تاند- پاکستان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د داسو د اوبو بند د پروژې په اړه د افغانستان اندېښنه بې ځایه ده ځکه چې دا برېښناکوټ پر اباسین جوړېږي نه پر کابل سین چې اوبه یې له افغانستانه پاکستان ته بهیېږي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د داسو بند پر سر د افغانستان اندېښنه د پاکستان د خزانې (مالیې) له وزیر اسحاق ډار سره د افغانستان د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال په ټېلفوني خبرو کې یاده کړه.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د مالیې وزیر اسحاق ډار د داسو برېښناکوټ د پروژې په اړه د پاکستان دریځ افغان وزیر ته څرګند کړ او د افغانستان د مالیې وزیر ته یې وویل، څرنګه چې دا پروژه پر کابل سین نه جوړېږي نو افغانستان باید د هغې په اړه کومه ملاحظه ونه لري.
څرګنده نه ده چې د افغانستان د حکومت چارواکي ولي له دې نه دي خبر چې اباسین او کابل سین دوه جلا سیندونه دي. اباسین له ګلګته سرچینه اخلي او په اټک کې له کابل سین سره یوځای کېږي.
د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخېلوال خپل پاکستاني ساري ته ژمنه ورکړه چې پر دې مسلې به غور وکړي او که بند پر اباسین جوړېده هاله به افغانستان کوم اعتراض او اندېښنه ونه لري.
تر دې مخکې د افغانستنان د ملي امنیت شورا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو ته سپارښتنه کړې وه چې د دغه بند په اړه د افغانستان اندېښنه نړیوال بانک ته ورسوي. نړیوال بانک د داسو د بند مالي ملاتړ کوي.
داسو د خیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له نړیوال بانک او نورو نړیوالو موسسو غوښتي چې د دغه بند مالي ملاتړ ودروي.
نړیوال بانک د دې پروژې د بشپړولو لپاره، چې ۴۳۲۰ میګاواټه برېښنا به تولیدوي، پاکستان ته ۷۰۰ ملیون ډالره پور ورکوي.
افغانستان ویلي چې پاکستان د دې پروژې په اړه نه د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې او نه له کومې بلې لارې خبر ورکړی دی. او نه هم په دې برخه کې دوو هیوادونو کومه موافقه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت له ټولو نړیوالو مالي موسسو غوښتنه کړې چې د افغانستان له موافقې پرته د دې پروژې ملاتړ ونه کړي.
د افغانستنان د مالیې وزیر له خپل پاکستاني ساري سره په ټېلفوني خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرغیزستان د برېښنا د لېږد پروژه ژر عملي شي.
Ajeeba khabara da.Da afghanistan lwarrporo chawako ta hum da pata nashta che Dasu pa koom zai ke dy aw da che Kabul aw Abaseen dwa zan zan la seendoona dee aw da Abaseen Afghanistan sara hiss sa taluk nashta.Wala da Zakhelwal pa andekhno pa kato sara ma ta sharam raghy.
زمونږ چارواکی باید پدی پوه شو چی ، دلته یوازی د اوبود استعمال مسله نده دلته نوری ډیری تخنیکی او ټولنیزی مسلی دی چی باید په پام کی ونیول شی لکه د محیط زیست مسله، د امنیت مسله، د محلي خلکو د خوښی او خفګان مسله، د پیسو د استعمال او نور زیات مسایل. پدی آړه باید چی دوی زر هوکړه ونه کړی