د اروپا مېشتې افغان شاعرې اغلې رحيمه پښتونجار دويمه شعري ټولګه چې (خوږه) نومېږي له چاپه راووته.

“خوږه” چې د اغلې پښتونجار یو شمېر غزلونه ، نظمونه او څلوريزې پکې راټولې شوې ، په ۱۱۸ مخونو کې په پکتيا کې د علمي خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوې.

د دې شعري ټولګې د شعرونو منځپانګه په پښتني ټولنه کې په بېلابېلو ناخوالو راڅرخي.

ياده شعري ټولګه چې د ډبلې پښتۍ درلودونکې ده ، په معياري کاغذ چاپ شوې .

په دې کتاب باندې د هيواد مشهورو شاعرانو پيرمحمد کاروان او شرر ساپي هم سريزې ليکلې دي.

د کتاب کمپوز او ډيزاين رحمت الله رحيمزي او د پښتۍ ډيزاين کندهار مشال کړی دی.

د يادولو ده ، چې د اغلې رحيمه پښتونجار ( درې ګلونه ) نومې شعري ټولګه هم وړاندې چاپ شوې ده

One thought on “د اغلې پښتونجار شعري ټولکه «خوږه» چاپ شوه”

ځواب دلته پرېږدئ