تاند- د افغانستان او ایران له یوې موافقې سره سم د دوو هیوادونو ترمنځ به د مسافري الوتکو تګ راتګ په اوونۍ کې ۱۸ الوتنو ته زیات شي.

د ایران د ملي هوايي چلن د ادارې عمومي ريیس مراد اسماعیلي د پنجشنبې په ورځ په تهران کې وویل چې د افغانستان د ملي هوايي چلن او ایران د هوايي چلن د پلاوو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دوو هیوادونو ترمنځ هوايي تګ ارتګ زیات شي.

د ده په وینا دواړو خواوو یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې د افغانستان او ایران هوايي شرکتونه اجازه لري چې پر ټاکل شویو الوتنو سربېره چارټر یا دربست الوتنې هم د یو بل هیواد ته وکړي.

د ښاغلي اسماعیلي په وینا ټاکل شوې ده چې په اوونۍ کې ۹ الوتنې افغان هوايي شرکتونه او ۹ ایراني شرکتونه وکړي.

ده دا هم وویل چې په موافقه کې ویل شوي چې د ضرورت له مخې ایراني الوتکې د افغانستان د پلازمېنې کابل او کندهار، مزارشریف او هرات ښارونو ته هم الوتنې کولی شی.

2 thoughts on “د افغانستان او ایران ترمنځ به په اوونۍ کې ۱۸ الوتنې کېږي”
  1. که دا په اونئ کی ۱۸ الوتنی په ایران کی د مهاجرو افغانانو د انتقال لپاره وي خو هیڅ کومه خبره نده مګر که دا (هوائي پول) افغانستان ته د ایران د مذهبی او تبلیغاتي موادو او اجنتانو د انتقال لپاره وي ، ( چی په غالب ګمان همداسی هم دی ) نو دولت ته پکار ده چی پدی موضوع دی له سره غور وکړي ، زموږ له هیواده د نورو ګاونډي هیوادونو ته په اونئ کی له یو یا دوه الوتنی څخه زیاد ندی .
    که کرزي صیب د څو کڅوړو پیسو په بدل کی د هیواد ټولی ځمکني دروازی د ایرانیانو فرهنګی یرغل لپاره پرانستیوئ او ایرانیانو هم په کانتینرو تبلیغاتی مواد او پیسی د خپل نفوذ د خپرولو لپاره زموږ هیواد ته ولیږدول ، دا دی اوس زموږ هوائي حریم هم هغوی ته پرانستئ دی ، لوی خدای دی ، د دی وطن او خلکو ساتندوی وي .آمین
    پاچاخیل

ځواب ورکول Farid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *