تاند- د افغانستان حکومت او د امریکا متحدو ایالتونو د دوه اړخیز امنیتي تړون مسوده نهايي کړه.

اوس د کرزي حکومت ته لاره اواره شوه چې هغه مسوده مشورتي لویې جرګې ته وړاندې کړي چې د ده حکومت له امریکا سره پرې موافقه کړې ده.

دا موافقه د ولسمشر کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ترمنځ په ټېلفوني خبرو کې وشوه.

دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې امریکايي پوځیان به یوازې په استثنايي حالاتو کې اجازه لري چې د افغانانو د کورونو تلاشي واخلي.

په داسي حال کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحدو ایالتونو د امنیتي او دفاعي همکاریو ۲۵ مخیزه موافقه لا لاسلیک شوې نه ده، د دواړو خواوو ترمنځ د مسودې پر مندرجاتو جوړجاړی تر ډېرو کلونو، غالباً تر ۲۰۲۴ پوري په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې کېدو ته د امریکا لېوالتیا ښيي او ورسره دا تضمین ورکوي چې امریکا به د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

 له افغانانو څخه د اوباما د بخښنې د لیک خبر ګڼو لوېدیځو رسنیو تایید کړ، ویې ویل؛ په داسي حال کې چې امریکا او افغانستان تر لویې جرګې یوازې دوې ورځې مخکې د موافقې پر مسودې جوړجاړي ته ورسېدل، اوباما موافقه کړې چې افغانانو ته لیک ولیکي او دا تایید کړي چې د ترهګرۍ پرضد د جګړې په ترڅ کې تېروتنې شوي او افغانان کړول شوي دي.

ایمیل فیضي وايي چې د افغانستان ولسمشر امریکا ته دوه وړاندیزونه وکړل، یو دا چې د امریکايي پوخیانو له لوري دې د افغانانو د تلاشۍ مسله په مسوده کې یاده شي، بیا دې لویې جرګه پرې پرېکړه وکړي، همداراز دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په لویه جرګه کې ګډون وکړي او خلکو ته دې قناعت ورکړي.

دوهم وړاندیز دا و چې که د ولسمشر کرزي لومړنی وړاندیز امریکا نه مني، د امنیتي موافقې لاسلیکېدا دې په افغانستان کې راتلونکي حکومت ته، چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د انتخاباتو په پایله کې واک ته رسېږي، وځنډول شي.

خو بالاخره دواړو خواوو موافقه وکړه چې امریکا به تر لویې جرګې مخکې افغانانو ته لیک ولېږي.

د اوباما لیک به د امنیتي او دفاعي موافقې له مسودې سره یوځای د پنجشنبې په ورځ مشورتي لویې جرګې ته وړاندې شي.

په سند کې چې، این بي سي تلویزیون لیدلی دی، ویل شوي:«دواړه خواوې تاییدوي چې د القاعده او په هغې پورې د تړلیو ډلو د ځپلو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو دوام د ستایلو دی او په دې موافق دي چې تر پایه پوري په خپل منځ کې همکارۍ او همږغۍ ته دوام ورکړي.»

رویټرز خبري اژانس بیا د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ویندوی ایمل فیضي له قوله ویلي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د افغانستان خلکو ته یو لیک ولیکي او په هغه کې به د ترور پرضد په جګړه کې اېروتنې ومني.

له بلې خوا دا هم ویل شوي چې اوباما په هغه صورت کې د امریکايي پوځیانو له لوري د تېرو تېروتنو د نه تکرارېدو ژمنه ورکوي چې د افغانستان لویه جرګه امریکايي پوخیانو ته د افغانانو د کورونو د تلاشۍ اجازه ورکړي.

17 thoughts on “د افغانستان او امریکا امنیتي موافقه نهايي شوه”
  1. امریکايي پوځیان به یوازې په استثنايي حالاتو کې اجازه لري چې د افغانانو د کورونو تلاشي واخلي.

    زه ښاغلی کرزی ته وایم، چه تاسی په استثنايي ډول نه بلکه په رسمی ډول څو ځله دامریکایانو څخه خواهیش وکړه چه دخلکو کورونه مه تالاشی کوی، په ملکی ځایونو بمبارد مکوی اوداسی نور، آیا ستاسی دغه خبری امریکایانو ومنلی؟ چه اوس دي ورته لاسلیک هم وکړه. بیا ورسره داهم لاسلیک کړه چه دامریکا دافغانستان جمهوریت.
    ځکه دابه په نړی کی یواځینی ملک وی چه دیوبیګانه ملک عسکر یی دکورونو اوښځو تالاشی کوی.
    دافغانانو سره دي ډیره جفآ وکړه

    1. د طالب جان د لاسه

      طالب جان که زما په کور او زما په کلي کې نه پټیدای او زما د کلي او کوره ېې د ملي اردو او ملي پولیسو پرضد سنګر نه جوړولای نو ولې به زما کلی او کور یا بمبارد کیدا او یا تلاشي کیدا؟

      طالب او پنجابي ته ووایه چې د سړي زامن شي. د ولس د کلو او کورنو څخه سنګر جوړ نکړي

  2. ښه شول چې اختلافونه له منځه لاړل او بلاخره افغانستان او امریکا دامنیتي تړون پر سرموافقې ته ورسیدل. دا تړون د دواړو غاړو په ګټه دی. داسې نه ده چې تړون کې به یو لوري ډېرې ښېګڼې ترلاسه کوي او بل لوری به تېرباسي. د تېرویستلو خبره دلته کوم ځای او معنی نلري بلکې د شریکو او متقابلو ګټو خبره مطرح ده.

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    سبا یا بله ورځ به فرمايشي لويه جرګه دایرېږي، مګر افغان ولس بايد پوه شي، چې ملت يې اغوا کړی، دهنيتونه يې ورمات کړي دي، ځکه موږ په طالب او ګاونډيانو وېروي، مګر نه موږ افغانان يو او کولی شو، پخپلو کې سره پوه شو او د افغانستان د پرمختګ او خپلواکي لپاره يو موټي شو، نو د افغانستان د خپلواک هويت او حيثيت لپاره بې تفاوته مه پاتې کېږی.
    په ۱۹۳۳ کال کې ناسيستان په جرمني کې واکمن شول او خپل ملک يې ۱۲ کاله وربړولو، دويمه نړيواله جګړه وشوله او ټوله نړۍ ووېشل شوه، مګر زموږ افغان ولس په جګړه کې له دغه بدمرغي حالته ځان وساتلو او افغانستان لکه يو ناپېيلي ملک د غويي تر سرې غميزې ناپېيلی پاتې شو، مګر له هغه مودې چې لاسپوڅې واکمنۍ په افغانستان کې رواج شوي دي، نو د ملت مغزشويي او فرمايشي جرګې هم ډېرې شوې دي، بېلابېل اساسي قوانيڼ هم پر تپل شوي دي، مګر ښه ويل شوي صبر تريخ دی، مګر بر يې شيرين دی، نو خپل ولس به زغم، پوهاوي او سياسي درايت ته راوبولم، چې د نړيوالو مقرراتو سره سم او د افغانستان د ملي هويت په ساتنه کې له امريکايآنو سره خبرو ته کېني او د افغانستان د ناپېيلتوب برخه وردرنه کړي، ځکه په نړۍ کې يوازې امريکا نه ده، چې پر موږ باداري وکړي، مګر نور ملکونه هم شته، چې زموږ سره خواخوږي وکړي، نو د دغو فکتورونو په پام کې نيولو سره بايد افغان ولس په ساختګي جرګو کې هم له ملي ارزښتونو تېر نه شي او افغاني سياسي خپلواکي او ټولنيز هويت هم وساتي
    موږ له امريکايانو سره صرف د يو او بل د ګټو پا پام کې نيولو سره کولی شو تړونونه لاسليک کړو، خو موږ افغانان بايد خپلواک وو، چې له نورو ملکونو سره هم په خپله ګټه قراردادونه لاسليک کړو، مګر نه د اجنبي د اډو لپاره خپل ولس د مريتوب په لومه کې و نښلو!
    موږ غريب یو، مګر بې وقاره نه یو! د يو موټی او آزاد افغانستان په هيله
    معه سلامو کم الاهلول مسلمين او الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  4. «
    دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې امریکايي پوځیان به یوازې په استثنايي حالاتو کې اجازه لري چې د افغانانو د کورونو تلاشي واخلي»
    تالاشي خو هر یوه استثنايي وي، پهړډې توګه به هرې تالاشئ ته اجازه وي چې په اتوماتیک ډول تر سره شي . دا هسې په سترګو کې خاورې شیندل دي
    او بیا يې ړیلي هم نه دي چې په استثنايي حلاتو کې به اجازه اخلي بلکې اتوماتیک اجازه لري چې آن دشپې له خواپه خپل سر په کورونو ننوځي او تا لاشي وکړي، کرزیه ړوند شې چې په دې ورسره هوکړه کوې، ته نه شرمیږې چې
    دا رنګه وړاندیزونه منې؟؟؟؟
    «
    دواړه خواوې تاییدوي چې د القاعده او په هغې پورې د تړلیو ډلو د ځپلو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو دوام د
    » ستایلو دی او په دې موافق دي چې تر پایه پوري په خپل منځ کې همکارۍ او همږغۍ ته دوام ورکړي
    یعنې :
    که دوام يې ورکړ نو ګوډاګی حکومت مجبور دی چې ويې ستايي ، تنقید خو پرې ناممکنه دی، او که دوام يې ورنکړهم ګوډاګی حکومت پرې څه تنقید نشي کولای
    دا عملیات خپل سري دي ګډ عملیات نه دي او دوی د خپل سري عملیاتو اجازه له جرګې څخه غواړي(!) نو په خپل سرو عملیاتو کې همکاري له کومه شوه؟
    او همغږي يې همغه د لاسونو پړقول دي چې ګوډاګیان به يې عملیات ستايي، لعنت په داسې شاشجاعي او کارملي ګوډاګیانوچې په هېڅ دملي ناموس او ملي ابرو اړ نه دي
    نتیجه:
    افغانان د خپل وطن دفاع پخپله کولی شي که بهرنیان په کې لاسوهنه ونکړي داخلي جړه هم منځته نه راځي، اوسنی جنګ هم امریکایانو او د هغوی باکستاني او ایراني بړېڅو رامنځته کړی، ځو دغسې له شرمه ډک تړون رامنځته کړي او جګړه هم جاري وساتي

  5. «
    باچا
    November 19, 2013 په 23:31 تبصره
    ښه شول چې اختلافونه له منځه لاړل او بلاخره افغانستان او امریکا دامنیتي تړون پر سرموافقې ته ورسیدل. دا تړون د دواړو غاړو په ګټه دی. داسې نه ده چې تړون کې به یو لوري ډېرې ښېګڼې ترلاسه کوي او بل لوری به تېرباسي. د تېرویستلو خبره دلته کوم ځای او معنی نلري بلکې د شریکو او متقابلو ګټو خبره مطرح ده
    »

    باچا؟؟
    ته د کوم وطن باچا یې …د مسکو که امریکايې؟
    یا ددواړو په طرف یې… تش په نوم سید ، ملا ؟؟؟
    آزادۍ نه خبر نه يې…خپلواکۍ ته نا اشنا یې
    د لوېدیځ- ختیځ ګرداو کې… به تر څو داسې ګم راه يې؟؟؟
    خفه نشې ته لا ځوان يې…خبر نه يې چې څه وايې؟؟؟

  6. د امریکا د نظامی قواوو موجودیت د افغانستان د لویی جرګی د تصویب په صورت کی زمونږ هیواد ته مفید دی مګر امریکا باید د یوه مقتدرهیواد او د بشر د حقوقو د مدافع په توګه د نورو خلکو حقوقو او آزادی ته احترام ولری. د خلکو د کورنو تلاشی د په مطلق ډول د افغانستان نظامی قواوو ته پریږدی او د هغه پر ځای د دوی خپل ټول فکر او پام په پاکستان کی د ترهګرو اصلی ځالو د له منځه وړلو ته واړوی.
    افغانان سوله دوست او پر خپل هیواد مین خلک دی . مونږ هیڅکله بل هیواد ته د خطر عوامل نه برابروو او غواړو له ټولو نړیوالو سره په سوله او انسانی فضا کی ژوند وکړو. که د امریکا دولت په افغانستان کی یو داسی ثابت او قوی دولت رامنځ ته کړی چی له فساد ، مخدره موادو ، ترهګرو ، رشوت او د مځکو دغصبولو او غلاوو مخه ونیسی او ټولی اقتصادی مرستی د همدغه دولت له لاری په شفاف او عادلانه ډول سره مصرف شی . بیکاری له منځه ولاړه شی او اقتصادی پرمختګ شروع شی، سیمی او امریکا ته به هر راز خطرونه له منځه ولاړشی .

  7. دکورونو تلاشی هیس افغان نامنی د یو میلی خیانت دا د باید ورسرا ونا منل شی دباید دافغانی عسکرو لاخوا ترسرا شی

  8. خاریجات باید تر خپلو کیمپو محدود شی او دزرورت پا وخت کی د افغان حکومت پا غوشتنا کومک وکڑی

  9. مونږ پدی ۱۲ کلنو کی ونه توانیدلو چی خپل وطن له نارمی څخه لیری کړو وژنی ودروه طالب هم دمعلم ډاکټر انجینر او یا د مسجد دینی عالم په نامه افغانان راته شهیدان کوی مونږ ته اوس پکار دی چی باید خپل ځان څومره زر وکولای شو چی له دوی څخه خپل ځان لیری کړو.

    په خپل ځان کی اصلاحات راولو. په خپل اداره کی اصلاحات راولو.

    مونږافغانان په نړی کی اول نمبر فسادی مشهور شوی یو
    نړیوال پر افغانان اعتبار بند کړ خپل اعتبار موقف باید ترلاسه کړو په جنک باندی هیڅ هم لاسته نه راځی بیدو له دی چی خپل ورور مو ووژل شی

  10. سلامونه می ومنی څه ووایم که ووایم چی ندی لاسلیک کیږی ولاکه دی پاکستان اوایران پریږدی او که لاسلیک شی خو بیا یهود او نصارا تر لاس لاندی به یو نو زه وایم چی ایران او پاکستان ښه دی نه کفار او بل چی ټوله افغانستان ولس منفی کمیټونه ورکړی لابه هم لاسلیک شی داصرف دوخت ضایع کول دی

  11. نه پوهیزم. شه پوهیزم. او په هرچه پوهیزم امریکا واقعی توگه د افغانانو سره کار نکوی یواجی خپل هدف لپاره کار کوی که چیری سبا دکومی خوا باندی غرنده سوه پر امریکایانانو بیایی په سترگو به ونه وینی نه مخ کی. افغانانو اختیار درلودی نه به یی راتلونکی ولری

  12. Dear Mullah Maiwand Akhund,

    we know that physically you are Mulla Maiwand Akhund but mentally and injected you are by ISI agent and doing poisoned propaganda against our national interest . because of you Mullas we are backward and because you Mullas we are destryed but we know that Afghan nation is not 12 years past nation they knows their enemies I am very sorry that now your business is going down no one will listen to you

  13. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د افغانستان خپلواکي او اداره د اشخاصو له نظرياتو يو لوړ هدف دی، ځکه زه د افغانستان په اړه فکر کوم، نه د وړو خولو لويو خبرو په اړه سوچ کوم. زموږ ملايانو کار خو همدا دی، چې په جومت کې امامت وکړو، د جمعې خطبه ووايو، چې ملت مو مسلمان او پک نفسی پاتې شي او مدرسه کې د اسلامي زده کړو پېټي مو پر غاړه دی، نور نو هڅه کوو چې د لاس په تڼاکو او د تندي په خولو خپله ډوډۍ حلاله کړو، بل پلو ته د ټولنې نورې برخې دي، چې خپل مسلکي خلک لري.
    د قضا لپاره قاضيان دي، د امنيت لپاره بګيله نظاميان دي، د طبایات لپاره بېکاره ډاکټران دي، د ښوونځيو لپآره بې علمه استادان دي او د ادارې لپاره فسادي مداريان او بېسواده چپړاسيان دي، نو ښاغلیه حزبالله جانه ته يې کوم یو يې، چې نه دې خپله ساتلې او نه هم د نورو د ښېګڼې لورېينه لرې! ما ستا او يا له ملته واکمني نه ده غوښتې، مګر په خپله خاوره کې مې د خپلواکي غږ پورته کړی، چې راتلونکی نسل مې د غلامي په لومه کې ونه نښلي، ځکه زه به ژوندی وم او که نه مګر افغانستان به تلپاتی وي، مګر که لکه يو شمېر غوندي د شاشجاع او بکوف په لاره روان وي او يا له کرزي سره همکار وي، نو بيا نو افغان ملت د دې حق هم نه لري، چې د خپلې خپلواکي غږ پورته کړي!
    موږ په افغانانو کې په هره برخه کې مسلکي پوهان لرو، چې هم د کار وسه لري او هم يې پوهه شته، مګر له بده مرغه يو پلو ته يې ډانګ دی او بل پلو ته يې پړانګ دی، چې د خپل ملت زعامت نه شي تر لاسه کولی، د کمونيستانو په موده کې يو شمېر زموږ ملت د روسانو په پښو ورواچولو او نويو غلامانو امريکا ته بې قيد شرطه ورتسليم کړلو، زما پوښتنه له وطنفروشانو او د صحرا له ګېډړانو او د کلا له ليوانو بيا دا ده، چې آيا د افغان ولس وينه دې سترګو ته نه درېږي! آيا د افغان ولس خويندې، ميندې او لورانې نه شهيدانې کېږي! که په چا کې لږ د انسانيت احساس وي، نو بيا به هم د غلامي لومې ته غاړه کې نږدي!
    معه سلاموکم الاهلول جاهلين
    ملا ميوند آخوند

  14. په تيرو دولسو كلونو كي د ٤٠دولتو نظامي زواك ، درجنوعسكرو، ملياردو دالرو، له خپل روزل شوي گوداگي نظام سره ، افغانان نه فه وزنو نه په بندي كولو مات كرل، نو اوس به يي د بادار خيرات ته منتظر غله داكو كواكه چرسيانو بنگيانو اربكيانو په تپولو همدغه غيور افغانان تر اشغال لاندي ساتي ، دا وري به يي شري نشي! خو دومره شه شول چي هغه وطن پروش دين پروش ضمير پروش مزدوران يي افغانانو ته ور او شودل چي له روستي سلگي پوري د افغانانو غوشو وينو خورونكو يرغلگرو ته وفاداردي

ځواب ورکول ګلو جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *