لیکوال : حبیب الله حبیب / [email protected]  /

په عربستان کې د شویو بریدونو څخه وروسته له پاکستان سره د عربو او په ټوله کې د اسلامي نړۍ اړیکې د خړپړتیا په لور روانې دي، ځکه پاکستان د اسلام مبارک دین ګډې رشتې سپیڅلتیا ته هم د درنښت په سترګه ونه کتل او د اسلام تر زیګنځای چې د سعودي عربستان سپیڅلې خاوره ده خپل ناوړه او قبیح اعمال ورسول او د بشریت ستر لارښود حضرت محمد (ص) مبارکې روضې ته څیرمه یې ځانمرګی برید وکړ او په جده کې یې هم نور بریدونه وکړل.

دا چې پاکستان د چا په غوښتنه او د څه لپاره له خپل پخواني بادار سره داسې ناوړه خیانت تر سره کړ؛ په اړه به یې بحث له موضوع وتل وي، خو اوس باید افغان حکومت له موقع څخه په ګټې اخیستنې له سعودي چارواکو سره د اړیکو سلسله پیاوړې او اوږده کړې. تر ټولو لومړۍ دې په کور دننه کې د تابعیت تذکرو ورکړې په برخه کې په ولسوالیو او ولایتونو کې محدودیتونه راولي او هیچا ته دې اجازه ورنه کړي څو د کس له شتون پرته دې چا ته تذکره جوړه کړي، ځکه په سعودي عربستان کې په کار بوخت ډیری افغانان په پاکستاني پاسپورټونو تللي او که چیرې د سعودي عربستان حکومت د پاکستاني کاریګرو د ایستلو په تړاو اقدام وکړي، نو کیدای شي د افغاني کارګرو په برخه کې افغان حکومت له عربو چارواکو سره خبرې وکړي او یوې هوکړې ته سره ورسیږي تر څو پر افغاني کارګرو فشار رانه وړل شي او په افغاني تذکرو سفارت پاسپورټونه ورکړي یا یې په افغانستان کې واخلي او بیا د عربستان حکومت ورته ویزې پرې ولګوي.

نو دا چې په افغانستان کې په دولتي ادارو کې اداري فساد او واسطې لویه ستونزه ده او هر څوک چې هر څو تذکرې وغواړي د پیسو په بدل کې یې جوړولای شي او په دې لړ کې ګڼ شمیر پاکستاني اتباعو ته په غیاب کې او یا هم د دوي په شتون کې تذکرې جوړې شوي او هغوي آزاد ګرځي، نو که چیرې سعودي عربستان په پاکستاني کارګرو باندې قیودات وضعه کړي او یا یې له خپل هیواده وشړي، نو پرته له شکه چې به هغوي د افغانستان تذکرو او پاسپورټونو د تر لاسه کولو هڅه کوي، چې دا به بیا په راتلونکي کې د پاکستان نورو ناوړه کړنو پر مهال چې د خپلو دې ډول اتباعو له لارې یې تر سره کوي د افغانستان لپاره لویې ستونزې جوړې کړي. نو ځکه خو په کار ده چې وروسته له دې دې افغان حکومت له ولسوالیو څخه د تذکرو د ورکړې پروسه د ولایتونو مرکز ته راولیږدوي او د هرې تذکرې ورکولو لپاره دې محدودیتونه جدي او ناڅرګندو او ناپیژانده کسانو ته دې تذکرې نه ورکوي.

بل لور ته دې افغان حکومت وروسته له دې د هر بل وخت په پرتله له عربي هیوادونو سره اړیکې ټینګې او په بیلابیلو برخو کې دې هوکړه لیکونه ورسره لاسلیک کړي او له ټولو هیوادونو سره دې د مقیم سفارت په کچه ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي تر څو له دې لارې بهر ته د افغان کارګرانو په لیږلو کې آسانتیا راشي او عربي هیوادونو ته د افغان کارګرو په لیږلو سره په هیواد کې د وزګارتیا کچه تر ټولو ښکته کچې ته راورسوي.

پر دې سربیره دې په ګڼو نورو برخو کې لکه سوداګري ، کرنې ، لوړو زده کړو او… له عربي هیوادونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي تر څو مخکې له دې چې پاکستان له سعودي عربستان سره په چل او نیرنګ خپلې اړیکې بیا ټینګوي او د ټینګولو هڅه یې کوي د افغانستان به اړیکې ورسره پراخې وي او په وړ وخت کې به یې له موقع څخه سمه ګټه اخیستې وي، ځکه پاکستان چې نن له هندوستان او بنګله دیش سره د سیالۍ هڅې کوي او یا ورسره سیال دی له سعودي عربستان سره یې د اوږدمهاله اړیکو پراختیا برکت دی.

One thought on “د افغانستان اوعربي نړۍ د اړیکو پراختیا جدي اړتیا”
  1. Salamoonah;
    Khuday Ta`ala daa monafeck pokistanyan(esp. Penjaby angreez haremoony..) wraz ter baly sharmavi. Ham d`Islam & islamabad?(kofrabott!) pa noom la Ghani Islamy molkonu na Peyse, xayrat, zakaat etc.. las ta rawrrlil, aw ham la xpalo step-fatherz( UK & USA etc..) tsaxa pa milyardo $ axli aw berta yi per tarahgero+inteharyano a.d.n. masrafavi aw bya prrah hem per gawenndyano achawi!! tuf la`net de vi per lahory hire-manndeho

    Allah de d Pashtano, Belochano , Sindhyano aw Kashmiryano xpil xpil azaad hewadunah jorr krri che de toorkono monafeko penjabyano (aw zmong spetsaly hewad ki ddoy la gooddagyano: la penjcheryano, penjdeyano aw penjakaco farsi-ifratyano na) xlas krri.Aamyn.

ځواب ورکول دکتور حمیدالله زړه ور ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *