د کلیشې تر بریده مو له مورخینو، مبصرینو او لیکوالو څخه اورېدلي چې اعلیحضرت امان الله شاه غازي د خپلې واکمنۍ په دوران کې د یو لړ داسې اشتباهاتو ښکار شو چې هم یې پاچاهي رانسکوره شوه او هم افغانستان د یوې داسې تورې تیارې ستوني ته ځنې وښویېده چې تر ننه یې د زلزلو ټکانونه محسوسېږي.
مګر زه د دغه لوی غازي د اشتباهاتو د بیاناتو او تحقیقاتو په سلسله کې یوې بلې لویې تاریخي اشتباه ته متوجه شوی یم چې باید د خپل ځوان او رڼا غوښتونکي نسل توجه هم ورته راواړوم، هغه دا چې زموږ ډېر شمېر مرتجع عناصر هڅه کوي چې د دغه رڼاپالونکي واکمن د اصلاحاتو، ریفورمو او پرمختګو ماهیت و جوهر مردود ثابت کاندي او وښیي چې د نوموړي متمدن ګامونه اخیستل، په اصل کې خپله یوه اشتباه وه، مانا دا چې له دغسي روښانو بدلونو څخه، که پرون وو یا نن او یا هم سبا ته، باید پرهېز وشي، مګر اصل واقعیت بېخې بل شی دی.
د ټولنپوهنیزو واقعیتو له مخې په اصل کې د دغه روشنفکر پاچا د سمونو او بدلونو مېتود ناسم وو، نه د هغو ماهیت و اصلیت.
د نوموړي اصلاحات خو دا ول چې افغاني ټولنه باید د ارتجاع، بدویت، تاریک فکرۍ، بې‌سوادۍ او افراطیت له تور دورانه د تمدن، پرمختګ، علم و پوهې، قانونیت او روشنفکرۍ هغې نړۍ ته راووځي چې نور متمدن هېوادونه وروتلي دي؛ دا هغه انساني ارمان او ملي هدف دی چې په خپل ماهیت کې پرون هم خورا ستر او لوړ و، نن هم دی او سبا ته به هم تر قیامته وي، خو دا روشنفکرانه ارزښت پرون هم د روحانیت او ملایت په سپینو جامو کې د ننوتو تورو مرتجعینو او افراطیونو له‌پاره مردود و، نن هم دی او سبا ته به هم وي.
د دې ادعا یو زبردست مثال ملا صبور اخند دی چې تېر کال یې د یوویشتمې پېړۍ په انټرنیټي دوران کې زموږ پر دغه ستر غازي باندې هماغه د شلمې پېړۍ د پیل مزخرفه او چټله فتوا تکرار کړه چې “امان الله خان کافر بود، اولین حکمران بی دین بود.”
هغه هم په دې دلیل چې ږیره یې وخرېيله او د ملا صبور بل جهالت هم دا چې د دغه مشروع واکمن پر ضد یاغي- باغي ملا لنګ یې د خدای ولي وباله، هغه هم په دې جاهلانه و خرافاتي دلیل سره چې پر کوم ځای به کښېناست، نو له هغه ځایه به واښه شنه کېدل.
ملا صبور د جمعیت اصلاح د شورا غړی دی او دا په افغانستان کې هغه مذهبي- سیاسي جریان دی چې د دین د اصلي جوهر د معرفۍ او تبلیغ ادعا کوي.
دوی وایي چې د تاریخ په اوږدو کې او له دوی پرته اوسني نور ټول مذهبي بهیرونه ځکه مردود دي چې هغوی د دین پر اصلي مسیر وربرابر نه دي او یوازې دوی دي چې د مذهبي روشنفکرۍ شعار یې پورته کړی دی.
کله چې هغه د دین د دغه ډول اصلي مدافعینو او مبلغینو دغه حال وي، نو تاسې فکر وکړئ چې د امان الله شاه غازي د وخت د انګرېز په لاس کې د لوبېدونکيو روحانیونو، ملایانو او سیدانو به څه حال و؟
پر دغه روښان واکمن یو دا لوی اعتراض کېږي چې ځینې ملایانو او روحانیونو ته به یې بد رد ویل؛ دا موږ هم یوه اشتباه بولو، خو په دې دلیل نه چې دوی نو ګواکې د درنښت وړ ول، بلکې په دې چې باید له جاهلو، مرتجع، بې‌سوادو، تورذهنو او د انګرېز په لاس کې له لوبېدونکيو عناصرو سره یې باید له تېر و بېر او مدارا څخه کار اخیستی وای، ځکه جمعي شعور غونډ د جهالت په تورو منګولو کې ښکېل وو او هره شېبه د پردیو په ګټه او وطن و وطنوالو په نه جبرانېدونکي زیان راپارېدلای شوای، هماغسې لکه چې راوپارېد؛ مګر یو شمېر په هماغه زاړه تور ذهنیت کې مېشت وګړي یې په دې خاطر غندي چې دوی ته دا یوه سپېڅلې پدیده اېسي.
د دې روشنفکر غازي درایت ته ځکه باید په دواړو لاسو سلامۍ وشي او رڼه لاره یې تعقیب شي چې ده پرون دومره درایت درلود او د ټولنې هغه هرزه او مضر خس و خاشاک یې ژور تشخیص کړي ول چې دا دی نن ۹۷- کاله وروسته یې نه یوازې افغاني ټولنه د وحشتو و جنایتو پر سره تبۍ اړولې، بلکې ګرده دنیا یې نا ارامه کړې ده.
له تاریخه سم سبق اخیسته په کار دي.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۹ مه / پرلپسي ۹۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۷/ ۱۳۹۵
7 thoughts on “د اعلیحضرت امان الله شاه غازي اشتباهات/ محمديار يار”
  1. ګرانه یاره
    ستا هره خبره دکاڼې کرښه ده، تر خولې دې ځارشم! بلا دې د نورو پر بېحيا مزدور ملا صبور او نورو تاريخي تورمخو شه چې څنگه ځلاند اسلام د عيساييي منځنيو پېړيو تورتمونو ته پرشا وړي؟

  2. ستاسو ريښننى ملى هلى ځلى د مرتجعينو د پروپاګنډى دناکامولو او ځوان نسل ته د حقايقو دروښانولو او ريښتينو معلوماتو ورکولو په مخه د قدر وړ دى، خپلو ملىليکنو ته داسلامى تعليماتو په رڼا کى بى لدى چى د چا تر اغيزى راشى دوام ورکړه، الله دى مل اوسه،

  3. (خپل وجدان اوعقل راته سل واره ټیټ معلوم شو)

    ګران ورور ښاغلی محمدیار یار صاحب
    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
    دمعنا څخه ډکه هوښیاره لیکنه ده، اوداهم منم چه د زلزلو ټکانونه محسوسېږي.

    وروره د روان میلادی کال دمۍ په ۱۵ نیټه تاسی د تاند په ملی ویبپاڼه کی ( د حکمتیار صاحب رواني کچ- مېچ) په باره کی لیکنه کړی وه.
    مګر ما عبدالله درته په تبصره کی یو څه……؟؟؟؟؟؟؟……. لیکلی وه، معنی داچه ما دحکمتیار یوڅه ننګه کړی وه.
    وروره کله چه دسقاویانو هډوکی دیوقبر څخه راوویستل شول، اوبیا ښاغلی دوستم ورته په بل قبر کی دخښولو اجازه نه ورکوله، بیا ژوندی سقاویان دښاغلی دوستم کورته دسوال اوننواتو په خاطر ورغلل، بیا جنرال صیب ژوندوسقاویانو ته دمړوسقاویانو دهډوکو د خښولو اجازه ورکړه، خوشرط یی په دا کیښوده چه دغه هډوکی به دشارارآ په یوه عاجزه او غریبه برخه کی په نیمه شپه خښوی.

    نوما به هم ددغه شخړی دمعلوماتو په خاطرفیسبوک او ویب پاڼی کتلی، چه ناڅاپه دښاغلی حکمتیار د ناځوانمرده ځوی په لیکنه، او وروسته می دښاغلی حکمتیار ویدووی خبری واوریدی.
    دځوی لیک اودپلار خبری چه می څوکرته واوریدی، چه غازی امان الله خان….. داسی دی، غازی محمد نادرشاه ….. داسی دی او حبیب الله بچه دسقاو؟؟؟ داسی دی.

    نو په دغه خبرو اوریدو می زړه اور واخست، اوهم خپل وجدان اوعقل راته سل واره ټیټ معلوم شو، ځکه دحکمتیار په سر ما دخپلو وطنوالو سره په حجرو، دیرو، غونډو اومجلسونو کی زوروری لفظی شخړی اوحتی لاس اچونی کړی وی، اوپه فیسبوک او ویب پانو کی می هم په خپلو ورونو او وطنوالو زړه تش کړی وه.

    ښاغلی محمد یار یار صاحب زه اوس ستا څخه ډیره لویه بښنه غواړم، شاید ته ځما په دغه تبصره خواشینی شوی یی، په دیی نړی کی دانسانانو پیژندل ډیر مشکل وی، ستاسی دغه لیکنه ( د حکمتیار صاحب رواني کچ- مېچ) زه سل په سلو کی تایدوم، الله ج دی کامیابی درکړی چه د دغی شان مجهولو انسانانو څیری نوری هم بربنډی کړی.

    په ډیر درناوی
    ستاسی ورور عبدالله

  4. خپله غرق دی په فساد لکه قارون
    بیا دعوه کړی داسلام او د قانون
    خپله غله د بیتالمال دی ملک یی چور کړ
    رهزنان دی قاتلان دی د ژوندون
    دانګریز به مټ یی خوږ وطن راوران کړ
    خدایه تل لره زمونږ دښمن زبون
    فاسدان اوس د اسلام ټیکه داران دی
    چی له عقل سره نه لری سمون
    که دا دوی چی ورته وایی دا اسلام وی
    خدایه ځای کاندی دوزخ د زما مجنون
    زه زخمی د هغو خولو کی بول وکړم
    چی عرب ګڼي بهتره تر پښتون

  5. آشنا د امان الله اشتباهات شورای نظار او سقویانو ته ولیږه چې یوه تحفه خو درته درکړي.

ځواب ورکول ٍEsmat taraki ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *