولی نور والیان دی ته ورته کارونه نه دی کړی. حکومت ولی نورو رسنیوته پام نه کوی د بیلګی په توګه تمدن نورین او داسی نور، نورین تلویزیون د (تلک) په نامه یوه برنامه ده چی په بشپړه توګه د پښتنون قوم ته نه بلکی زمونږولسمشرته هم پکی سپکاوی کیږی په هغه باندی ریشخند وهل کیږی داولی؟دا ځکه چی د هغی رسنی شاته د جعلی مارشال اوپه عموم کی ټوله شمالی ټلواله حمایت کوی مونږپښتانه ملیت غوړو او هغه یو تعداد ایران پال بیا قوم غواړی چی په برښنایی تذکرو کی د ذکرشی اوس زه د اطلاعات کلتوروزیر څخه داپوښتنه لرم چی ایا څوک متعصبه دی پښتانه او یا هغه خلک چی په برښنایی تذکروکی دی قوم ذکرکول غواړی؟

  5. ژوندون تلویزون یوازی د محاکمی حق لری او که دا نور تلویزونونه هم د محاکمه کولو حق لری ولی نورو تلویزنونو د رسنیو د قانون خلاف کارونه کړی دی او د رسنیو قانون یی نه د ی مراعت کړی او که مراعت کړی وی نو هغه به همداسی وی لکه چی تاسو یی ګوری دا کوم خپرونی چی کوی هغه د اسلام او د افغانستان له قانون او عرف او عاداتو سره براری دی دافغانستان ټولنه یی ټوله فاسده کړه دا یوه مسلمانه ټولنه ده او دلته ټول مسلمانان اوسیږی نو زما د ښاغلی روهین صاحب او د لوی څارنوالی نه دا هیله ده چی د افغاستان اساسی قانون او د رسنیو قانون وګوری او بیا دی په ژوندون بندیز ولګوی په ژوندون بندیز لګول په افغانانو بندیز لګول دی او دا مونږ په کلکه ردوو یوه طرفه پریکړه ده

  6. دقر یشی صا حب نه یوه د نیا مننه:
    ډیر ښکلی مطا لب ولی هغه سترګی ړ ندی دی هغه غواګونه کا ڼه دی چه حقا یق پری لیدل کیږی او اور یدل کیږی نن پرادی جا سو سان حرا میان ان تکنا لوژی ته هم سپکوی کوی دښڅی په لباس کی څا ن مطلب ته رسوی دغسی خلک لکه دغور څنګ مجا هد په نام یو څوک چه دښڅی په لباس کی جا سوسی شروع کړ یده دغسی خلک خپله بقاه په شر میدلی اعما لو دمیډیا په بد نا م کولو او نورو شخصیتو نو په بد نام کولو کی وینی ولی دوی دتا ریخ وجبر نه څا ن بی خبره ګڼی نن ده او که سبا ورسره حسا ب به کیږی

  7. Da de setamyano dasisa da. Pushtana bayad pe yaw awaz aw tol quwat de Zwandoon TV ter sha wedareygi. Hamda ye wakht dai hasey pe ghwero aw drabo bya kaar ne keygi. Afghana hamda dey de zghoreney wakht dai.

  8. جنرال طاقت جیل ته لاړ لطیف پدرام چې غازی امان الله ته کنځل او بدرد وویل ازاد دې وګرځی، انور سادات چې په پارلمان کې د ټولو پر وړاندې ېې د افغانستان یو لوی قوم(پښتون) ته ېې تروریست، قاتل، او دشهتګرد ووېل ازاد دې وګرځي، معلم عطا چې په ښکاره د افغانیت نه انکار کوي او په زغرده درته اخطار هم درکوي چې که له سره خط نه بیرون شوی نو خیر مو هم نشته ازاد دې وګرځي، حاجی خردمند چې په ښکاره ډول ېې ټول پښتون قام ، ملی سرود او بیرغ ته سپکاوی وکړ ازاد دې وګرځي ، حکیم شجاعی چې د ۱۵۰ بیګناه افغانان ېې قتل کړل کورونه ېې وروران کړل ازاد دې وګرځي ، د ۷۵ زرو قاتیلین دې ازاد ګرځي ، او د کرزی صیب نه دې اضافه امتیازونه هم اخلی او جنرال طاقت چې دافغان او د اسلام کلیمې څخه دفاع وکړه بندی خانې ته دې ځي، جنرال طاقت چې صرف هغه ناخلفه حرامی چې تل ېې د افغان کلیمې سره خپله دښمني ښودلې وریټل جیل ته دې لاړ شي جنرال طاقت خو ټول قومونه هم یاد نه کړل یواځې یو څو کدوسری پردیپالي ېې یاد کړل او لدې سره سره ېې بیا بښنه هم وغوښته بیا دې هم جیل ته لاړ شی ، زه خو وایم چې ای طاقته تا ولې بښنه وغوښته ؟ ته خبر نه ېې چې دلته څوک یوه ګناه وکړی او بیا په خپله ګناه اقرار هم کوی د هغو قدر ډېر وي خو خیر ته خپله میړانه وښوده ، دا اوس د هغو بې ضمیره پښتنو وکیلانو کار ده چې ته دې اوس راته په جیل کې اوسې ، دا اوس د هغو په خوب ویدو پښتنو کار ده چې ته دې اوس په جیل کې اوسې . دوستانو اوس هم لا لرې نه ده جنرال طاقت همدا اوس دارلامان سره نیږدې د ملی امنیت له نزارت لاندې ده جیل ته لا تللی نه ده امینت سره نظارت خانه کې ده ځرترځره خپل غبرګون وښیی ، ولې زمونږ یو قومی مشر ، سیاست پوه د یو څو ټنګسره او کدوسرو د خوشالولو لپاره جیل ته لاړ شي؟ د ټولو نه اول زما خواست د ننګرهار د لاریون کونکو نه ده کوم چې سباته د ننګرهار د پښتونستان واټ کې راټولیږي باید چې خپل غبرګون وښیي او ځرترځره دې په نورو ولایتو کې خلک خپل غبرګونونه وښيي او خوصوصان د کابل ښاریانو نه تقاضا کومه چې لارو او کوڅو ته راووځئ تر څو خپلو دښمنانو ته واښيي چې جنرال طاقت بې څوکه نه ده . سبا په نهه بجې د ننګرهار د پښتونستان واټ کې ستر لاریون ده ټول ځانونه ورورسوئ مننه
    . عبدالقهار همت

  9. جالبه ده یو څوک چی د خپل قوم او ملت له حقوقو دفاع کوی هغه بیا د ملی امنیت جیل ته لویږی. که جنرال طاقت کوم جرم کړی وی نو هغه بیا په ملی امنیت پوری څه اړه لری. ده خو کومه کودتا هم نه ده کړی . ده خو پردیو ته جاسوسی هم نه ده کړی او یا د ملت اسرار ایران او یا پاکستان ته هم نه دی ورکړی. د ده جرم د بیان له آزادی نه ګټه اخیستنه او خپل نظر ویل دی. په دیکتاتوری رژیمونو کی یو انسان د بیان آزادی نه لری او که څوک د ټولنی د اصلاح لپاره کوم نظر ورکوی ، دا خو جرم نه دی. هغه چی اساسی قانون نه منی یا ټول ملت ته توهین کوی هغه د سری سترګی ګرځی. او که څوک د اساسی قانون دفاع کوی ، هغه د جیل ته لویږی.
    دا اوسنی شر ایط د دوکتور نجیب الله د حکومت وروستیو ته ورته دی. هر څوک چی دهیواد او ملت له ګټو دفاع کوی بیا زندان ته لویږی یا وژل کیږی ، تر څو د دولت او ملت ترمنځ اړیکی وشلوی او خپل مخالفین له منځه یوسی او بیا قدرت یوی معینی ډلی ته ورکړی.د لویی څارنوالی او ملی امنیت مشرانو ته یاد دول په کار دی چی د دوکتور نجیب الله په سرنوشت ځانونه مه ګرفتاروی.

  10. I think in this country for every one is different rules . One rule is for afghan(pashtoon) and anther one is for Tajik hazara. ..If the pashtoon have no right watch tv which they like it, because zwandoon TV opening their eyes and their wright , and anther rule is for Tajik and hazara …..which they can call us like Taliban allqieda terrorist…….So in this case I have to tell all afghan(pashtoon) stake together and fight for it.

  11. ژوندون تلویزیون د شمال ټلوالې او محسنې د ډلې د ګډې توطیی له مخې له مینځه یوړل شي. د دغې تلویزیون په وجود کې دوی نشي کولای خپلو شومو موخو او اهدافو ته د تحقق جامه ورواغوندي، چې له هغو اهدافو نه د پښتنو د همداسې ویده ساتلو، په راتلونکو ټولټاکنو کې د خپلو نوماندانو قدرت ته د رسولو او بیا د هیواد ویشلو ته اشاره کولی شو. ژوندون تلویزیون په اوسني عصر کې یواځینی افغان تلویزیون دی چې خپرونې یی د ملت په جوړونه او ملي وحدت په پیاوړتیا او د افغان ولس په ویښتابه او بیدارۍ په ډیره لږه موده کې بیساری بدلون او تحول راووست. د دوی ویره ده که چیرده دا تحرک همداسې ژوندی پاتې شي، نو ښائی د دوی شوم پلانونه او اهداف ټول له خاورو سره خاورې شي.

  12. اطلاعاتو او کلتور وزارت کومه پریکړه چې د ژوندون ټلویزیون په اړه کړې ،دا یو اړخیزه پریکړه ده.
    وزیر صاحب مهرباني وکړه،هغه نور ټلویزیونونه او ورځ پاڼې چې په ښکاره پښتونو او نور قومونو ته سپکې سپورې وايي،هغه لوې څارنوالۍ ته ور معرفي کړه نه ژوندون چې که واقعا افغان یې او د پریدو مزدور نه یې له ټولو رسنیو سره یو شان قانوني چلند وکړه او لویې څارونوالۍ ته یې له قانون څخه د سر غړونې په تور معرفي کړه.
    دغه وزیر صاحب له وړاندې هم د پښتنو رسنیو په ځانکړې توګه د شمشاد ټلویزیون سره تبعیضي چلند کړي دي چې نور د پښتنو د صبر کاسه ډکه شوې ده.

ځواب ورکول ګل ملوک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *