ننګرهار نن بیا د ویر په جغرافی شوی دی. د خلکو رښتینی غږ خاموش شوی دی. ننګرهار نن خپله یوه اصیله لور له لاسه ورکړې ده. هغه هم په یوه ناځوانه او بزدلانه برید کې. اغلې انګېزه شینوارې د ننګرهار په ځانګړي ډول د ښځو واقعي غږ و.

هغې په سختو شرایطو کې مبارزه پيل کړه. لومړی د قلم په ژبه. ښه مې یاد دي، یو مهال یې اپریدۍ تخلص کاوه. لیکنې او شعرونه یې زما په څېر ګڼو خلکو لوستلې. اپریدۍ یو مهال د شاعرۍ یو روښانه نوم و. د ښځو د حقونو او مدني چارو لپاره یې مبارزه کوله. یو مهال د کلید له تریبیون نه یې غږ راپورته شو. ګڼ مینه وال یې درلود.

کله چې د ولایتي شورا د ټاکنو مهال شو؛ نوم یې پر انګېزې شینوارې واوښت. د خپل هماغه محبوبیت له مخې چې د خبریالۍ او شاعرۍ پر مهال یې ترلاسه کړی و، په اسانۍ ولایتي شورا ته لار ومونده او دا چاره دوه ځلې تکرار شوه. تر دې چې د هېواد دښمنانو ونشوه زغملای او د دې رسا غږ د غلي کولو لپاره یې ا قدام وکړ.

د هېواد او خلکو دښمنان په خپل دې بزدلانه عمل کې بریالي شول. اغلې انګېزه یې د تل لپاره غلې کړه؛ خو د هغه پيل شوې مبارزه او د غږ به غلی نه کړي. بلکې اوس زموږ ټولنه په خپله غېږه کې په سلګونو او حتی زرګونو انګېزې لري. خدای دې زموږ هېواد نه بې انګېزې کوي. خو اغلې انګېزې شینواري ځای به د ډېر وخت لپاره تش وي. هغه د پښتني ټولنې لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

د نوموړې په شهادت ټول افغان ملت خپه دی. ځکه نوموړې په واقعي توګه خپل ځان ثابت کړی و.

چې پېدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړ شې چې ته خاندې خلک ژاړي

او دقیقاً همداسې وشول. د انګېزې شینوارې په مړینه نن ټول پښتو قام ژاړي. خو نوموړې خاندي. په خندا له دې نړۍ نه بلې هغې ته پل اخلي. خپلو قاتلینو ته دا په ډاګه کوي، چې هغوی څومره کمزوري شوي دي. حتی له انګېزې شینوارې سره یې د مخامخېدو وړتیا نه درلوده. هغه یې په ډېرې نامردۍ سره شهیده کړه.

خو هغه په دې خوښه ده، چې د ملت او هېواد د خدمت په لاره کې یې د شهادت سپېڅلی جام نوش کړی دی. هېڅکله یې خیانت نه دی کړی او د خدای له متاع یې بله متاع ته سر نه دی ټيټ کړی. هغه ټول عمر پټ مخ مبارزه وکړه؛ خو له دې نړۍ نه په جګو سترګو او سپین مخ لاړه.

زه د اغلې انګېزې له نامه او فعالیتونو سره له ډېر مهاله اشنا وم. یوه ورځ مې په کلید کې ولیده او یو ځل بل راسره په یوه میاشتیني ورکشاپ کې یو ځای وه. خوږې خاطرې ترې لرم. یوه له حیا ډکه پېغله وه.

د هغه له ټپي کېدو وروسته مې هڅه وکړه، چې د نوموړې د درمنلې لپاره خپل وس رول ادا کړم. د نوموړې له ټپي کېدو یوه ورځ وروسته د حکومت اجرایوي رییس له بهرني سفره کابل ته راغی. په لومړي فرصت کې مې ورته د انګېزې شینوارې د ټپي کېدو وویل. د هغه هدایت دا و، چې زه ورشم لومړی یې پوښتنه وکړم او په دې اړه وپوښتم چې اجرایه ریاست ورته څه خدمت کولای شي.

کابو لس نیمې بجې سردار محمدداوود خان روغتون ته ورغلم. د ذبیح الله زمري په ګډون څلور تنه یې د خونې مخ ته ولاړ ول، چې یو یې ورور و. له بده مرغه، له اغلې انګېزې سره مې لیده کاته ځکه ونشول، چې هغه په کوما حالت کې وه او وضعیت یې ښه نه و.

له ښاغلي زمري مې وپوښتل، که دلته څه ته اړتیا وي او یا دا چې بهر ته ولېږدول شي، ستاسو غوښتنه څه ده، چې موږ یې په اړه اجراات وکړو؟ د هغه ځواب دا و، چې دمګړۍ یوازې وینې ته اړتیا ده. ساعت وروسته د اغلې انګېزې لومړني عملیات ول، یوه پښه یې ترې پرې کوله. د وینې لپاره ټول تدابیر نیول شوي ول، د وینې له مرکزي بانک نه د وینې امر ورکړل شوی و.

بیامې هم له هماغه ځایه پيغام ډاکټرصیب عبدالله ته ورساوه، هغه د عامې روغتیا وزارت او دفاع وزارت سره خبرې وکړې، چې د نوموړې د درملنې لپاره ټول امکانات په کار واچول شي.

خو بهر ته د لېږد لپاره یې ښاغلي زمري وویل، چې نشي لېږدېدلی. ډېره سوځېدلې ده، پښې یې هم باید پرې شي او وضعیت یې نازک دی. دا ژمنه مې ورسره وکړه، که بهر ته د تګ جوګه شوه، موږ چمتو یو.

خو د انګېزې له اروا بښنه غواړم، چې په ژوندون مې ورته یو خدمت ونشو کولای. هغه دا و، چې د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري رانه د شنبې په ورځ ماسپښین وغوښتل، که باګرام ته د اغلې انګېزې د انتقال په برخه کې ورسره مرسته وکړم.

د ټيلیفون له بندېدو سره سم مې د اجرایوي رییس د دفتر مشر ته وویل او رسمي درخواست مې ورکړ، څو له ایساف سره له اړوندو لارو په تماس کې شي.

ورپسې مې اجرایوي رییس هم خبر کړ. د هغه ټینګار هم دا و، چې له هرې ممکنې لارې او هر څه ژر د نوموړې د انتقال په برخه کې له ایساف سره اړیکه ونیول شي.

د ایساف له قواوو سره تر اړیکو وروسته د هغوی ټینګار دا و، چې دوی په سردارمحمداوود خان روغتون کې هر څه امکانات لري، که اړتیا شي دوی کولای شي په هماغه روغتون کې یې درملنې ته ورشي. مګر زموږ استدلال دا و، چې په باګرام کې د بهرنیانو په مجهز روغتون کې که تر درملنې لاندې ونیول شي. د یکشنبې په ورځ رخصتي وه او د شپې ناوخته یې د نوموړې له مړینې خبر شوم.

د دوشنبې په ورځ سهار مې د وزیرانو شورا له ناستې وړاندې په دې اړه ډاکټرصیب عبدالله ته وویل، له زړه پرې خواشینی و او د وزیرانو شورا په پیل کې یې هم په دې اړه خواشیني وښوده.

دا دې د افغان کاله وروستی غم شي. په دې ستر غم کې موږ ټول شریک یو. د هغې کورنۍ او دوستانو ته دې رب جمیل صبر ورکړي. اغلې انګېزه دې د جنتونو سرداره شي او الله دې پاک دې د هغې او نورو افغانانو قاتلین وشرموي.

One thought on “د اغلې انګېزې ویاړلی شهادت/ فریدون خوځون”
  1. دا غم د انګیزې وو که صفت د عبدالله جان؟! ورته زویه مړیه ډیر هوښیار، واقعآ چې پښتانه تر ماهي هم لګه حافظه لري، ژر غولیږي

ځواب ورکول ژوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *