تاند- که څه هم یو شمېر افغانان په دې خوابدي دي چې د کرکټ ملي ټیم یې نن د اسیايي کپ په سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورنه کړای شوه او حتي ځینې د خپل ټیم پر لوبغاړو نیوکې کوي خو په نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو کې د افغانستان ټیم له دې سره سره ستایل شوی چې لوبه یې په ۷۲ منډو وبایلله.

انډین ایکسپریس ورځپاڼه وايي عمراکمل د پاکستان ټیم له حتمي ماتې وژغوره. د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم «افغان لوبغاړو وښودله چې بې ازاره وري نه دي چې څوک دې یې په اسانه حلال کړي.»

ګڼو نورو ورځپاڼو او خبري اژانسونو هم تقریباً ورته نظر څرګند کړی دی.

د دوی په وینا تېز باولرانو شاهپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ په ښه سرعت بالینګ وکړ. د منځني سرعت لوبغاړي میرویس اشرف د ویکټ اخیستلو هنر نندارې ته وړاندې کړ. د سپینر لوبغاړي سمیع الله شینواري (سپن) توپونه هم په کتلو ارزېدل او کیڼ لاسی همزه هوتک یو بل له سترګو پټ پاتې شوی استعداد و چې نن وځلېد.

محمد نبي خپل لوړ مهارت څرګند کړ او په دې توګه د افغانانو ښې لوبې د بنګله دېش په کوسا لوبغالي کې د اکثرو نندارچیانو زړونه خپل کړل.

افغان لوبغاړي په ځانګړي ډول مخکې تر دې چې د پاکستان منډې په شپږو لوبغاړو تر ۱۱۷ واوړي د ډېرو لپاره حیرانوونکي ول خو پاکستان هم د بالینګ په وروستیو کې فوق العاده لوبه وکړه او افغانستان ته یې د توقع خلاف ۲۴۹ منډې هدف وټاکه.

د نړیوالو رسنیو په باور د پاکستان عمراکمل لږترلږه دوه ځلي له حتمي سوځېدا وژغورل شو او که سوځېدلی وای ښايي د دې لوبې نتیجه بل ډول وای. عمر اکمل د پاکستان لپاره ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

د نړیوالو رسنیو په نظر نن د اکمل بخت بېداره و. د شینواري له لاسه که توپ نه وای لوېدلی اکمل به ډېر مخکې سوځېدلی شو.

ارب نیوز ورځپاڼه او پاکستاني رسنۍ هم د اکمل سلیزه د پاکستان د بري اصلي عامل بولي.

په نننۍ مسابقه کې د افغانستان فیلډینګ هم ډېر ستایل شوی دی.

9 thoughts on “د افغان کرکټ ټیم د نننۍ مسابقې په اړه د افغانانو او بهرنیانود نظرونو توپیر”
  1. یو متل دی چی وایی:
    پلار دی چا مړ کړ، سپاره ول که پیاده،
    دی ورته وایی: هر چا چی مړ کړ، زما له ښی یی وغوزځاوه… نور به څه نه وایو.

  2. Asalamoalikum
    we would like to appreciate our national cricket players and other tame members(ACB) and their harding working and having enthusiastic love with cricket and sense of responsibility and patrioism.
    about today’s match > Pakistan has a full membership of ICC and its defending champion of Asia cup and has a strong line-up of bowling and batting side and our tame did very well in fielding, in bowling and also in batting sides but due to some chances and misunderstanding among players caused the lost.
    And the main and key part of the match were umpires they took and favor pakistani side and gave very bad and wrong dicisions in very important situations.
    at the end i wana just say to appreciate our National Cricket Tame and every game have winnig and lossing sides and aviod blaming any one of the cricket tame players

  3. چی امریکا روس چین او دهر هیوا د په مقابل کی ماته منو

    نه د پاکستان په مقابل کی د پاکستان په مقابل کی بری ګټل زما یواځنی ا رزو ده

  4. The lost the game not because they are not telented, but because they were less confident and they are always impressed by full members like they are the king. if they had strong commitment towards their win they would have won this game. there is no need to say that others pages and the cricket experts appreciate afghan players efforts, but there are many others who are making fun of them. they are playing like unprofessional and losing hopes so quickly. i am fed up of hearing every time that Afghanistan has lost from full members. Ireland is better than us, look at them they defeat full members sometime and are good fighters. Afghan players are not the players of today they have lots of experience and are playing cricket from many years. they should be ashamed every time they disappoint us. this is was not bad luck at all this was an opportunity for Afghans player to win but every time they kick the opportunity from them 🙁 🙁 🙁 🙁 🙁 🙁

  5. نه پوهېږم چې تاسو ته د داسې عکس خپرول څه خوند درکوي چې پنجابی په کې خوشحال دی او افغان خفه.

  6. که افغان ملی لوبډلی لوبه ونه ګټله …. په میدان کی لوبیدل یی هم زموږ لپاره ویاړ دی

  7. زما په اند دنبی فیصله درسته نه وه چی بال یی او غوره کړی، ځکه چی افغانستان دومره تجربه نلړی چی سکور چیس یا پوره کړی ځکه د دنیایی کمینټیټرانو په وینا سکور چیس کول ( پوره کول) ډیر تاثیر په ټیم اچوی نو امید ده چی دغه ډول غلطی بیا تکرار نشی زمونږ لوبغاړو کښی سمیع الله شینواری داوهم ځل دی چی یو ځل یی په ۲۰ ورډ کپ کی ویرات کولی په ۳۲ منډو سه کینچ میس کړ او داځل یی د عمر اکمل کینچ او دواړه ځله لوبه زمونږ په تاوان تمامه شوه.
    Because caches wining the matches!
    Regards

  8. داسې مه کوئ دا کبر دی په خپل ټیم شکر وباسئ او نور هم و ورته تشویق او امکانات ورکړئ انشالله العزیز راتلوکې مو ډیره روښانه ده خو که ټیم مات هم شو نو د مصبا او افریدي اوټ کیدو باندې سخت زړه یخ شو او زبردست خوند یې وکړ.

ځواب ورکول عبدالله موسی زی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *