تاند- یوه الوتکه، چې ۶۰ ټنه طبي بوټي پکې بار ول، نن /دوشنبه/ له کابله نوي دیلي ته روانه شوه او په دې توګه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو کوریدور (دهلېز) رسماً پرانستل شو.

د دغو طبي بوټو ارزښت ۵ ملیون ډالره دی او افغان او هندي چارواکي هیله لري چې د دوو هیوادونو شرکتونه او سوداګر به د هوا له لارې ډېر مالونه وارد او صادر کړي.

د افغانستان – د هوايي کوریدور په پرانستونکو مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل«زموږ هدف دا دی چې افغانستان پر یوه صادراتی هیواد بدل کړو. تر څو چې موږ صادراتي هیواد شوي نه یوو، بېوزلي او بې ثباتي به له منځه لاړه نه شي.»

ولسمشر غني وویل «ن ورځ د دې ښکارندویي کوي، هغه څوک چې په افغانستان حمله کوي باید پوه شي  چې زموږ اراده نشي کمزورې کولی. څوک چې د دوست په توګه  افغانستان ته راځي زموږ غېږه ورته پرانیستې ده او که څوک د دښمن په توګه راشي، نو ګور ته به لاړ شي.»

افغانستان هیله لري چې له دې لارې به هند او نورو هیوادونو ته خپله مېوه، طبي بوټي، غالۍ او راز راز کرنیز محصولات صادر کړای شي.

په مراسمو کې په کابل کې د هند سفیر منپریت وهرات د افغانستان ولسمشر ته وویل«موږ له تاسو سره مرستو ته دوام ورکوو دا کوریدرو به پراخ شي او د بازار اړتیا ته په پام به د الوتنو پر یوه غوړېدونکې شبکه واوړي.

3 thoughts on “د افغانستان او هند ترمنځ هوايي کوریدور رسماً فعال شو”
  1. checkpoint and control for this business need more attention/
    don,t think negative/but becarefull terorism is more active,RISK OF BUMB IN KARGO

  2. د افغانستان امنیتی اداری باید کلکه څارنه وکړي. او امنیتی ادارو یوه خاصه څانګه باید د دغو الوتنو د امنیت د خوندیتوب لپاره وټاکل شی

  3. ولسمشره ، ذلیل اشرار دی کار ته نه پریږدی. د وطن هست وبود خو همدغو سرټیټو اشرار تباه کړل، نشته وس مې چی د دوی یوڅو خیټور می په همدغه صحنه کی ستا په پښوکی چپه کړی وی

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *