تاند – ټاکل شوې ده چې نن د عربي متحد اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان د کرکټ له ملي ټیم سره د شل اورونو دوستانه لوبه وکړي.

 د پاکستان د کرکټ ټیم کپتان محمد حفیظ وویل چې د دوی ډله د افغانستان ټیم ته په دې سترګه نه ګوري چې دغه ټیم کمزری دی او ګټل یې اسانه دي.

د افغانستان کرکټ ټیم د شل اورونو راتلونکي نړیوال جام لوبو ته چې ټاکل شوې ده د راتلونکي کال د مارچ او اپریل په میاشتو کې په بنګله دیش کې وشي، غوره شوی دی. دا دریم ځل دی چې افغان ټیم د شل اورونو نړیوال جام لوبو ته لاره کوي. تر دې مخکې افغان ډله د پنځوس اورونو نړیوال جام ته انتخاب شوه. ټاکل شوې ده چې دغه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې په نیوزیلنډ او استرالیا کې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شي.

افغانستان د ۲۰۱۰ کال د شل اورونو په نړیوال جام لوبو کې چې په ویسټ اینډیز کې ترسره شوې له جنوبي افریقا او هند څخه وبایلله او بیا دوه کاله وروسته چې په هند او سریلانکا کې د شل اورونو نړیوال جام لوبې وې افغانستان له انګستان او هند څخه ماتې وخوړه. خو تر اوسه افغان لوبډلې د شل اورونو ۲۱ لوبې کړې دي چې ۱۱ یې ګټلې دي.

پاکستان چې پخوا د شل اورونو په لوبه کې په ګرده نړۍ کې دوهم ځای درلود تیره میاشت یې له جنوبي افریقا سره په څلورو لوبو کې درې بایلودې او له دې سره یې مقام څلورم ته په نړۍ کې راښکته شو.

د پاکستان د کرکټ کپتان پرون وویل، افغان ډله د شل اورونو په لوبه کې خطرناکه ده.

له مهالویش سره سم پاکستان د دسمبر په ۱۱ او بیا ۱۳ په دوبی کې له سریلانکا سره د شل اورونو لوبې کوي. پاکستاني ډله به همداراز له سریلانکا سره پنځه یو ورځنۍ لوبې او درې ټیسټ میچونه وکړي.

پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د شل اورونو نړیوال جام اتل شوی و.

 د افغانستان کپتان محمد نبي پرون رسنیو ته په عربي متحد اماراتو کې له پاکستان سره د ننۍ لوبې په اړه وویل، موږ به خپل وس وکړو او دا به ښه لوبه وي. محمد نبي هیله وکړه چې د افغانستان لوبې ته به ګڼ افغانان د لیدو لپاره راشي او په چکچکو به د خپل ټيم ملاتړ وکړي.

7 thoughts on “د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې نن شل اوریزه سیالي لري”
  1. یو پښتون د بل پر وړاندې مقابله کوي، دا سپورټ زموږ د سیاسي ژوند ښه انځور جوړوي.

    د لوی پښتونستان او پښتونخوا په تمه

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *