مولوي ریحان یو داسې دیني عالم و، چې غږ یې دا لس کاله له شمشاد راډیو ټلويزونه خپریدو او د وطن د زړه په کور کور کې اوریدل کیدو، د ده له خواږه غږ سره ښځو، سړیو، زړو او وړو مینه درلوده، خلک یې له مینه ناکې څېرې او راښکونکي غږ سره بلد وو، ده د خپلو خلکو ادنی او مشکلو  دیني پوښتنو ته په خورا ساده او روانه ژبه ځواب ورکاوه.
په پښتنو کې د ملایانو کمی نشته، خو هغه چې د وطن او وطنوالو په خېر دې وي، داسې ملايان پکې بیخې په نشت حساب دي؛ خو مولوي ریحان د نورو اکثرو ملایانو خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې یې د وطن لیونۍ مینه وه او غوښتل یې چې دا مینه نورو زړونو ته هم ولیږدوي. ده د نورو ملایانو غوندې خلکو ته مرګ نه وریاداوه، بلکې خلک یې له ژوند سره تړل او د ښه او سوله یېز ژوند اسلامي اصول یې ورښودل.
زموږ اکثره ملایان د خپلو سرتېرو جنازه په خلاصه غاړه او بې له ډاره نشي کولی، خو ده د نر غوندې په جرئت سره د خپلو سرتېرو ننګه وکړه او د دوی یوه ګوته یې آن د سعودي عرب تر عسکره هم غوره وبلله، د هیواد لپاره یې د دوی مبارزه سپيڅلې یاده کړه او د سرتېرو دښمنان یې په ښکاره جهنمیان یاد کړي ول. د وطن هغو سرتېرو ته چې ملا یې جنازه نه کوي، تر دې بله لویه خبره کومه کیدای شي، چې یو لوی مفتي یې د قران او احادثو سره تر شا دنګ لکه غر ودرېږي.
ریحان ځکه راڅخه واخيستل شو، چې د وطن پر ځمکه په هغه اغزي نه بدلیدو، چې د خلکو د عزت جامه دې څیرې کړي، دی د ګڼو اغزیو په منځ کې یو دنګ معطر ریحان و، چې وږمې یې په ټول هیواد کې تاویدې، خو اخ د خوا اغزیو پرې حمله وکړه او ټس پر ملا یې رامات کړ.
 دا به لومړی ملا و، چې ښځې، سړي، واړه و زاړه پسې خپه شوي وي او ممکن  د ده د شهات پر ورځ  ډېرو ښځو په کورونو کې ژړاګانې کړي وي او د ماښام ډوډۍ یې له اوښکو سره خوړلي وي، ولې به یې نه ژړل؟ دوی د خپلو ځانونو په اړه داسې مسائل له ده وړاندې له کوم ملا نه هم نه وو اوریدلي.
2 thoughts on “د اغزو منځ کې ريحان | نورالله غازي”
  1. په پښتنو کې د ملایانو کمی نشته، خو هغه چې د وطن او وطنوالو په خېر دې وي، داسې ملايان پکې بیخې په نشت حساب دي؛ خو مولوي ریحان د نورو اکثرو ملایانو خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې یې د وطن لیونۍ مینه وه او غوښتل یې چې دا مینه نورو زړونو ته هم ولیږدوي.

  2. خو مولوي ریحان د نورو اکثرو ملایانو خلاف خلک وطندوستۍ او ژوند کولو ته رابلل، په زړه کې یې د وطن لیونۍ مینه وه او غوښتل یې چې دا مینه نورو زړونو ته هم

ځواب ورکول Zahra Zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *