تاند- د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ «د عملي همکاریو دیالوګ» لومړی پړاو نن /شنبه/ د چین په پلازمېنه پیکینګ کې وشو.

په دې خبرو کې د افغانستان د مالیې وزارت عمومي رييس خالد پاینده، د چین د بهرنیو چارو وزارت عمومي رييس شیاو کیان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت عمومي رييس منصور احمد خان د خپلو هیوادونو استازیتوب وکړ.

درې خواوو په دوستانه فضا کې پر درې اړخیزو همکاریو خپل نظرونه تبادله کړل او موافقه یې وکړه چې د همکاریو لپاره عملي ګامونه واخلي.

درې خواوو یادونه وکړه چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې همکارۍ د افغانستان او سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مثبت اغېز لری.

درې خواوو د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یا کوریدور وستایه او هغه یې له یو بل سره د سیمې د هیوادونو د وصلولو لپاره ګټور وباله.

د افغانستان، چین او پاکستان استازو په سیمه کې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د سیمینارونو، غونډو او ورکشاپونو پر جوړولو هم سلا وکړه.

همداراز دوی پرېکړه وکړه چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بنسټونو د جوړولو لپاره به همکارۍ زیاتې کړي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان افغانستان ته د اقتصادي ګوزار ورکولو لپاره هر څه موده وروسته خپلې ترانزیتي لارې بندوي، د افغانستان د مېوو د صادراتو په اصلي وخت کې د بندرونو بندولو ته پلمې لټوي.

پر دې سربېره د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې، په وسلو او پیسو یې سمبالوي او د افغانستان د تاسیساتو د ورانولو لپاره یې زموږ هیواد ته رالېږي.

پاکستان دا تورونه ردوي او بالعکس تور پورې کوي چې افغانستان د پاکستان وسله والو مخالفانو ته پناه ورکړې ده.

3 thoughts on “د افغانستان، چین او پاکستان د عملي همکاریو دیالوګ غونډه جوړه شوه”
  1. د افغانستلن خلک یې 40 کاله خطا ایستلي دي او لا یې هم خطاباسي،طالبان دومره ماغزه نلري چې ولې؟ ولې ؟ او ولې؟ خپل وطن ورانوي او وطنوال مو بې سواده کوي، شهیدان کوي او …

  2. پاکستان وافغانستان ته ثابت شوی خاین، دروغجن اوفرصت طلبه معلوم دښمن دی نوځکه افغانستان باید لمړی دپاکستان دتعهداتو دعملی کیدو تضمین وغواړی اوبیا باور پری وکړی .،

  3. له پاکستان سره په غونډو کې شرکت کول ، ځان غولول دی، پنجابیان به افغانستان ته بېله خرمرګو، ورانیو ، جنګ ، لارې بندولو ، اقتصادی فشار ، تهدید او مستقیمو مداخلو پرته بل هېڅ شی ورنکړي. که غل نه اوړي مل د واوړي، راځي نورې لارې ولتوي ، په کافر اعتماد وکړی خو پدې منافق هېواد نه .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *