داسې ډېر کسان پېژنم، چې خلک ترې اغېزمن دي. د اغېزناک کسانو په خبرو او ليک کې د هغوى د شخصيتونو نقش جوت دى. ځينې خلک د يوه چا له اخلاقو دومره اغېزمن وي، چې د هغه هره خبره ورته مرغلره او هر ليک د کاڼي کرښه ښکاري.
زموږ ډېر واعظان او ليکوال- چې پر خپلو مخاطبانو له خپل جادويي اغېزه خبر وي- هڅه کوي، چې خپل شخصيت پر اورېدونکي يا لوستونکي تحميل کړي. زموږ زياتره خلک د سمې او ناسمې خبرې د تفکيک وړتيا نه لري.داسې ليکوال او واعظان له خپل شخصيت نه استفاده کوي او خلکو ته پېښې په ناسمه بڼه وړاندې کوي او د هغوى له احساساتو نه استفاده کوي. ښايي زياتره ليکوال او واعظان مو هم خبر نه وي، چې د دوى ترلاسه کړي معلومات د تامل وړ دي او مخاطبينو ته د دوى ورکړى پېغام خامۍ لري.
د اغېزمنولو بله منبع د مخاطب شخصيت او تمايلات دي. پر خلکو باندې د ځان منلو يوه لار په ړنده ټولنه کې د هغوى د تمايلاتو استازي ده. د مخاطب په توګه زموږ هغه خلک خوښ وي، چې زموږ د تمايلاتو له سرې کرښې پښه وانه ړوي. موږ چې څه ته بد وايو، دى هم ورته بد ووايي او موږ چې څه ته ښه وايو، دى هم ورته هم ښه ووايي. همدا لامل دى، چې موږ نويو افکارو غاړه نه ږدو او هغه خلک مو خپل سرلاري کړي، چې پر زړو او شړو لارو مو بيايي. يوه ورځ مې په کلي کې له خپل تره سره پر قسمت بحث و. هغه او په هوجره کې راټولو کليوالو د خپلو ټولنيزو تمايلاتو او د تره د شخصيت په تاثرکې مې هر څه په قسمت پورې تړل؛ خو زما استدلال ورته دا و، چې انسان خپل برخليک پخپله ټاکي او اسلام هم تحجر رد کړى. دوى د پښتو دا متل هم هېر کړى و”قسمت بار کړى خر دى، چې په هره خوا يې بيايې، درسره ځي”. ټولو د خپلو زړو تمايلاتو ټينګه دفاع کوله او د خپل تصور په نفي کې يې خپله فنا ليده.
موږ د هغه چا فکر و هنر او شخصيت ته ارزښت نه ورکوو، چې زموږ د تمايلاتو مخالف وي. مخالف مو که هر څومره پوه وي، سپک يې ګڼو. کله په دې هم پوه يو، چې د مقابل لوري خبره سمه ده، بيا هم خپل تمايلات راباندې داسې سپاره وي، چې توافق ته مو ورسره نه پرېږدي.
د اغېزمنولو درېيمه منبع د ليکوال له شخصيته بهر په هنر کې ده. د اغېزمنولو دا وسيله سړي ته روا ښکاري. هنر د اغېزمنولو لپاره رامنځته کېږي؛ خو کله چې ورسره د شخصيت اغېز مل شي؛ نو د هنر په اغېزمنتيا کې خلل پيدا کړي او د هنر پر څېره د دروغو پردوه وغوړوي.
زموږ زياتره پنځګر د اغېزمنولو هوس په هنر کې هم پالي او لېونۍ هڅه کوي، چې خلک اغېزمن کړي. اغېزمنول د هنر موخه ده؛ خو موخه عموما له خپل منبع بهر وي. اغېزمنول هم له هنره بهر توک دى، چې نامناسبه پاملرنه ورته د هنر اصليت وژني او د هنرمن د اغېزمنولو او تشهير هوس ښيي.
په هنر کې د اغېزمنولو دوه لويې وسيلې دي. يو هنري او بل علمي استدلال. استدلال د قناعت وسيله ده او قناعت د اغېزمنېدو لاره. څوک چې په کومه خبره قانع شو، هممهاله اغېزمن هم شو. که څه هم قناعت علمي کار دى او اغېزمنتيا هنري.
کله ناکله زموږ ليکوال افراطي هڅه کوي، چې له لفظي او هنري استدلاله استفاده وکړي؛ خو په کومه ليکنه کې چې لفظي او هنري استدلال غالب شي، علمي استدلال يې کم شي او ابهام او مبالغه پکې ډېر شي، چې بيا لوستونکى نه شي قانع کولاى؛ نو له لفظي استدلال سره هم احتياط پکار دى او افراطي استفاده دې ترې نه ده پکار.
په لفظي استدلال کې د تشبيهي مثالونو، سمبولونو، اسطوري مواردو، متجانسو کلمو کارونه او نوره راتلاى شي.
له دې خبرو دا پايله راوځي، چې رښتينى اغېز هغه دى، چې د شخصيت له تظاهر، د مخاطب له نامعقولو تمايلاتو او کرکو او له هنري افراطيته پاک او رښتينى او د بصيرت په رڼا کې رامنځته شوى وي.
ددې جملو په مانا هیڅ پوه نشوم ، نپوهیږم د لیکوال موخه ترې څه ده (اغېزمنول د هنر موخه ده؛ خو موخه عموما له خپل منبع بهر وي. اغېزمنول هم له هنره بهر توک دى، چې نامناسبه پاملرنه ورته د هنر اصليت وژني او د هنرمن د اغېزمنولو او تشهير هوس ښيي)