تاند- یوه تُرک کمپنۍ به د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برښنا د مزې پر پروژې ۱ ملیارد او ۶ سوه ملیون ډالره ولګوي.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به افغانستان د برښنا د ترانزیت له درکه د کال ۱۰۰ ملیون ډالره حق العبور ترلاسه کړي.

له تُرک کمپنۍ سره تفاهملیک نن /چهارشنبه/ د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ګل محمد خُلمي او د ترک کمپنۍ چلیک هولدینګ د ريیس احمد چلیک ترمنځ د افغانستان د ولسمشر په حضور کې په ارګ کې لاسلیک شو.

له دې پروژې څخه به افغانستان او پاکستان د کال ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا وارده کړي. پر دې سربېره به افغانستان د برښنا د ترانزیت له درکه د کال سل ملیون ډالره ترلاسه کوي.

د برښنا دا ۵۰۰ کیلواټه مزی به، چې ۷۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په درو کلونو کې وغځول شي.

د دې پروژې موافقه په ۲۰۱۵ م کال د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ترمنځ په عشق اباد کې لاسلیک شوې وه.

د برښنا مزی به له ترکمنستان څخه د افغانستان تورغونډۍ ته وغځول شي او بیا به د هرات، فراه او کندهار له لارې تر پاکستان پورې ورسول شي.

One thought on “د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د برښنا پر ګډې پروژې څه باندې یو نیم ملیارد پانګونه کېږي”
  1. د افغانستان د جګړو د پای ته رسېدو تر ټولو ښه لاره همدا مشترکې او دریو هېوادونو خلکو ته ګټورې پروژې دي چې په عملي کولو یې جنګ خپل ځای سولې او د ملتونو ترمنځ همکارۍ ته پرېږدي.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *