نعمان دوست

خلک ترهیدلي ولاړ وو. ټولو پاس دوه کسانو ته کتلې؛ خو هغوی لکه مرور چې وي او یا لکه خپل تیر اشتباهات چې ور یادیږي سرونه یې ځوړند نیولي وو او هیچا ته یې نه کتل.

ښاریان نپوهیدل دا کوم نمایش دی او دې پسې وروسته به کومه ننداره وړاندې شي.

زه هم د حیرانو ښاریانو په لیکه کې ولاړ وم. پاس مې کتل؛ هیڅ باور مې نه راته. ما ویل که دا پلاستیکي انسانان دي او طالبان غواړي په دې نمایش خلک وه ویروي.

یو ځل بیا مې پر سترګو فشار راوړ، یوه قواره راته اشنا ښکاره شوه؛ خو دا بل مې نه پیژنده. اشنا سړی ډاکټر نجیب و او دا بل ځوان یې ورور شاه پور احمدزی.

د ډاکټر نجیب له نوم سره له پخوا بلد وم، حتی ځینې وخت به جوماتونو کې په ښیراګانو کې هم یادیده. په مجلسونو کې به هم یادیده. خصوصا هغوی چې په بمبار کې به یې کور ړنګ شوی و او یا به یې د کورنۍ غړي وژل شوي وو.خو، ځینو به یې صفت کاوه او ویل به یې د دې اخوانیانو په مذهب همدا ښه پوهیږي.

د ډاکټر نجیب عکسونه مې پاکستان کې لیدلي وو. تنظیمي اخبارونو کې به یې پر مخ چلیپه راکاږل شوې وه.

نپوهیږم ولې؟ په همدې ورځ مې ورسره خواخوږي پیدا شوه. انسان دی، زړه له عواطفو جوړ دی. البت دغه شان مرګ مې پرې نه لوریده، البت مظلوم راته ښکاره شو او…

ښاریانو زور کاوه  چې جسدونه له نږدې وګوري، خو څو ځوانان چې تور لنګوټي یې پر سر وو او داسې مغروره ګرځیدل لکه نجیب او ورور چې یې مخامخ جګړه کې نیولی وي، نه ورپریښودل.دې ځوانانو سره  لاسونو کې  لرګي او پایپونه وو .

یو سپین ږیري ته مې پام شو چې تازه یې ږیرې پریښودو ته شوق کړی و، ګرده خړه قره قولۍ یې پر سر وه؛ سترګې یې سرې وې، غوښتل یې نږدې راشي. ولاړ طالب پرې ګوزار وکړ، څپیړه یې پر قره قولۍ  برابره شوه او بیا داسې کولیده لکه په رفتار کې چې له موټره ټایر ووځي.

محمد نعمان دوست، د تلې څلورمه ۱۳۹۶

2 thoughts on “د اعدام خاطره | محمد نعمان دوست”
  1. هو ! دادهغه منصورپه دار ځړیدلی تن ووچې د طلاغونډۍ دتاریخی اثارو په بدل کې یې دپاکستانی غلامانو اوتالی څټوسپارښتنو ته ځواب ورنه کړ اوسره له دې چې ځای يې ورته معلوم هم وومرګ یې قبول خو دخپل وطن ګاڼه یې وساتله – راشه اوس یې ګوره چې امریکه دوه بې عقله اخوان سره جنګوی اوله دې جګړې نه په ګټه اخیستو زموږ شتمن کانونه وړی

  2. ډیره خوږه دې لیکلې استاد موږ خو لیکوال هم نه یو خودا راته مالومیږی چې دلوستونکې زړه خپلوی!
    لکه:- سرونه یې ښکته اړولې وو ، اویا لکه خواخوږی مې ورسره پیدا شوه اویا هم دا طنزیه جمله چې سره قلي یې داسې چابکه تله لکه دموټر ټایر چی په رفتار کې ويزې!!!!!!

ځواب ورکول Mirwais waseli ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *