تاند- د افغانستان او سکاټلنډ مسابقه د افغانستان په وخت د شپې په دوه نیمې بجې، چې د استرالیا د ورځې یوولس بجې وې، د سکاټلنډ په بیټنګ پیل شوه.

دا مسابقه د استرالیا د دونیدین ښار په یونیوسټۍ اوفل لوبغالي کې روانه ده.

پچه افغانستان وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی بالینګ وکړي. دا په تېرو درو مسابقو کې لومړی وار دی چې افغانستان پچه ګټي.

افغان کیپتان محد نبي د پچې له ګټلو وروسته وویل چې غواړي پر سکاټلنډ د خپلو فاسټ یا تېزو باولرانو په وسیله فشار راوړي ځکه یې لومړی باولینګ غوره وباله. د افغانستان په ټیم کې د میرویس اشرف پر ځای شفیق الله میدان ته راوتلی دی ځکه چې میرویس اشرف له سریلانکا سره په مسابقه کې یو څه ژوبل شوی و.

د مسابقې د پیل په مهال په افغانستان کې د شپې ۲ نیمې بجې دي ښايي ډېر لږ خلک د مسابقې لپاره ویښ وي. خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک دا مسابقه ویني. په سکاټلنډ کې ډېر خلک تلویزیونونو ته ناست دي چې د خپل ټیم مسابقه وویني. سکاټلنډیان په روان نړیوال جام کې یوازې همدې مسابقې ته هیله لري ځکه چې تر نړیوال جام مخکې یې په تمریني مسابقه کې افغانستان ته په ډېر توپیر ماتې ورکړې وه.

د سکاټلنډ ټیم تر دې پخوا په ۳ نړیوالو جامونو کې ګډون کړی خو هیڅ مسابقه یې نه ده ګټلې.

افغانستان او سکاټلند تراوسه پوري ۸ نړیوالې یو ورځینۍ مسابقې کړي چې ۵ یې افغانستان ګټلي دي.

د سکاټلنډ لومړني باولران: کې جې کویتز او سي ایس مک لیډ دي.

د افغانستان لومړنی باولر شاهپور ځدراڼ دی. شاهپور ځدراڼ په روانو مسابقو کې خورا ښه ځلېدلی دی. د ده تېزو توپونو د ډېرو پښو ورسستې کړي دي.

مک لیوډ د دولت ځدراڼ په توپ (د دوهم اور په وروستي توپ) وسوځول شو. نومړی په داسي حال کې وسوځول شو چې ټیم یې ۷ منډې کړې وې.

6 thoughts on “د افغانستان او سکاټلنډ مسابقه روانه ده”
  1. سکاتلند ټول اوت په ۵۰ اورونو کې ۲۱۰ نمره اوس د ادفغانستان وار دی خدای د وکړي چې دا نمره پوره کړای شی

  2. اوس د انګلستان په وخت د شپې ۱۲:۴۵ دي او سکاتلند ټول اوت شول او ۲۱۰ نمره یې په ۵۰ اورونو کې جوړې کړې. د افغانستان ټیم ښه لوبه وکړه خو لږ بې پروا معلومیدل دوی کولای شول چې سکاتلند په شاه او خوا ۲۸۰ ټول اوت کړي خو بیا هم ډیرې هیلې شته چې افغانستان وکولای شي ورکړل شوي هدف په اسانی سره پوره کړي او په دې سره د افغانستان لپاره لومړنۍ بریا وي او پیل يې له همدې بریا څخه شي او هیواد ته د نړي څخه ګټل شوی کپ راوړي له خیر سره.

  3. ا فغانستان خپله لوبه د انګلستان په وخت د شپې په ۲:۱۵ د منګل او احمدي په ملګریتوب پیل شوه او افغانستان په تراوسه په ۳ اورونو کې ۱۳ نمره آخیستې. دبریا په هیله

  4. سلامونه او پیرزونی: دا راسره منی چی د افغانستان د ملی ټیم توپ اچوونکی ځایګړی وړتیا لری خو د توپ وهنی په برخه کی ډیری ستونزی وجود لری زما غوښتنه د کرکټ بورډ اداری له مسولو اشخاصو دا ده چی باید د توپ وهنی په برخه کی په لوړه کچه لوبغاړی وروزی چی په راتلونکی کی مو شته ستونزی تکرار نشی

    فریدالله کاموال

  5. د شینواري لوبه د پام وړ وه پرته له شینواري له لوبې څخه نا ممکننه وه چې دا لوبه افغانستان ګتلې وای خو په آخر کې د شاپورهلې ځلې هم باید په پام کې ونیول شي. ټول ټیم ډیره ښه لوبه وکړه. الله (ج) د تل بریاوې د افغانستان په برخه کړي. ټولو هیوادوالوته د مبارک وي. سګاتلند داسې فکر کوه چې دا لوبه به هرو مرو ګتې خو د الله او د ټیم ښې لوبې هر څه بدل کړل

ځواب ورکول فریدالله کاموال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *