سلما بند

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي نن /شنبه/ په هرات کې د افغان – هند د دوستۍ بند رسماً پرانست.

ولسمشر محمد اشرف غني د هند له صدراعظم سره د افغانستان د روانو حالاتو او د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وکړې.

ولسمشر غني د افغان-هند د دوستۍ بند په مناسبت غونډې ته وویل:«افغانستان او هندوستان له اوږدو مودو پر له پسې اړیکې لري او اوس د اتصال په ملیونونو کړۍ زموږ ملتونه سره نښلوي.»

ده زیاته کړه:«نن ستاسو په مرسته دغه بند له ۴۰ کلونو وروسته د افغانانو خوب په حقیقت بدل کړ.»

د افغان- هند د دوستۍ بند که څه هم زیاته برېښنا نه تولیدوي خو ۷۵ زره هکتاره مځکه خړوبوي چې د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز لري.

2

صدراعظم مودي هرات ته رسېدا په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړه
صدراعظم مودي هرات ته رسېدا په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړه

د هند صدراعظم ښاغلي مودي د افغانستان له حکومته مننه وکړه چې د سلما بند یې د افغان- هند د دوستۍ بند نومولی، ویې ویل دا سیمه به د دغه بند په برېښنا روښانه شي او خلکو ته به یې د اوسېدو هیلې ورکړي.

موده همداراز وویل، دا بند به یوازې برېښنا تولید نه کړي بلکې د افغانانو په منځ کې به خوشبیني او اعتماد رامنځته کړي.

د هند صدراعظم زیاته کړه، دا بند به د هرات ولایت دوه نیم لکه کورونو ته برېښنا ورکړي او د ۶۴۰ کلیو مځکې به خړوبې کړي.

(د بند په اړه نور ولولئ)

One thought on “د افغانستان او هند مشرانو «د افغان – هند د دوستۍ» بند افتتاح کړ”
  1. زمږنږ ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني او د هند صدراعظم ښاغلی نریندرا مودي په شانداره مراسمو زمونږ دسلما بند پرانست، زه ددواړو مشرانو څخه دزړه دکومی مننه کووم.

    دهند بی غرضه مرستی او دد غه بند جوړول به د افغانانو نسلونه نسلونه دیاده ونباسی

    خدایه داسی نقشه په غیابی ډول جوړه کړه چه زمونږ سهیلی یا جنوبی ګاونډی هندوستان شی نه پاکستان

    ټولو ورونو ته د دغه بند مبارکی وایم

    مننه مننه مننه

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *