تاند- د افغانستان، پاکستان او امریکا د پوځونو په درې اړخیزه غونډه کې د داعش پر ضد د مبارزې او د افغانستان او پاکستان پر پوځي همکارۍ خبرې وشوې.

د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، په دې غونډه کې، چې نن /پنجشنبه/ د افغانستان په دفاع وزارت کې وشوه، د پاکستان د پوځ د پوځي همکاریو د عمومي ريیس ډګرجنرال ساحر شمشاد  میرزا په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي ګډون وکړ.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د غونډې برخوالو د تروریزم د خطر پر ضد د مبارزې لپاره پر خپل عزم ټینګار وکړ او خپلې ګډې امنیتي ګټې او اندېښنې یې تشریح کړې.

درې خواوو همداراز په سیمه کې د داعش د له منځه وړلو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ او د دې لپاره یې په خپل منځ کې د معلوماتو پر شریکولو او د همکاریو پر زیاتولو سلا وکړه.

په دې درې اړخیزه غونډه کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د درنو وسلو د حملو او د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د هممهالو عملیاتو یادونه هم وشوه.

وروسته له دې چې د تېر اګست په پای کې د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او پاکستان ته یې د سختدریځو د پناهځایونو په وړاندې خبرداری ورکړ، دا د درو خواوو د پوځي چارواکو ترمنځ لومړنۍ غونډه ده.

د ډانلډ ترمپ له خبرداري وږروسته د پاکستان په پالیسۍ کې د پام وړ نرمښت لیدل کېږي.

One thought on “د افغانستان، امریکا او پاکستان پوځونو درې اړخیزه غونډه وکړه”
  1. پنجابک يوازي په زور نرميدلائ سي .
    پنجابک دزور تابع دئ که آفغانستان غواړي دامکاره ګيدړه تر خپل تسلط لاندي راولي اول آفغانانو ته پکار ده چه په داخل کي يو قوي حکومت جوړ او دهر ډول غلا،چور،رشوت خورو،دمځکو دغاصيبيونو،وطن فروشو،مجاهد نمااوجاسوسو خلګو لاسونه دآفغانستان په حکومت اودولت کي لنډ تر څويوغښتلۍ مرکزي حکومت ولرو .داسي غښتلۍ چه يوه قوي منظمه،باسواده اوبې طرفه اردو،پوليس،اوآمنتي دستګاه او بېطرفه قضاء او څرنوالۍولري او مسلح قواوي مو دعالي ډسپلين درلودنکي وي او په عصري جنګي وسايلو مجهز وي.

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *