لیکونکې: ظریفه غفاري –
لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده نو د یو هیواد ثبات او ټیکاو په هره برخه کې د هغه هیواد د امنیتي او بیا استخباراتي حالاتو یا امکاناتو پورې مستقیم تړون لري نو، هر یو هیواد د دې هڅه کوي چي تل په هرڅه سمبال، مناسب او منظم امنیتي او استخباراتي سیستم ولري ترڅو د خپل او پردي نه د هر ډول رسیدونکي خطر مخه ونیول شي.
تیرو ورځو کې ښاغلي حامد کرزي هم ویلي ؤ چي
“دا تړون به د ډیورنډ او ګندمک تړونونو ته ورته تړون به وي او یوځل بیا د تل لپاره به افغانان ورسره ځوریږي.”
محترم امر الله صالح د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخواني مشر هم ویلي چي
“دا تړون د افغانستان د استخباراتو خرڅلاو لپاره زمینه جوړول دي”
ښاغلي رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریس هم د دې تړون سره خپل کلک مخالفت اعلان کړي او تړون د ریاست د معاون لخوا لاسلیک شوي.
دغه تړون په هکله بیلابیلې نظریې او نیوکې موجودې دي خو، دا واضح ده چي د افغانستان د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل دریځ پدې اړه واقعأ د ملاتړ وړ دي او هیله ده ښاغلي ولسمشر او بیا د افغانستان د ولس د کور نمایندګان هم پدې اړه صداقت سره فیصله وکړي او د دې اجازه دې ورنکړي چي د پاکستان د آي اس آي اداره کوم چي تل زمونږ د لستوڼي مار پشان پاتې شوي یوځل بیا زمونږ خاورې سره لوبې وکړي.
ځکه چي،
افغانستان کې تیر څو لسیزې جګړې هرڅه یې تباه او برباد کړي ؤ، استخباراتي ریاستونه، امنیتي سرچینې، دفاعي سیستم او بیا اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي او نورې ټولې برخې د خارجي مداخلو او داخلي سرغړونو له کبله نامنظم او ډیر ژوبل شوي ؤ. په ۲۰۰۱ کال کې د نوي حکومت د راتګ سره سم افغانستان پس له ۳۰ کلونو هلې ځلې د ځیني نیمګړتیاوو سره دا دي نن ورځ لږ څه او یا دې وخت او حالاتو ته په کتو سره ډیر زیات قوي او منظم استخبارات او امنیتي سرچینې یې جوړ کړي چي د ګاونډیانو بلخصوص د پاکستان د آي اس آي ادارې د سترګو اغزي ګرځیدلي. پاکستان هغه هیواد دي چي که تیر ته ځیر شو نو هیڅ یوه برخه د تاریخ به داسې ونه موندو چي دا هیواد زمونږ د هیواد ملاتړ یا دوست پاتې شوي او نه خو د دې تمه لرلاي شو چي دا هیواد به مونږ سره د دوستي او د ترهګري سره د مبارزې لپاره لاس یو کړي بلخصوص د آي اس آي ادارې نه دا تمه لرل زما په نظر حماقت او ځانته خوبونه پرته له پایلې جوړول دي. پاکستان هغه هیواد دي چي د افغانستان او افغانانو په سر به یې القاعده، طالیان او نور تروریستي ډلو سره یې معاملې کولې او کوي لکه چي څه موده مخکې ما یو ځاي یو خبر کې لوستۍ ؤ چي د پاکستان د آي اس آي ادارې پخواني مشر لندن کې یوې ټلویزیوني ناسته کې ویلاي ؤ چي
“مونږ طالبانو سره د افغانستان په سر معاملې کولې.”
د طالبانو مشر اسامه بن لادن د پاکستان ایبت آباد کې وموندل شو سره د دې چي دا هیواد د طالبانو سره د مرستې ادعاوې ردوله، کویټ ته د مذاکرې لپاره د طالبانو لوړپورې چارواکې به پاکستان نه تګ راتګ کولې، د طالبانو ویاندویان او مشران د پاکستان له آدرسه تل نړۍ او افغانستان سره مخ کیږي….او داسې نور
نو، له دې نه واضح معلومیږي چي دا اداره هیڅکله زمونږ په ښه نشي کیدلاي او اوس هم د دې کوښښ کوي چي زمونږ څو کلنې لاسته رتوړنې رانه واخلي لکه څنګه چي کلونه پخوا د څو داخلي دړه ماران او وطن فروشانو په مرسته یې د ډاکتر نجیب الله د وخت استخبارات یې برباد کړل دا ځل هم په همدې کوښښ روان دي خو هیله ده نور افغانان له خوبه پاڅیدلي اوسي او د داسې ناسزاؤ مخه دې ونیسي.
د یو آزاد او سرلوړې افغانستان په لور
آغلې له احساساتو مو مننه… فکر کوم تاسو هم ځان مشهور وئ
ژور تحلیل دی کړی