ډاکټر نجيب ننګيال –

درې کاله مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل چې ډېر ژر به د طب او انجينري پوهنځي په انګليسي ژبه کړو. دا خبر ډېره هيله بښونکی و. خو دا هيله يوازې هيله پاتې شوه او تر اوسه يې په اړه هېڅ خبر بيا را نغی. د حامد کرزي په څېر د حکومت اوسنۍ رهبري هم په کامل ډول له روغتيا څخه غافله ده او روغتيا يې په لومړيتوب کې نه ده شامله. دا ډېره بده خبره ده او د حکومت دې بې پروايۍ ټول ولس له احتياج سره مخ کړی. د تورخم د جګړې په دوهمه ورځ پاکستانۍ ورځپاڼې مشرق وليکل: چې د تورخم له ستونزې سره سم د پېښور کابو د ټولو روغتونونو مخې ته مريضان نه ښکاري. د ورځپاڼې په اند هره ورځ په اوسط ډول 5000 ناروغان له کرښې دېخوا راتلل.

ډاکتر نجیب ننګیال
ډاکتر نجیب ننګیال

دا يې يواځې د هغه ناروغانو يادونه کړې چې پېښور ته يې مخه کوله. هغه ناروغان چې د اسلام اباد شفا روغتون، د لاهور شوکت خانم او کراچۍ اغاخان روغتون ته ځي بېل دي. دا خورا لوی شمېر ناروغان دي چې پاکستان ته ځي. دوی هر يو په اوسط ډول هلته هره ورځ 20000 کلدارې يا 200$ خرچ کوي. د ډاکټر فیس، درمل، لابراتوارونه، ټرانسپورټ، هوټلونه او تر څنګ يې هغه ګټه اضافه ده چې ځينې ناروغان د پېښور شاپنګ مالونو ته هم مخه کوي. که محاسبه وشي له افغانستانه هره ورځ په اوسط ډول يو مليون ډالر پېښور ته ګټه رسېږي، چې لس کروړه پاکستانۍ کلدارې کېږي.

هره ورځ له دې وطنه يو مليون ډالر يواځې پېښور ته ځي. هند، ترکيې، روسيې او نورو هېوادونو ته په همدې ډول. مانا لږ تر لږه هره ورځ تخمينا 3 مليونه ډالر له هېواده د درملنې په پار وځي. چې په يوه کال کې يو مليارد ډالر کېږي. دا ډېر لوی رقم دی. که مونږ يواځې همدا پېسې په افغانستان کې ايسارې کړو نو يواځې په يوه کال کې له روغتيايي پلوه له احتياجه خلاصېدلای شو. خو چا ته يې وايې؟ له حکومت خپلې د کمپاين د وخت ژمنې هېرې دي او پانګوال مو د ودونو په تالارونو جوړولو بوخت دي. له ماموره يې نيولې تر وزيره، له ګدا تر پاچا ټول له يوې مخکې بهر روان دي. هېڅوک نه شرمېږي، هېڅوک دا تشه نه احساسوي، هېڅوک غږ نه پورته کوي چې اخر ولې؟ ولې مونږ خپلې پيسې نورو ته ورکوو؟ ولې د نورو احتياج وړو؟ اخر تر کومه… ولسمشر د پښې د عادي فرېکچر له امله يوه مياشت جرمني کې پروت وي، د دولت ټولې چارې فلج وي. د پارلمان رئيس مو د غاښ درملنې ته هم قزاقستان ته منډې وهي، لومړی معاون ترکيې ته روان وي، او دوهم معاون تهران ته. زه وېرېږم هسې نه ډېر لوړپوړي دولتي چارواکي به د هېواد ضدي استخباراتي سفرونه هم د درملنې په بهانه کوي. د هرې پېښې ډېری قربانيان مو نو د درملنې نشتون له امله مري. ډېری بې وزلي هېوادوال مو چې هېڅ د درملنې وس نلري، په کورونو کې مرګ ته شپې سبا کوي. ناروغان مو په پېښور کې د روغتونونو په ځای د پوليسو تهانو ته ولاړ شي. ووهل شي، ورټل شي او د يوه مملکت وقار ورسره خاورې شي. په دې هر څه کې د ولسمشر مسوليت تر بل هر چا ډېر دی.

له کانکوره يې نيولې تر تخصصه يوه ازموينه مو هم معياري نه ده، چې وړتيا په کې په ريښتيني مانا مالومه شي او وړ خلک، وړ ځايونو ته ولاړ شي. د نړۍ په هېڅ هېواد کې چې شايد د طب پوهنځيو ته خلک له عمومي کانکوره نه وي اخيستل شوي. دا يواځې افغانستان دی. سږ کال ټول د دې شاهد و چې د طب د تخصص ازموينې سوالونه مو له مخکې مالوم و او ټوله پارچه له هماغو سوالونو راغلې وه چې په بازار کې په اسانه موندل کېدای شوې. د تخصص د ټرېننګ کوريکولم مو تر هغې بد او د تخصص لپاره ځانګړی شوی معاش تر هغې بد، 7000 افغانۍ- چې د طبابت د يوه ښه کتاب بيه هم نه ده. نو تاسې فکر وکړئ چې هلته به زده کړې څومره مشکله وي؟ د تخصص يو محصل به په 7000 افغانۍ کتاب اخلي، جېب خرچ به يې کوي او که د استوګنې کرايه يې کړي؟ مجبورا کومې راديو سره کار وکړي او ډاکټر مو په ژورنالست واوړي.

د ظاهرشاهۍ طبي کوريکولم لا هم تدريسېږي. طبي مافيا چې ډېری يې پخواني د طب پوهان او استادان دي په هېواد حاکمه ده او هېڅ نه پرېږدي چې سستم دې له بهره فارغو تکړه کدرونو لاس ته ولاړ شي. له پاکستان، هند، انګلستان، امريکا، اسټراليا، ماناډا، جرمني  او نورې نړۍ فارغ التحصيل ډاکټران مو افغانستان ته راتګ زړه نه ښه کوي. حکومت يې د جلب لپاره هېڅ پلان نلري او په هېڅ مراعاتو ورکولو ورته قايله نه دي. يواځې په پاکستان کې دا مهال تر 500 ډېر افغان ډاکټران زده کړې کوي. دوی ټول يې له حکومته او سستمه سر ټکوي. هر يو يې په دې تکل کې دی چې څنګه ژر وکولای شي بهر ته ولاړ شي. دا واقعا ناورين دی. نړۍ د کدرونو د جلب لپاره پلانونه جوړوي او په يوه نه يوه ډول يې خپلو هېوادونو ته غواړي، هويت ورکوي او ډېر مراعات ورته مني. خو له مونږ خپل کدرونه فرار کوي او د پاتې کېدو لپاره يې حکومت هېڅ په لاس کې نلري.

د دولت رهبرۍ ته وړانديزونه:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت محترم ولسمشره!
دا حالت بايد نور حتما تغير وکړي. روغتيا ته لومړيتوب ستا د کمپاين برخه وه، اوس يې د حکومتولۍ برخه هم وګرځوه. په دې هيله چې په وړانديزونو مو غور وکړئ او د اصلاحاتو په راوستو کې مرسته درسره وکړای شي.

لومړی:
د دې لپاره چې طب پوهنځيو ته مو وړ ځوانان انتخاب شي. ضرور ده چې د ښوونځي له 9 ټولګي يا 11 ټولګي څخه طبقه بندي پېل شي. هغه محصلين چې غواړي په راتلونکي کې حياتي علومو (طب، بيولوژي، چاپيريال پېژندنه، فارميسي، کيميا، زراعت، وترنري، بايو ټيکنالوژي….) ته ولاړ شي بايد ځانګړي مضامين ورته انتخاب شي او هغه مضامين چې په راتلونکي کې ورته په درد نه خوري پرې ونه لوستل شي. تر څو ټوله پاملرنه يې د خپلې علاقې وړ مضامينو ته شي. په همدې ډول دې د انجينرۍ او انجينرۍ اړوند مسلکونو لپاره هم طبقه بنده وشي. او په همدې ډول د اجتماعي علومو سره علاقه لرونکي محصلين بېل کړای شي. د همدې ټولګيو چې له کومه ځايه طبقه بندي پېل شوه، ازموينې دې هم د خپلواکو بورډونو او کميسونونو په لاس کې ورکړل شي. په ازموينه اخيستو او نومرو ورکولو کې د ښوونځې د استادانو لاس لنډ کړل شي. دلته به هم وړتيا او هم د شفافيت خيال ساتل شوی وي. مثلا په هر زون کې د معارف وزارت ځانګړي بورډونه جوړ کړي چې له مخې يې بايد د ښوونځيو د پورته ټولګيو ازموينې واخلي او نومرې ورکړي. د زون په کچه ممتاز زده کوونکي ونازول شي او د ښو نتايجو لرونکي ښوونځي تقدير کړای شي.

دوهم:
د طب پوهنځي ته ګډون لپاره دې ځانګړې ازموينه واخيستل شي او يواځې هغه زده کوونکي دې ازموينې ته پرېښودل شي چې په د 12 ټولګيو په شهادتنامو کې يې ځانګړې فيصدي پوره کړې وي. له دې ټولو څخه دې بيا د طب لپاره په ځانګړي کانکور کې يواځې د لوړو نومرو لرونکي ځوانان انتخاب شي. دا ازموينه دې خورا په ښو تدابيرو او شفافيت واخيستل شي. د هند او پاکستان د ازموينې سستم يې ښه مثال کېدای شي او بده به نه وي چې تقليد يې وکړو.

دريم:
د طب پوهنځيو په کوريکولم دې عاجل کار وکړای شي او له معاصر طبابت سره دې سم جوړ کړای شي. ژبه دې يې انګليسي شي تر څو ژر پرمختګ وکړای شو او له افغانستانه فارغېدونکی ډاکټر د نړۍ په نورو برخو کې هم د سيالۍ او دندې وړ و ګرځي.

څلورم:
د شخصي طب پوهنځيو تعداد دې راکم کړای شي او يواځې هغوی دې پرېښودل شي چې په معيار پوره خېژي. د شخصي طب پوهنځيو د محصلينو ازموينې بايد دولتي پوهنتونونه خپله واخلي او د شخصي پوهنتونونو له واکه دې واخيستل شي.

پنځم:
د طب پوهنځيو د معيار ساتنې، د کوريکولم ، د ډاکټرانو راجسترېشن او جواز، د تخصصي ازموينو اخيستو، د روغتونونو څارنه او د سرغړونې په صورت کې د جوازونو د سلب او ورکړې صلاحيتونه دې ټول يوه (خپلواک طبي بورډ/کميسون) ته ولېږدول شي. دغه بورډ دې له سياسي اثر رسوخه لرې وساتل شي او مشري او د رهبرۍ شورا غړي يې بايد د هېواد د طب پوهنځيو رئيسانو په شمول، مسلک ته ژمن او د کافي تجربې لرونکي وي. له بهره د نړۍ معتبر طبي ډيپلومونه لرونکو ته دې لومړيتوب ورکړل شي.

شپږم:
د ستارژ دورې معاش چې اوسمهال 1800 افغانۍ دی، بايد لږ تر لږه تر 20000 افغانيو لوړ وي. د تخصص د محصل معاش چې اوس مهال 7000 افغانۍ دی، بايد تر 50000 افغانيو لوړ اوسي. د سر طبيب، طبيب او نورو معاشونه دې هم په ښو مراعاتو ورکولو سره لوړ کړای شي. تر څو په افغانستان کې نور ډاکټر له مسلکه فرار ونکړي او په خپل مسلک کې دلچسپي واخلي. دا نهايي بده خبره ده چې د معاشونو د کمښت له امله د ډاکټر رويه تغير وکړي. فساد ته لاس واچوي او يا هم له خپل مسلکه زړه توری شي. په دې ډول د مسلکي استعدادونو وژل به د افغانستان د روغتيايي سستم ناورين لا پسې اوږد کړي.

اووم:
په کابل کې دې د يوه لوی 3000 بستريز روغتون جوړول د يوې سترې ملي پروژې په حيث اعلان شي. دا بايد ماډل روغتون و اوسي چې ټولې اسانتياوې ولري او د هېواد نور روغتونونه هم کټ مټ پرمختګ وکړي. ډاکټران يې بايد ځانګړي مراعات ولري، خو بايد ټول د تخصص درلودونکي وي او په نهايي سختو شرايطو استخدام کړای شي.

اتم:
د درملو د کيفيت د کنټرول لپاره دې د روغتيا وزارت لخوا د مالومو شرکتونو څخه د درمل صادرولو لپاره تړونونه لاسليک کړای شي. د نړۍ د درمل جوړونې مشهورو شرکتونو سره دې په افغانستان کې د توليدي څانګو پرانستو په اړه خبرې وشي او سرمايه ګذارۍ ته دې تشويق کړای شي. په دې کار سره مو به له يوه اړخه باکيفيته درمل، په کمه بيه، په کور دننه موندلي وي او له بل اړخه به مو خلکو ته د کار زمينه برابره کړې وي. د مسلکي پرسونل روزل يې اضافه ګټه.

نهم:
د درملو د توليد په برخه کې دې کورني پانګوال حمايه کړای شي او په بازار موندنه کې دې ورسره مرسته وکړای شي. مثلا د دولتي روغتونو لپاره د درملو قراردادونه دې له کورنيو درمل جوړونکو شرکتونو سره امضا کړای شي.

لسم:
د درملو د کيفيت ساتلو په اړه دې جدي ګامونه واخيستل شي. د درملو د کېفېت څېړلو لپاره دې يو ستر مجهز لابراتوار جوړ کړای شي او هېواد ته د صادرېدرېدونکو درملو او په درملتونونو کې د پرتو درملو د کېفېت ارزونه دې وخت په وخت يقيني کړای شي.

        يوولسم:
د طب په مختلفو برخو کې دې د تخصص لپاره محصلين بهر ته ولېږل شي او ټول مصارف يې دولت په خپله غاړه واخلي. هغه متخصصين چې له هېواده بهر فارغ دي او کره معتبر تعليمي اسناد لري، بايد په هېواد کې ورڅخه بياځلي ازموينه د داسې چا لخوا وانخيستل شي چې خپله يې زده کړې يواځې د لسانس تر کچې وي او د دوکتورا له متخصصينو ازموينه واخلي. د نړۍ ټول منلي طبي ډيپلومونو لرونکو ته بايد په قدر وکتل شي او په مناسبو ځايو کې وګمارل شي.

د هغې ورځې په هيله چې هېڅ ناروغ مو بهر ته محتاج نشي.

3 thoughts on “د افغانستان اوسنی روغتيايي سیستم: ستونزې او حل لارې”
  1. Dear Sir:

    Please review the National Health Policy 2015-2020 which is recently loaded in the MOPH web page.

    Each of your statements need to be reviewed in view of the current updated status of health issues. I may elaborate on each of these items later. Please be in contact my email address is [email protected]

    Regards
    Dr.Mubarak

  2. ننګیال صیب الله دی اجر درکړی واقعا ډیره په زړه پوری لیکنه دی کړی ده او ډیرو مهمو نقاطو ته دی اشاره پکی کړی ده که همداسی خبری عملی شی لری نه ده چی په ډیر کم وخت کی به د پردیو هیوادونو له طمعی خلاص شو خصوصا د پاکستان هیواد څخه ۰الله دی وکړی

  3. محترم ننګیالی صاحب موضوع دی ړیره په ځای انتخاب کړی مګرددی لپاره چی پدی وخت کی لوستونکی اوږده مطالب نه لولی باید لنړوی اودوهم داچی هغه څه باندی ړیرتاکیدشوی وی چی دعامی روغتیامحترم وزارت په لومړیتوبونو اوپلانونو کی ورته پاملرنه نوی شوی زما په نظر ړیربه موثر تمام شوی وی

ځواب ورکول Dr.Mubarak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *