۶ جون ۲۰۱۴

ګرانو لوستونکو: د ښاغلی بروس ريچارډسن د پورتنی عنوان لاندی ليکنه ما پښتو ته اړولی او لوستلو ته يی ستاسو توجه غواړم.

“د ډيورنډ کرښه، لويی تاجکستان،فدرالی قبايلی ايجنسيانی، د بهرنيو لخوا ايستل شوی کرښه، نژادی يو اړخيز قضاوت، بی قانونه، مصنوعی پوله يا سرحد ټاکنه.

د”ډيورنډ کرښه” په اصل کی په (۱۹) پيړۍ کی د برتانوی هند او تزاری روسيی تر منځ “په خپلو سيمو کی د اثر او نفوذ ټينګولو په موخه ايستل شوی کرښه ده” چی په اوسنی وخت کی يی د نړيوالی پولی (سرحد) په توګه د نه ختميدونکو شخړواو لانجو څخه ډک حالت غوره کړيدی.

داد استعماری دوران رټل شوی کرښه چی د افغانستان د اکثريت …پښتنو د کمزورولو، بيلولو او د برتانوی هند د استعماری نفوذ اومنافعو ساتلو په منظور جوړه شوی وه، يواځينی هدف وو.

دا سرحد چی په ۱۸۹۳ کی تاسيس شوی، د افغانستان او اکثرو نورو حقوق پوهانو له نظره پاکستان په حقوقی لحاظ هيڅ وخت د برتانوی هند وارث نشی کيدلی … د ډير پخوا څخه د ځينو ډيرو نړيوالو حقوق پوهانو او عالمانو لخوا په دی اړه همدغه پورتنی مؤقف غوره شويدی. په ظاهر کی د ځينو بی تفاوته او ناپوهه امريکايی سياستوالو لخوا د ډيورنډ کرښه چی (۲۶۴۰) کيلومتره او يا (۱۶۴۰) ميله اوږدوالی لری چی پولي او سرحدونه يی په ځينو ځايونو کی د تشخيص وړ نه او نه مننونکي دي، له ډير پخوا څخه د ډيروافغانانو په آند دا جنجاليزه مسئله چی د افغانستان ډيري سيمی چی ددوي خاوره ګڼل کيږی د پاکستان د فدرالی قبايلی ايجنسيو لخوا نيول شويدي، د تشويش وړشخړه ګرځيدلی ده.

په داسی حال کی چی امريکا له (۲۰۰) کلنو څخه زياتی مودی راهيسی خپل ځان د دموکراسی او د قانون د حاکميت حامی ګڼی، نو اوس دا ډير د شرم ځای دی چی په پټه يی په غير قانونی ډول “د تروريزم پر ضد جګړی” د پوښښ لاندی د دغه دواړو مسئلو څخه خپل ځان بيرون ساتلی دی. مارک ګروسمن چی د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی دی په دی اخرو کی (د اپريل ۲۱، ۲۰۱۳ نړيوالی پلټنی) ته وويل چی” زمونږ د (متحده ايالاتو) د پاليسی په بنسټ دغه کرښه نړيوال سرحد دی.” دا د (۱۲۰) کلنو راهيسی د افغانستان د ارضی تماميت او ملی حاکميت د سپکاوی کرښه چی په (اصطلاح.ژ) د ډيورنډ نړيوال سرحد(gerrymandering) بلل کيږی د تفرقی او تاکتيک څخه ډکه بله کومه وسيله نشی کيدلی.

۱

دغربی او سلاوی (روسانو) قدرتونو د چلوټو (تاکتيکونو) او ډيپلوماتيکو مانورونو (ماهرانه پلانونو) له مخی د پيړيو راهيسی د افغانستان او پاکستان د قومونو بيلول په نظر کی نيول شوي وو. په نظرياتی لحاظ… يو ويشل شوی ملت… کمزوری ملت دی. د سوړ جنګ په دوران کی، شوروی اتحاد داسی دسيسه جوړه کری وه چی افغانستان وويشی ( د کاسکيډ او کربوړی عمليات) دا پټه (مخفی) دسيسه چی د هيواد (افغانستان.ژ) په شمال کی روانه وه که چيری د عمل جامه يی اغوستی وی نو په نتيجه کی به يی “لويی تاجکستان وو.” په قوی احتمال سره ددی کار او منظور د عملی کولو لپار شوروی اتحاد مرحوم احمد شاه چی د جګړی په ټوله دوره کی د ماسکومتحد، د منافعو حامی او “پيژندل شوی څيره وه” او په راتلونکی وخت کی ورسره د (روسانو لخوا.ژ) د رهبرۍ وعده شوی وه ګمارلی شوی وو. يو ځل بيا هم لکه د انګليسانو د ښکيلاک (استعمار) په شان شوروی اتحاد د افغانستان د تجزيی او د مقاومت د کمزوری کولو لپاره څو چنده زور ورکړی وو او د (جمعيت) (د جمعيت اسلامی منفور ګوند چی رهبری يی ربانی کوله.ژ) جنګيالي چی د شورويانو د ګټو څخه يی دفاع کوله د هيواد(افغانستان.ژ) شمالی سيمي چی د طبعيی منابعو څخه ډکي دي د شوروی اتحاد په محور کی راولی.

د افغانستان ويسا ورځپاڼی د ډيرو افغان قانونپوهانو د وينا پر بنسټ ليکلي دي چی د امريکا د اعلاميی له مخی هغه سرحد چی د افغانستان او پاکستان تر منځ د جغرافيوی موقعيت په اساس طولآ او عرضآ موجود دی په تاريخی لحاظ بايد په رسميت وپيژندل شی، د تعصب څخه ډک او د “افغانستان په کورنيو چارو کی لاسوهنه ده.” د افغانستان د باندنيو چارو وزارت په اعلاميه کی راغلی چی ” د تاريخی شواهدو پر بنسټ د ډيورنډ د کرښی موضوع د افغانستان په خلکو پوری اړه لری.” په عنعنوی ډول دا کرښه د پښتنو په سيمو کی ايستل شوی چی د نړۍ ډيره لویه قبايلی ټولنه يی په دوو جغرافيوی قومونو سره جلا او بيله کړيده.

ډير افغانان لا تر اوسه هم د يو موټی (متحد) او لوی افغانستان چی په سهيلی( جنوبی) اسيا کی داروپای (بريتانيی.ژ) ښکيلاکی (استعماری) دوری څخه پخوا موجود وو خوبونه وينی. کله چی افغانانوپه ۱۸۴۲ جګړه کـــی برتانويانوته لويه ماته ورکړه نو د افغانستان ډيري سيمي يی په يو اړخيز او زور په ۱۸۷۹ کی په يوه خود سرانه لوظنامه کی د افغانستان څخه ونيولي او د خپل قلمرو سره يی وتړلې. دا جنجاليز او د شخړو ډک تړون په ۱۸۹۳ کی د افغانستان د پاچا (اوسپنيز امير) امير عبدالرحمن او د برتانوی هند د بهرنيو چارو سکرتر مورتيمور ډيورنډ په رسمی ډول ځينی مشخصې سيمي د دوو هيوادونو ( افغانستان او برتانوی هند) په کنټرول کی راوستي.

دغه د شخړو ډک تړون د ډيرزور او فشار له امله لاسليک شو خو مهم ټکی دادی چی هغه د چا خبره جنجاليز هډوکی په منځ کی پروت دی.(زما په آند د ليکوال يعنی ريچارډسن مطلب دادی لکه دوه سپي چی په يو هډوکی په جنګ وي.ژ). حتی سر مور تيمور ډيورنډ هم د دغه تړون په نا مشروعيت اونا مناسب الحاق باندی پوهيده چی دا ننګين تړون هيڅ د اعتبار او منلو وړ نه دی.

۲

په نولسمه پيړۍ کی روسانو د افغانستان خاوره چی د افغانستان په شمال کی د پنجده پراخه سيمه ده لاندی کړه. په هغه زمانه کی برتانوی هند د ډيپلوماتيکو جادوګريو په اساس په وچ زور د پښتنو په دوديزو (عنعنوی) سيمو باندی په غير قانونی او په غير منصفانه ډول د حد بندۍ کرښه وايستله. نن ورځ، د “تروريزم پر ضد جګړی” د ټګۍ برګۍ څخه ډک عنوان لاندی چی په پوره زور او قوت سر د متحده ايالاتو د ډيپلوماتيک سياست لخوا د قومونو د سرحداتو د ټاکلو په موخه په ټوله نړۍ کی د بهرنيو کارتوګرافرانو (نقشه کشانو) لخوا (د نړۍ .ژ) په نقشو باندی په استبدای ډول کرښي ايستل کيږی، چی دی عمل ټوله نړی د سخت خطر سره مخامخ کړيده. دا د ګډو او متحدو کورنيو ويشل او په عنعنوی ډول د پيړيو راهيسی يوځای اوسيدلی اويو ولس يی جوړ کړی د چالاکو ډيپلوماتيکو او د لويو زبرځواکو قدرتونو اوپه سيمه کی ددوي طرفدارانو…لخوا د يو بل څخه بيليږی چی دا پخپل ذات کی لوی جنګی جنايت او هيڅ د زغملو وړ نه دی.

د افغانستان خلک مجبور او مکلف دي چی خپل عنعنوی کلتور، د سرحدونو حاکميت او ارزښمنده ځمکه د امپريالستی تاړاکګرو متجاوزينو د تعرض څخه په امان کی وساتی. په دی اخرو ورځو کی د متحده ايالاتو د پاليسۍ مؤقف د يو بی اساسه او غير قانونی جګړی انعکاس کوی، او په سياسی ډګر کی د نولسمی پيړۍ د استعماری او امپرياليستی پاليسيو څخه چی پاکستان يی ملګرتيا کوی د ځمکو د غصبولو په لور… چی هيڅ اجازه بايد ورنکړل شی… ډير په شتاب پر مخ روان دی… دا د ټولوآزدۍ خوښوونکو افغانانو او هغه کسانو چی نړيوال قانون ته احترام لری فرض دی چی په مقابل کی يی په مطلق ډول ودريږی.”

بروس جی. ريچاردسن

ياداشتونه:

“د ډيورنډ د جنجاليزی او مخالفتونو ډکی کرښی او د روسانو ستراتيژی چی د لوی تاجکستان لپاره يی په لاره اچولی وه، د لا زياتو پلټنو، تحقيقاتو او نورومعلوماتو لپاره کولی شۍ چی وګورۍ: (افغانستان،سياسی کمزوری او خارجی مداخله، ډاکټر نبی مصداق، ۲۰۰۶، پاڼې. ۲۴، ۶۰، ۶۱، ۶۹-۷۰، ۷۶-۷۷، ۲۲۷، ۲۹۳-۲۹۹، افغانستان د حقايقو په لټه کی، بروس جی. ريچارډسن، ۲۰۰۹، پاڼي. ۵۹-۶۲، ۶۲-۷۲، او افغانستان: د لويی لوبی شاليد، د روسانی کلاس لخوا چاپ او نشر شوی، ۱۹۸۷، پاڼي. ۳۸، ۱۸۰، ۳۲۸.”

۳

د ژباړن تبصره: درنو لوستونکو که ددی ليکنی چی د بروس ريچارډسن لخوا ليکل شوی،د دوهمی پاڼی لومړی پاراګراف ته پام وکړۍ، نو د جمعيت اسلامی منحوس ګوند چی سروالی يی د خاين او وطنفروش استاد ربانی او په جګړيزو چارو کی بل ملی خاين او د روسانو ګوډاګی احمد شاه مسعود پنجشيری په غاړه وه، ددغه منحوس ګوند او پکی شامل ټول عناصر افغانستان ته د ملی خيانت په توګه بايد محاکمه شی. خو دېر د افسوس او خواشينۍ ځای دی چی په عوض ددی چی محاکمه شی ددغه ګوند ټولو غړو ته د افغانستان په سياست کی ډيری مهمی ونډي او وظيفي ورکړل شويدي. يو بل د شرم کار دا وو کله چی ربانی ووژل شو او د خاينانه اعمالو په سزا ورسيد ولسمشر کرزی د ربانی د ملی خيانت په بدل کی د کابل پوهنتون يو پوهنځی د دغه ملی خاين په نوم ونومو چی داد افغانستان د ملت سره يو بل لوی خيانت او جفا ده. د شورای نظار د ستمی ډلی بل خيانت چی د افغانستان د ټولو شهيدانو سره يی کړی او کوی هغه د ملی خاين احمد شاه مسعود پنجشيری کليزه ده چی هر کال په شاندارو مراسمو او په لوړه بيه د افغانستان د ملی پانګی په لګيدو سره لمانځل کيږی. هغه تاريخ چی د زورواکانو لخوا ليکل کيږی هيچا ته د منلو وړ نه دی. تاريخ د هيچا لحاظ نه کوی ځکه چی تاريخ خلک او تاريخ پوهان ليکی او راتلونکی نسل ته د واقعاتو اصلی څيري بربنډوي. يو متل دی چی وايی” که څوک خدای او قران ووهی، د بخښلو امکان يی شته، خو که تاريخ يی ووهی هيڅکله نه بخښل کيږی.”

په ديــــر درنښت

پــــا چــــا

– کليفورنيا- امريکا

0 thoughts on “د افغانستان او پاکستان د قومونو بيلول!!!- سید پاچا”

ځواب ورکول Ghawer ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *