ملا صبور

تاند- د افغانستان د اطلاعاتو او کلتورو وزارت د جمعیت اصلاح په نوم د یوې افراطي ډلې له لوري د افغانستان ستر ملي شخصیت غازي امان الله ته پر سپکاوي غبرګون څرګند کړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه اعلامیه کې د جمعیت اصلاح د مشر ملا صبور څرګندونو ته په اشارې ویلي:« په افغانستان کي چي هر وخت د ترقۍ، تغییر او تنویر کلمات یادېږي نو د اعلیحضرت امان الله خان نوم به سم ورسره ملگری وي. د افغانستان په تاریخ کي به هیڅ مشر په دغه اندازه له خپل ولس او د هغه له ترقۍ سره د هغه په اندازه ژوره، صمیمانه او صادقانه مینه نه وي ښودلې. اعلیحضرت امان الله خان، په نړۍ کي د وخت د تر ټولو ستر استعماري طاقت په مقابل کي د سر پورته کولو او د جنگ د اعلانولو په افتخار خپل ولس په جوش او خروښ استقبال کړی او د غازي لقب یې ورکړی وو، د ارواښاد لپاره د آزادۍ ګټلو افتخار، د ټول عُمر لپاره پر افغانانو د هغه د درنښت امر کوي.»

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور تر وزارت مخکې ګڼو افغانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې ملا صبور او د ده افراطي ډله د افغانستان ملي شخصیت امان الله خان ته د سپکاوي په خاطر غندلې، او ویلي یې دي چې «د شاه امان الله خان سپکه د ټول ولس، هیواد، استقلال او د افغانستان دغازیانو ، شهیدانو او د ټولو ریښتینو ملي شخصیتونو سپکه او بې عزتي ده.»

دوی د هیواد له عدلي او قضايي اورګانونو غوښتي چې د افراطي ملا صبور پر ضد اقدام وکړي.

د کلتور وزارت غوښتنه کړې چې باید هیڅوک د غازي امان الله خان او د هیواد د ټولو مشرانو په حق کې بې حرمتي ونه کړي.

دې وزارت همداراز ویلي:« د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي، ملي او ولسي ارزښتونو او همداراز، د عامه ذهنیت د ساتنې په ټینګار توصیه کوي چي د غازي امان الله خان او د هیواد د ټولو مشرانو په حق کي د بې حرمتي څخه دي په جدي ټوګه ډډه وسي.

د هیواد د مشرانو په هکله څرګندوني دي، تاریخي پېښو ته په ژور پام، مسوولیت او احترام کېږي. د بیان د ازادۍ په پام کي نیولو سره به؛ موږ هیچا ته اجازه ورنه کړو چي د اساسي قانون پر خلاف، د هیواد د ملي ارزښتونو، عامه ذهنیت او شخصیتونو په هکله بې مسوولیته څرګندوني وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په اعلامیه کې د ملا صوبر پر ضد د قانوني چلند په اړه څه نه دي ویل شوي او له همدې کبله یو شمېر افغانانو دا اعلامیه کافي نه ده بللې او غوښتنه یې کړې چې باید قانوني چلند وشي.

ملا عبدالصوبر ویلي چې امان الله خان د ده په وینا لومړنی بې دینه واکمن و او لومړنی پاچا و چې ږیره یې وخرېیله.

ملا صبور ملا لنګ، چې تاریخونه یې د انګرېزانو ایجنټ ښيي، ولي الله بللی او د هغه په مقابل کې غازي امان الله خان د انګلیسانو استازی ګڼي. څو کاله پخوا د پرچم ګوند غړي او په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي لطیف پدرام هم امان الله خان ته سپکې سپورې ویلې وې.

د غازي امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹ م کال افغانستان له انګرېزانو خپلواکي ترلاسه کړه.

39 thoughts on “د افراطي ملا صبور پر څرګندونو غبرګون”
  1. دا ملا د ی که ا نګریز یا سقا و ی
    زر لعنت شه پد ې خره ، بی غقله سپي
    د پیسو په خا طر ځا ن ا و نا موس خرڅ کړي
    نه شرمیږی بې وجد ا نه ، حرا مي
    ستا د ږیری نه د سیکهه ږیره بهتر د ی
    خوشي جنس یې ډ یر لود ه ا و شیطا ني
    هر یو څوک چي طرفد ا رستا د ګفتا روي
    بې وجد ا ن د ی بې شرف د ی خره ا و سپي
    د ا نګریز د سقا و سپیه خلاص به نه شې
    خلک شته ! پر تا به بوزي غټ لر ګي
    د ا سي خلکو لا سه زمونږ وطن خرا ب د ی
    تاریک ذ هنه ، غله جا سوس د ي لغنتي
    رفیع ا له مصلح

  2. باید دته سزا ورکړل که سزا ورنکړی دا به دلت سره غټه جفاوی اوهرسړی به راجیږیږی زمنږ دمشرانو بی عزتی به کوی دازمونږ دشهیدانو اوغازیانو سره لویه جفاوی مننه

  3. باید دته سزا ورکړل شی که سزا ورنکړی دا بهدملت سره غټه جفاوی اوهرسړی به راجیږیږی زمنږ دمشرانو بی عزتی به کوی دازمونږ دشهیدانو اوغازیانو سره لویه جفاوی مننه

  4. باید دی ملا ته سزا ورکړی که سزا ورنکړی دازمونږ دشهیدان اوغازیانو بی حرمتی ده
    که سزا ورنکړی نو بیابه هرسړی راجیږیږی به زمونږ دمشرانو بی عزتی به کوی
    دحکومت نه درخواست وکوم چه سزا باید ورکړی

  5. ملاصاحبانو دالله روی وژنی لژ هوشیار شی. لژ بصیرت نه کار واخلی. همدا ستاسی بی درایته فتواگانی او ویناگانی دی. چی هی اد کی غوبل جور دی.

  6. ملا صاحبانو تاسې د ټولنې لارښود یاست.
    تاسې ته په کار ده، چې ډېر بصیرت او هوښیاري ولرئ. ..
    که تاسې خپله پوهه یوازې په شکلونو کې منحصره نه کړئ او لږ د هرې موضوع په اړه پوره مطالعه وکړئ دا به د ټولنې په خیر وي.
    د بېلګې په توګه: د غازی امان الله خان په هلکه ستاسې وینا له هغو چا سره نه ښايي چې کتاب یې لوستی وی.
    لږ ځان پوهه کړئ، چې غازی امان الله خان د انګریزانو د دپلان ښکار شو. امان الله خان له هندي علماوو سره د اسلامي خلافت د جوړښت پلان جوړ کړی ؤ او کله چې انګریزان ورباندې پوهه شول.

    نادان ملایان یې پرې راپورته کړل او په غرونو کې یې په لاسپیکرو کې (د اسماني غږ) په نامه چیغې کړئ چې امان الله خان

    کافر دی

  7. په دى خبرو څه نکيګى ،
    حرومرو بايد مجازات ،اوتنظيم دفعاليت جواز ترى واخستلى شى
    ده بيان ازادى نو په دى مانا چى که دى چا خور اومر هم درشنکزله نو ورته ټيټ سرکينه ،
    ځکه چى ده بيان ازادى ده ،
    دا سوډر بايد مجازات شى ،

  8. خو تاسو هم د مضر اختیاط څخه کار اخیستی همداسې یې یو خر او جاسو حبیب الله کلکاني یو سپیڅلی او خادم دین رسوالله راپیژندلی دا یادونه مو ولې نه ده کړې ؟

  9. آیا یواځی ږیره ور خلک مسلمانان دی؟
    ملاصبور که په غازی امان الله خان کوم انتقاد لری نو په علمی شکل دی مطرح کړی نه دا چی هغه ته سپکی سپوری ووایی. که په ږیرو خرییلو وی نو اول ستاسو د آی اس آی والاو محمد علی جناح خو تر ټولو مخکی کافر دی او د پنجاب په واکمنانو کی خو یوه هم ږیره نه درلودله. امکان لری په معاصره اسلامی نړۍ کی له 56 اسلامی دولتونو له مشرانو نه پنځه یی هم ږیره ونه لری خو الحمدالله ټول مسلمانان او د اسلامی امت مشران دی.
    وایی چی د زرو په قدر زرګر پوهیږی . د افغانستان د تاریخ ځلانده ستوری غازی امان الله خان د ګران هیواد د خپلواکی په قدر پوهیده . هغه لومړنی ملی او خپلواکی غوښتونکی شخصیت وو چی د افغانستان بیرغ یی لوړ کړ . ملاصبور باید پوه شی چی تر امان الله خان مخکی په ټوله نړۍ کی یواځی د عثمانی امپراتورۍ او د فارس پاچاهی دولت و چی هلته د اسلام بیرغ رپیده . غازی امان الله خان د افغانستان بیرغ یوځل بیا په خپل هیواد کی رپانده کړ او لومړنی شخصیت وو چی په نړیوالو نورمونو برابر مدرن قانونی نظام یی جوړ او دافغانستان ښکلی بیرغ یی په خپلو سفارتونو باندی په لندن ، مسکو ، تهران ، انقره ، پاریس ، روم او برلین کی جګ کړل.
    فکر کوم د ملاصبور او ملا آی اس آی په کتابونو کی اسلام ږیری درلودلو او یا چور چپاول ، وژل ، ورانول وی نو بیا سمه ده . که په ږیره وای نو یهودان او سکان به ټول مسلمانان ول. له امان الله خان نه مخکی ټولو واکمنانو په عیاشی کی ژوند کاوو ، د هغوی د نکاحی ښځو او مینځو حساب یواځی د هغوی منشیانو ته معلوم وو خو ملاصبور بیا هغوی ته مسلمانان وایی.
    غازی امان الله خان هیواد ته عصری تمدن راوست، د دینی علومو ترڅنګ عصری علومو زده کړه یی رواج کړه ، اساسی قانون یی جوړ کړ، ملی شورا یی تاسیس کړه، د هیواد د دفاع لپاره یی تانکونه ، الوتکی او توپونه وارد کړل. روغتونونه یی جوړ کړل چی متاسفانه د ملاصبور او ملا لعنتی ګوډ ملا په نزد داسی شخصیت بیا کافر وی. غل ، رهزن او لوطی سقاو ته بیا مجاهد وایی.
    اسلام د افراط او تفریط دین ندی. هلته په مسلمانانو د نیکی ګمان کیږی ترڅو چی عملا بدیی نه وی ثابت شوی.
    مسلمانی نه به ریش است نه به شاخ است ، نه به دُم
    بز هم ریش دارد و ګاوهم شاخ و خر هم دُم.

  10. دتاند ددرونوکارکونکواودرنولوستونکوپه اجازه: څنګه چې (ملا عبدالصوبرویلي : امان الله خان دده په وینا لومړنی بې دینه واکمن وواولومړنی پاچا و چې ږیره یې وخرېیله)۰
    زه ورته وایم چې :هغه شهیدان اوغازیان چې دهیواد په خاوره ،ناموس اوترقۍ ئې سراښئ اودانګریز، روس ،امریکا اوهرپردي په وړاندې په میړانه دریدلي او جنګیدلي ،جنتونه ئې دې نصیب او نومونه ئې تل ژوندي وي ۰
    جناب ملاعبدالصبوردې لمړئ خپل ځان اصلاح او بیا دجمعیت اصلاح جوړوي۰ملا عبدالصبوردې خپلې دیڼي ، سیاسي او علمي(ساینس او تکنالوژي) پوهې ته پام وکړي۰ جناب ملاعبدالصبوره که په ږیره څوک مسلمانې دئ نو( د کیوبا فیډل کاسترو ، د روسې پادشاه یا څرالکسانررومانوف، دهغوی ملا اګوُنیه رسپوتین ،ولادمیرایلچ لینن ، دجرمن پادشاهان کئیزرویلیم۱،کئیزرفدریږ۲، دهندوستان راجاګان او سکان یاسنګ اوډیرنورعیسوي کشیشان) دا به ټول مسلمان واې۰ستا په ټیم کې هم ډیرجهادیان دي چې خپلې ږیرې ئې خرییلې اوکله چې فرانسې اوامریکا ته ځي سرخي اوپوډرووهي۰ته اوستا ټیم دئ چې ترشاه مو امریکاولاړه ده اوموازي حکومت موجوړکړئ، تاسې یاست چې دامریکا په مرسته مود(سقأ)دبربریت دوره راویښه کړه۰ستا اسلام په څه کې دئ نوته ووایه چې ،ستااسلام په څه کې دۍ ؟؟؟۰ ته اوستا ټیم که مسلمان یاست ولې دومره کلونه د[ ګلبدین حکمتیار اوطالبانو] سره وجنګیدئ؟؟؟ ښاغلئ حکمتیار او طالبان ورونه خوستا د دین عبادت اوږیرئ پرخلاف نه دي۰طالبان ورونه خوزمونږ(ښځو) په خلاف دي۰دوئ خو ټول ستا په څیرږیره لري او په دین کې څودرجې تر تا مخ کې دي۰
    اې ملاعبدالصبوره! ولې مودافغان ولس په وینواودس وکړ،ولې موافغانستان نه دانګریزدچلم خونه جوړه کړه ،ولې ستا ټیم دروسې په مرسته ملیشې جوړوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ۰
    دغازي امان الله خان نوم زمونږد زړونودتاریخ په سپینو پاڼودسروزروپه اوبولیکل شوئ۰
    ودان دې وې افغانستان دغازي امان الله خان په څیر دمیړنووطن
    ژوندئ اوباهمته دې وي دافغان سټړئ ،سټړئ، ستړئ ولس
    مړه دې وي دمـــکـــنـــــــــاتــــن اوجــــانـــکــــیــــــــــري ګـــــوډاګـــیــــــان

  11. Dear tand readers ,

    Our second president Abdullah speaker name Afghanistan a real khurasan, Bacha saqaw is a national hero , What was abdullah and Ghani reaction? When Sadat insulted all pashtoon people who show any reaction? Now he is governer of saripul province. I ask Dostom mahqiq and masood brothers, say honestly , Are they believe in Afghanistan?

  12. Salamoona
    We must realize that this country destroyed by the agent of neighbor country in the name of Islam look mula sooboor doesn’t have sense that insult a person who got the independent for proud people so he must be prosecuted in saranwali this is shaiton not mula hope he gets funishment

  13. بدبختانه دلته په افغانستان کی ترقی ، تغیر او تنویر له اسلام څخه فاصله نیول ، خپل کلتور ،دود او ستور پریښودلو ته ویلی کیږی ، ولی په نوره نړی کی د خپل کلتور وده ، خپل شناخت او ملی وحدت او د خلکو د خوښی حکومت جوړولو ته وای ، په نورو ملکو کی چه څوک د خپل ملک د ازادی لپاره جګړه کوی اتل وی ،ولی دلته چه څومره د خپل ملک حیثیت او ازادی د نورو په لاس ورکوی اتل بلل کیږی .

  14. مړو پسی بدویل دحکمت اوعقل خبره ده تیر پسی ګرځیدل دقمقلو خلکو کار دی باید داوس غم وخوړل شی چی خلک دبی دینی خواته روان دی که د اصلاح په لوری !

  15. تصیح !
    مړو پسی بدویل دحکمت اوعقل خبره نه ده تیر پسی ګرځیدل دقمقلو خلکو کار دی باید داوس غم وخوړل شی چی خلک دبی دینی خواته روان دی که د اصلاح په لوری !

  16. په ډیرو واضیح ټکو باید وویل شی دغه طبقه تنها د امان الله خان غازی دښمنه نده بلکی په واقعی صورت کښی ټول مشکلات او وینه تویونه چی په دی ملک کښی راغلی د همدی ملایانو له لاسه راغلی دی ولی د محشر ورځ یی هیره ده چی د اور کړی به ددوی په خوله کښی وی ځکه دا د دستر خوان د سر علما دی او واقعیت په ژوند کښی نه وایی قرآن خرڅوی او همیش یی د اسلام په نوم تجارت کړی دی(او ځانو ته وایی چی زموږ جعید علما ) د کوم شی جعید ولی ډیر خلک یی په اوږدو څڼو او په رنجو ککړو سترګو وغلول

  17. دا ټوله زمونږ د دولت کمزوري ده چې قانون د داسې سپيو لخوا د خپو لاندې کيږي ، که یو ته ېې جزا ورکړئ وای ، بل داسې نه کول

  18. امان الله خان د افغا نستان د استقلال او آزادۍ ګټونکۍ او ددی وطن له ویا ړلړ شخصییتو نو څخه دۍ، زموږ په وطن کې نورې نا خوالې هم ډیرې دي چې همدا اوس ور سره لاس او ګریوان یو، امان الله خان اوس نشته د افغا نستان د تا ریخ یوه برخه ګر زیدلې ، مولوي صا حب صبور ته نه ښایي چې په تیرو پسې لاړ شي همدا اوس زموږ په ټو لنه کې دو مره نه خوالې دي چې فوري حل او تو جه غواړي، موږ امان الله خان د انګریزانو ایجنټ بو لو خو اوس عملا انګریزان زموږ پّ خا وره کې فزیکي شتون لري او ایجنټان یې په قدرت کې شریک دي ، ددوی په با ب چوپه خوله یو خو هغه ځا یونه ګروو چې نه تخڼیږي ، امان الله خان دو مره شها مت در لود چې کله له قند هار څخه د قو مونو په ملتیا د کا بل په لور را و خووځیده د لاري په اوږدو کې د قبا یلو ځنې کسان په ونو کې را ځړول شوي وو ده چې دا صحنه ولیده بیرته په شا و ګر زیده اووی ویل زه نه غواړم قدرت ته د رسیدو په خا طر زما وطنوال پخپل منځي جګړو اخته شي، هغه دو مره شها مت در لود، موږ همدا اوس دیوې عادي چوکۍ په خا طر په سلهاوو انسانان د مرګ کومي ته سپارو ، لږ انصاف په کار دۍ

  19. داملادانگریزانو اجینت دی خکه دانگریزانودمیره غازی امان الله خان بدوائی

  20. د پاکستان جماعت اسلامي قاضي حسين احمد پورې تړلې د افغانستان د جمعیت اصلاح د رهبري یا مرکزي شورا غړي وپیژنئ :
    صفت الله قانت :
    د جماعت اسلامي، جماعت طلبه عربیه پاکستان په مدرسو کې روزل شوی، او د جماعت رکن( رکن) د هغوی بااعتماده تنظیمي مرحله ده !، پاکستانې تابعیت هم لري او کور یې پاکستان کې، بچي یې هلته.
    فضل الهادي وزین :
    د جماعت اسلامي رکن، ښځه یې پنجابۍ، کور یې اسلام اباد کې او پاکستانې تابعیت هم لري.
    مصباح الله عبدالباقي:
    د جماعت اسلامي، طلبه عربیه کې روزل شوې او د ددوی رکن دی. پامستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد G11 کې دی، بچې یې هم هملته دی.
    عبدالباقي امین :
    د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لری. کور یې پنډۍ کې دی، درې ښځې لري دوهمه ښځه یې پنجابۍ ده، دریمه ښځه یې سوډانۍ ده، سوډانی تابعیت هم لري.
    رفیع الله عطا :
    د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد کې.
    فصیح الله :
    د طلبه عربیه کې روزل شوی، د هغوی رکن.
    مولوي عبدالصبور :
    د طلبه عربیه رکن، د نوښار د ضلعې امیر، پاکستانې تابعیت لري.او د هغې ځایه دلته په مشن رالیږل شوې چې خلکو کې حرکت پیدا کړي ! او داسې فکر لرې،….!!
    رحمت الله ذاهد :
    د طلبه عربیه روزل شوی، د هغې رکن، پاکستانی تابعیت لروونکې، دلته د نجم نهاد جوانان افغانستان رئیس،
    محمد هارون خطیبي :
    د جمعیت طلبه عربیه روزل شوې، رکن، پاکستانې تابعیت لرونکې، ښځه یې د المغرب ده، کور یې په پنډۍ کې دی. د جمعیت اصلاح د بعرنینو اړیکو او خارجی تمویل مسؤل دی چې دلته یې خلک نه پیژني..!
    نصیر احمد نویدي :
    د جماعت اسلامي روزل شوې، د دوی رکن د پاکستان د منطقوي او ستراتیژیکو سیړنو د مرکز پخوانې کارکن او اوس د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس !! کور یې پاکستان کې.
    دوی په ټول پاکستان کې ازاد دي هیڅ نوعه بندیز پرې نشته، او د جماعت اسلامي د ټولو مرکزونو او حقوقو نه ګټه اخیستې شي. اکثره خاصې غوڼډې ددوی په اسلام اباد د جماعت اسلامي په مرکزي دفتر کې وي، او یاهم د حماعت اسلامي پورې په تړلو کوګنیو مرکزونو چې قران هوسیز یې بولي هلته وي…!سربیره پردې، دوی د جماعت اسلامي د مشرانو سره ډیر ې قوي او شخصي حتی تجارتي اړیکې لري. او د هغوی په هره اساسي غونډه کې د جمعیت اصلاح بیل ډکس، یا ځای مشخص وي !!

    #طلبه عربیه : د جماعت اسلامي پاکستان د دیني مدرسو سخت سري تنظیم دی چې مولایان پکې دی او د جماعت اسلامي د قیادت لاندې کار کوي.
    يادښت:
    دا عکس د داعشي فکر د خاوند ابوجهل العصر مولوي صبور دی چې د افغانستان د استقلال ناجي جنت مکان ، غازي اعليحضرت امان الله خان رح کافر، معلوم الحاله غل او د يو قرن مخکې ناراميو ملاعمر عليه لعنه يعنې بچه سقاو مجاهد او متفق عليه انگليسي جاسوس گوډ ملا ولي الله بولي.

    عبدالهادي هادي

  21. دا ملا د ی که ا نګریز یا سقا و ی
    زر لعنت شه پد ې خره ، بی غقله سپي
    د پیسو په خا طر ځا ن ا و نا موس خرڅ کړي
    نه شرمیږی بې وجد ا نه ، حرا مي
    ستا د ږیری نه د سیکهه ږیره بهتر د ی
    خوشي جنس یې ډ یر لود ه ا و شیطا ني
    هر یو څوک چي طرفد ا رستا د ګفتا روي
    بې وجد ا ن د ی بې شرف د ی خره ا و سپي
    د ا نګریز د سقا و سپیه خلاص به نه شې
    خلک شته ! پر تا به بوزي غټ لر ګي
    د ا سي خلکو لا سه زمونږ وطن خرا ب د ی
    تاریک ذ هنه ، غله جا سوس د ي لغنتي
    رفیع ا له مصلح

  22. د پاکستان جماعت اسلامي قاضي حسين احمد پورې تړلې د افغانستان د جمعیت اصلاح د رهبري یا مرکزي شورا غړي وپیژنئ :
    صفت الله قانت :
    د جماعت اسلامي، جماعت طلبه عربیه پاکستان په مدرسو کې روزل شوی، او د جماعت رکن( رکن) د هغوی بااعتماده تنظیمي مرحله ده !، پاکستانې تابعیت هم لري او کور یې پاکستان کې، بچي یې هلته.
    فضل الهادي وزین :
    د جماعت اسلامي رکن، ښځه یې پنجابۍ، کور یې اسلام اباد کې او پاکستانې تابعیت هم لري.
    مصباح الله عبدالباقي:
    د جماعت اسلامي، طلبه عربیه کې روزل شوې او د ددوی رکن دی. پامستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد G11 کې دی، بچې یې هم هملته دی.
    عبدالباقي امین :
    د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لری. کور یې پنډۍ کې دی، درې ښځې لري دوهمه ښځه یې پنجابۍ ده، دریمه ښځه یې سوډانۍ ده، سوډانی تابعیت هم لري.
    رفیع الله عطا :
    د جماعت اسلامي رکن، پاکستانی تابعیت لري، کور یې اسلام اباد کې.
    فصیح الله :
    د طلبه عربیه کې روزل شوی، د هغوی رکن.
    مولوي عبدالصبور :
    د طلبه عربیه رکن، د نوښار د ضلعې امیر، پاکستانې تابعیت لري.او د هغې ځایه دلته په مشن رالیږل شوې چې خلکو کې حرکت پیدا کړي ! او داسې فکر لرې،….!!
    رحمت الله ذاهد :
    د طلبه عربیه روزل شوی، د هغې رکن، پاکستانی تابعیت لروونکې، دلته د نجم نهاد جوانان افغانستان رئیس،
    محمد هارون خطیبي :
    د جمعیت طلبه عربیه روزل شوې، رکن، پاکستانې تابعیت لرونکې، ښځه یې د المغرب ده، کور یې په پنډۍ کې دی. د جمعیت اصلاح د بعرنینو اړیکو او خارجی تمویل مسؤل دی چې دلته یې خلک نه پیژني..!
    نصیر احمد نویدي :
    د جماعت اسلامي روزل شوې، د دوی رکن د پاکستان د منطقوي او ستراتیژیکو سیړنو د مرکز پخوانې کارکن او اوس د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس !! کور یې پاکستان کې.
    دوی په ټول پاکستان کې ازاد دي هیڅ نوعه بندیز پرې نشته، او د جماعت اسلامي د ټولو مرکزونو او حقوقو نه ګټه اخیستې شي. اکثره خاصې غوڼډې ددوی په اسلام اباد د جماعت اسلامي په مرکزي دفتر کې وي، او یاهم د حماعت اسلامي پورې په تړلو کوګنیو مرکزونو چې قران هوسیز یې بولي هلته وي…!سربیره پردې، دوی د جماعت اسلامي د مشرانو سره ډیر ې قوي او شخصي حتی تجارتي اړیکې لري. او د هغوی په هره اساسي غونډه کې د جمعیت اصلاح بیل ډکس، یا ځای مشخص وي !!

    #طلبه عربیه : د جماعت اسلامي پاکستان د دیني مدرسو سخت سري تنظیم دی چې مولایان پکې دی او د جماعت اسلامي د قیادت لاندې کار کوي.
    يادښت:
    دا عکس د داعشي فکر د خاوند ابوجهل العصر مولوي صبور دی چې د افغانستان د استقلال ناجي جنت مکان ، غازي اعليحضرت امان الله خان رح کافر، معلوم الحاله غل او د يو قرن مخکې ناراميو ملاعمر عليه لعنه يعنې بچه سقاو مجاهد او متفق عليه انگليسي جاسوس گوډ ملا ولي الله بولي.

  23. ملا صبور خو ځان ډېر منځلارى او له نوي عصري او پرمختياييزو وسايلو سره بلد او موافق بللو. دى هم اوس دومره مضر ثابت شو چې د خلکو او ولسونو ملي ارزښتونو ته هيڅ پام نه کوي او بې منطقه خبرې کوي.
    امان الله خان هغه شخصيت وو چې ده د لومړي ځل لپاره د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د غوره حکومتوالۍ د پرمخ بيولو لپاره اسلامي اساسي قانون ترتيب کړ.
    د ده جناب په وخت کې ډېرى اسلامي مدارس او ښوونځي جوړ شول. د اسلامي شريعت څخه باخبره شخص وو او په اخېر کې غازي امان الله خان د لوى استعماري اشغالګر انګستان څخه افغانستان وژغورلو

  24. مان الله او مولانا
    احمدالله احمدزی
    دا دوه ورځې له انټرنيټه لرې وم، چې راغلم، ګورم، يو انډوخر جوړ دی، چې سيکولر بې دينان په قصدي توګه او ساده خېل مسلمانان په ناپوهي د مولانا عبدالصبور، ملا او ديني ارزښتونو سپکاوی کوي.
    لومړۍ خبره د غازي امان الله خان: په دې کې خو بيخي د بحث اړتيا نه شته، چې غازي امان الله خان يو ستر غازي، مجاهد او د خپلواکۍ تلپاتې اتل دی، ولس يې پر ځان راټول کړی و، په ډېر جرئت او مېړانه يې له انګريزانو خپلواکي ترلاسه کړې وه او ټول تاريخ پرې شاهد دی. امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم خپلواکي اعلان کړه، ځکه یې اوس غازي بولو او شخصیت یې ټولو ته د درناوي او احترام وړ دی.
    زما د خوښې تاريخپوه او فيلسوف ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد د امان الله ستاينه کړې د نورو تاريخ پوهانو په څېر يې هغه غازي، د خپلواکۍ امام او په هېواد مين پاچا ګڼلی او تر څنګ يې دا هم ويلي، چې امان الله خان ځوان و، تجربه يې دومره نه وه او له همدې امله يې ځينې تېروتنې هم کړي دي. دا یو علمي او معتدل نظر دی. نه ترې د امان الله خان مینه افراطي شوې او نه یې کرکه. یو اعتدال یې ساتلی.
    د حداد بابا په وينا امان الله خان د ميرويس نيکه او احمد شاه بابا ځای ته نه رسيږي. امان الله خان غازي بولي، اتل یې بولي، د خپلواکۍ لیډر یې ګڼي؛ خو احمدشاه بابا او میرویس نیکه ته یې نو هم نه رسوي.
    زموږ د خلکو يوه عمده ستونزه دا ده، چې منهجي او اکاډيميک فکر نه لرو. هر وخت، چې څوک مني له ټولو تېروتنو يې سترګې پټوي او څوک چې ردوي، بيا يې هېڅ ښه والی نه مني. موږ یې یا ټول منو، یا یې ټول ردوو. بس یوه افراط کې اخته یو. ډېر لږ مو معقول او معتدل قضاوتونه وکړل.
    دا ستونزه زموږ په علمي او اکاډيميکو حلقو کې هم ده او په ځانګړې توګه د غازي امان الله خان په اړه هم دغه ستونزه شته.
    زه خو وايم، چې غازي امان الله زموږ وياړ او اتل دی او ځينې تېروتنې يې هم کړي، چې بايد ومنل شي، مګر دا تېروتنې په دې معنا نه دي، چې د هغه ټولې قربانۍ، غزاوې او جهادونه يې محوه کړو او له اسلامه يې وباسو.
    که هغه مهال داسې زيرک او بادرکه خلک پيدا شوي وای، چې غازي امان الله خان ته يې ښې مشورې ورکړې وای، چې د هېواد ابادۍ لپاره ستاسې نيت او عزم سم دی، مګر دا چې تاسې په کومه طريقه د هېواد پرمختګ غواړئ، ځينې يې بايد اصلاح شي او دی يې د ولس له حساسيتونو خبر کړی وای، زه فکر کوم، چې غازي امان الله خان به د خلکو مشورې خامخا منلې وای.
    مولانا صاحب څه ویلي؟
    مولانا عبدالصبور له تېرو شلو کالو پېژنم، ټول عمر يې د قرانکريم په دعوت او تفسير کې تېر کړی، ستر او بادرکه عالم دی، اختلاف په ډېره خوښۍ زغمي، د هر شاګرد او مخاطب خبره په غور اوري، توجه ورته کوي او په ډېرو قوي دلايلو ځواب ورکوي او ډېر وخت داسې هم کيږي، چې مولانا صيب له خپلې خبرې تېر شي او د مخالف خبره ومني.
    دا چې مولانا صيب امان الله خان بې دينه بللی، د هغه په ږيره يې هغه سپک ياد کړی او د سقاو زوی يې له دې امله مجاهد بللی، چې ږيره يې وه، په ډېر ادب او مولانا صیب ته په پوره احترام وايم، چې دې خبرې سره یې موافق نه یم او ماته د مولانا صاحب دا قضاوت له تاريخه ناسم برداشت برېښي.
    اصل خبره د هغو بې دينه سيکولرانو او د ټولنيزو شبکو د ځینو فعالانو ده، چې د مولانا صيب د يوې خبرې له امله د هغه ټول دعوتي خدمات په اوبو لاهو کوي، د هغه شخصيت، نورو علماوو حتی اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي دا خلک د فيل په غوږ کې ويده دي او دوی اوس فکر کوي، چې افغانان به د دوی پر دې سپکو سپورو له ملايانو لاس واخلي او دښمني به ورسره شروع کړي دا د دوی یو خوب دی. دلته دا مهمه نه ده چې دوی د مولانا صاحب پر کومې کمزورې خبرې نقد کوي، دلته مهمه دا ده چې دوی اوس د مولانا صاحب پر ضد خپله مافی الضمیر دښمني راڅرګندوي. اوس یې د دې دښمنۍ د ښکاره کولو مجال ترلاسه کړ.
    که څوک د مولانا عبدالصبور په څرګندونو نيوکه لري دا يې حق دی، خو دلته د نيوکې خپل انداز دی، او تر دې مهمه د نیوکې هدف دی، دا نیوکه په کوم هدف کېږي، څوک یې کوي، ولې يې کوي.. دا یې له چلنده معلوميږي. که يوازې د امان الله خان دفاع وي، دا جلا مسئله ده، خو که خبره د علم، دين او ملا د دښمنۍ وي، دا هم خلکو ته څرګنده شوه، چې دغه سيکولران چې په سر کې يې نور محمد ضيا (خوشال خليل) دی او په ښکاره د خپلو ملګرو تر منځ ځان ملحد بولي له دې موقع په استفاده د علم، ديني ارزښتونو او علماوو سپکاوی کوي نو دلته بيا د کفر او اسلام کرښې معلومې دي. که مولانا صاحب عبدالصبور امان الله خان ستر غازي او د ازادۍ باني هم وګڼي، نورمحمدضیا به ورسره خپله دښمني پالي.
    په تېرو پنځلسو کالو، په ځانګړې توګه د اشرف غني د واکمنۍ له پيله لومړی د هغه ښځې په اسلامي حجاب په زغرده نيوکې وکړې، د رجم سزا يې وحشت وباله، ايکسپرېس ورځپاڼې په څرګندو ټکو پر الله تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو اسلامي مقدساتو نيوکې وکړې، له ولسمشره نيولې تر ولسکشره هېچا پرې غبرګون ونه ښود.
    ولسمشر په خپله لومړنۍ مشهوره خطبه تر اوسه غلطه وايي، حسين رضي الله عنه «نواسه يې خدا بولي»، ټول ارګ پلوي «خياطان» يې په يو نوم او بل نوم پرده کوي، خو چې مولانا عبدالصبور يوه خبره وکړه، ټول ورپسې راپورته شول او د اطلاعات او کلتور وزير جهاني صیب هم اعلاميه پرې خپره کړه. جهاني ته په دې دومره ناپړېتو چې د ده ولسمشر او د ده د ولسمشر ماندېنې ووېلې د مولانا صاحب خبرو اعلامیې ته اړوېست.
    زه داسې ډېر استادان او پوهان پېژنم، چې په شخصي مجلسونو کې پر غازي امان الله خان سختې توندې او ترخې نيوکې کوي، د خپلې مور پر مټ او انګريزانو په دسيسه يې د خپل پلار امير حبيب الله خان قاتل بولي، په ځينو کتابونو کې يې هم ليکلي، مګر هېچا د هغوی پر وړاندې داسې غبرګون نه دی ښودلی.
    ستا د حکومت شريکوال مجيب رحيمي او نورې ډلې ټپلې دې، د افغانستان له جوړښته انکاري دي، د غازي امان الله خان سپکاوی، په دولتي ادارو کې کوي، د پدرام خبرې خو ټولو ته معلومې دي، د اطلاعات او فرهنګ پخواني وزير مخدوم رهين يوې ايرانۍ مجلې ته «افغانستان يک نام جعلي هست» تر عنوان لاندې مقاله ليکلې وه؛ هېڅوک داسې پيدا نه شول، چې مخې ته يې ودريږي او نه پرې جهاني صیب کوم غبرګون وښود.
    جهاني صيب دې لطيف پدرام، مخدوم رهين د ډاکټر عبدالله وياند مجيب رحيمي او محکمې ته معرفي کړي، چې د افغانستان له اوسني جوړښت سره مخالف او غازي امان الله فاشست بولي او د هغه سپکاوی کوي.
    درې مياشتې وړاندې، چې طالبانو کندز ونيو، د نورو جګړه مارانو انځورونه يې وشکول او د کندز څلور لارې کې د امان الله خان غازي انځور هماغسې ولاړ و، خو چې حکومت دوهم ځل کندز ونيو، حکومتي ملېشو لومړی د امان الله انځور څېرې کړ، مګر هېچا پرې هېڅ غبرګون ونه ښود. چا ونه ویل چې طالبه کور ودان، خدای دې راوله، اتل یې چې زموږ د اتلانو درناوی کوې؛ خو چې دولتي لنډغر ولاړل، د امان الله خان عکس یې څېرې کړه. چېرته وه ضیا جانه او نور بلابتر!
    که جهاني صيب سره رښيتا هم د امان الله خان او ملي نواميسو غم وي، لومړی دې مجيب رحيمي، مخدوم رهين، پدرام او هغه دولتي ملېشې محکمې ته معرفي کړي، چې د افغانستان جوړښت نه مني، د ديني نواميسو سپکاوی کوي، امان الله خان فاشست بولي او په نورو سپکو الفاظو يې يادوي.
    دغو سيکولرانو ته وايم، چې د امريکا په مشرۍ د پنځوسو هېوادونو غلامي کې يې ډېر سره او سپين وموندل، کورونه او تعميرونه يې په کې پيدا کړل، د امريکايانو په بقا کې خپل ژوند خوندي بولي او د ژوند هره ګړۍ يې د امريکايانو د احسان پورړوې ده، دوی څنګه د امان الله خان دفاع کوي.
    موږ خو ځکه د امان الله خان دفاع کوو او د خپلواکۍ اتل يې بولو، چې انګريزان يې شړلي، هېواد ته يې خپلواکي ګټلې او تل به د ولس په زړونو کې وي او اوس هم د امريکايي اشغال مخالف يو او تر پايه به يې مخالف يو او دغه بې دينان هېڅ حق نه لري، چې د امان الله خان دفاع وکړي، ځکه چې امان الله خان د انګريز دښمن و، هغه له انګريزي ښکېلاک سره جګړې کړي او دوی د انګرېزانو حقله بګوش غلان دي او فخر هم پرې کوي.
    ايا که اوس امان الله خان ژوندی وای، نو د دغو حلقه بګوش غلامانو په اړه به يې څه ويل؟
    قدرت الله حداد په افغان ملي تاريخ کې ليکلي، چې امان الله خان د خپلواکۍ د اعلاميې خپرولو پر مهال ويلي و، چې هر چا د افغانستان په چارو کې د سر د يو وېښته په اندازه مداخله وکړه، «په دغه توره به ترې سر پرې کوم» خلکو د الله اکبر نعرې کړې نصر من الله وفتح قريب شعارونه يې ورکول او له خلکو يې د ازادۍ لپاره د جهاد بيعت او ژمنه واخيسته.
    حداد بابا ليکلي، چې د امان الله د اعلاميې له مخې هر افغان، چې د خارجيانو جاسوس وي، د هغو لپاره کار کوي، سر يې د پرې کېدو دی.
    نو دا خلک د غازي امان الله د دفاع هېڅ حق نه لري، بلکې د امان الله خان د خپلواکۍ د اعلاميې له مخې دا خلک بايد ووژل شي؛ ځکه چې دا څو ورځې د امان الله خان په دفاع کې ډېری فعالان د امريکايي اشغال غلامان دي.
    پاتې شوه، د هغو سپين زړو افغانانو خبره، چې د غازي امان الله توهين يې زړونه دردولي، په ټول احترام بايد د مولانا صيب دعوتي ژوند مطالعه کړي، چې وړوکی د دين په خدمت کې رالوی شو، توره ږيره يې د قران په دعوت او تفسير کې سپينه شوه او دومره تېروتنې يې هم طبعي دي، هر انسان کمزوری دی او زموږ مخلص افغانان که پر مولانا صيب نيوکه کوي، نو بايد په پوره ادب او احترام يې وکړي، دا د دوی حق دی، خو نيوکه کې بايد د هغه شخصيت، ديني ارزښتونه او ملا ته په سپکه ونه کتل شي. له مولانا صاحب سره علمي اختلاف د هغه توهین نه دی، هر څوک حق لري چې پر علمي دلایلو ولاړه نیوکه وکړي.
    زموږ او د بې دينه ډلو توپير بايد همدا وي، چې موږ هم له مولانا صيب سره اختلاف کوو،د هغه ټول عمر په نظر کې نيسو او وايوو، چې دا خبره يې سمه نه ده او بې دينه سيکولران د همدې ورځې په تمه و، چې د مولانا صيب له خولې داسې يوه خبره راووځي، چې دوی يې له مخې د دين او اسلامي مقدساتو سپکاوی وکړي.
    سيکولران له ډېرې مودې مولانا عبدالصبور ته زړه تنګي و، په ټولنيزو شبکو او ناستو کې به يې د هغه له دعوت او قراني درسونو شکايت کاو او دا به يې د خپلو بې دينه فکرونو پر وړاندې خنډ باله او اوس يې سمه موقع په لاس ورغله.
    سيکولران پر دې خبره پوهيږي، چې افغان هره خبره د ملا او عالم په خوله کوي او تر څو چې ملا او عالم ولس کې د معنوي واکمن په توګه وي، د دوی هڅې سرته نه رسيږي.
    امان الله مو اتل، مولانا مو لارښود!

  25. دوی غواړی خلک یو ځل بیا د ترقي او پرمختګ څخه راوکرزوی ، پټی سترګیی یی وساتی او چی څنګه ددوی زړه غواړی هماغسی یی استعمال کړی، زه په خپلو وطنوالو غږ کوم چی په داسی خبرو دهوکه ونه خورۍ ، پخپله تحقیق او پلټنه وکړۍ غازی شا امان الله خان داسی شخص نه دی تیر شوی لکه دوی یی چی یادوی

  26. La hokomata na jadi ghoshtana kawom che nor hagha mulayan che pa pakistan ke aw ya bl hewad ke ye jasosi madrasseh wayali nor da afghanano pa jumatono ke pre nazdi che da tol da watan pa tawan di aw zmoz mashoman khata basi…..

  27. د ملحد جاسوس منافق صبور مدافع وکیل فرمایلی دی چی ټول هغه کسان چی د جاسوس ملاصبور اصلی څهره یی خلکو ته رسوا کړی ده نو ګویا خپله ملحد یا سکولر دی. عجیبه قضاوت له یوی خوا خپله اقرار کوی چی غازی امان الله خان د افغانستان دخپلواکی ګټونکی دی او له بلی خوا وایی ملاصبور هم ښه ویلی دی . دا څنګه امکان لری چی یو منافق د پردیو مزدور زمونږ د تاریخ یو سمبول ته اهانت کوی او بیا به هغه ښه هم وی. مولانا که قرآن او حدیث لوستی دی خپل ځان ته یی لوستی فکر نه کوم چی هغه به واقعی اسلام ته وفاداره هم وی هغه د آی اس آی پیسو ته ناست دی او هر څه چی ملا ډیزلی ورته په غوږ کی ووایی بیا یی دی دلته زمزمه کوی.
    تاسو د ایران ملایانو ته وګوری ، دوی په ټولو مدرسو او پوهنتونونو کی عصری علوم تدریس کوی ترڅو ټولنه یی له عصری علومو نه بی خبره نه وی. هغوی نن منځنی واټن او لری واټن ویشتونکی توغندی جوړوی چی له 500 کیلومترو تر 1500 کیلومترو پوری هدف ویشتی شی ، هغوی نن اتومی سلاح جوړوی او د اسلامی هیوادونو په مقابل کی دی ته حاضر دی چی له اسلامه تیر شی خو رقیب ته ماتی ورکړی . اما زمونږ ملا فضلو ملا صبو خپل تاریخ تحریفوی او که څوک یی خوښ نه شو نو د کفر ، ملحد ، سیکولر او کمونست ټاپه یی تیا ره په جیب کی ده . دغلو مشر حیب الله سقاو ته مجاهد او د پردیو جاسوس ته ولی الله وایی . دی ته وایی قضاوت.

  28. دارواښاد غازی شاه امان الله خان او ټولو ملی شخصيتونو بايد تاريخی لمانځنی وشی ، د پوهنی او لوړو زده کړوپه وزاراتونوکی علمی غونډی اوسيمينارونه ترتيب شی ،دادکلتور وزرات دنده ده چی دملی شخصيتونو په هکله دټولو علمی موسسو سره په ګډه يوه مقرره تزتيب کړی اودريس جمهور له لوری تصويب اودولتی موسسو ته داجرا لپاره واستول شی.

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *