تاند- لوېدیځې رسنۍ وايي، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له وروستیو څرګندونو وروسته د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو د پاتې کېدو پر سر جوړجاړی د ناکامېدو له جدي خطر سره مخامخ شوی دی.
امریکايي چارواکو مخکې هیله څرګنده کړې وه چې د روانې میاشتې (اکتوبر) ترپایه پوري به د دواړو خواوو ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي.
کرزي ویلي چې په یوه میاشت کې به لویه جرګه راوغوړي چې له امریکا سره د امنیتي موافقې په اړه پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې ځینو غړیو له لویې جرګې سره مخالفت څرګند کړ، ویې ویل چې دا مسله باید ملي شورا حل کړي.
کرزي پرون وویل:«که په امنیتي موافقه کې زموږ ګټې نه وي نغښتل شوي موږ یې نه غواړو او که دوی یې ځان ته مناسبه نه بولي په خپله مخه دې لاړ شي.»
د افغان چارواکو په وینا د امریکا او افغانستان ترمنځ په خبرو کې د اختلاف تر ټولو لوی ټکي له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي پوځیانو له لوري په یو اړخیز ډول په افغانستان کې د عملیاتو او پر افغانستان د بهرني هیواد د برید په صورت کې د امریکا د ملاتړ د څرنګوالي پر سر دی.
افغانان باید د افغان دولت له دغه دریځ څخه په کلکه ملاتړ وکړي.
تر ننه داسې ښکاري چې یو شمیر خلک د دغه تړون لپاره سخت تږي ناست دي او د ژوند بقا ېې یوازې د دې تړون په لاسلیک کې نغښتې ګڼي.
بل شمیر خلک ځان په پنجاب، عرب او ایران خرڅ ښه ګڼي خو د امریکا حضور نه زغمي. د امریکا له شتون څخه د کورنۍ جګړې بل اور ښه ګڼي.
دوی دواړه ډلې افراطي فکر لري.
افغانان باید د خپلو اوږدمهاله ګټو او موخو لپاره ځنې لنډمهاله او اوږدمهاله تاوانونه وزغمي.
سیاست باید له عاطفې او احساساتو بیل وي
کرزی هم که په رښتیا سره وایی خو بد نه وایی. ولی په دی حالت کی داسی یو امنیتی تړون ضروری دی
ایا د بهرنیانو د مرستی پرته کیدای شی اوسنی اداره یوه ورځ په واک پاتی شی؟
ځواب معلوم دی نیمه ورځ هم د کرزی اداره بی د بهرنیو د ملاتړ څخه په واک نه شی پاتی کیدای او اوسنی اداره به د شګو د څلی په شان ړنګه شی
موږ باید کرزی په دې تیرو ۱۲ کلونو کې پیژندلی وي.
هغه چې کله د امریکا سره د اختلافاتو ډنډورې بیل کړي، نو د امریکا په ګټه یو قوي اقدام کوي، زیاتره یو پوخ سند ورسره امضا کوي.
دا د اختلاف ټولې اوازې د دې لپاره دي چې خلکو ته وښیي چې کرزی د افغانستان د ګټو لپاره آن له امریکا سره هم مخالفت کوي.
تیر کال یې په امنیت شورا کې کسانو ته ویلي و چې امریکا بې لدې هم هډې جوړې کړې دي او هیڅوک یې ترې نشي ایستلی، یو څه چنې ورسره ووهئ چې یو څه پیسې ترې افغانستان ته رابود کړو. نور څه نشته.
تیر ځل یې هم د اختلافاتو ډنډورې را مرش کړې چې درز شو تک تور اوباما په تکه توره شپه کې راغی او کرزی ورسره د شپې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.
اوس یې لاسلیکوي
Without this two point were karzai pointing is very imported for this security agreement otherwise this agreement is not worthless
We strongly supporting poin of karzai , we should give only two place to USA no everywhere in the country it’s not on our interest to handover all our strategic point to USA because we need our secret defence areas