تاند- د افغانستان استخباراتي چارواکي او د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې د پکتیکا ولایت په واڼې سیمه کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یو شمېر پاکستاني طالبان نن تر غرمې وروسته د دیورنډ پولې له پوري غاړې څخه پکتیکا ولایت ګیانې ولسوالۍ ته راواوښتل او غوښتل یې چې د رای ورکولو پر مرکزونو بریدونه وکړي خو د افغان طالبانو له مخالفت سره مخامخ شول.

د ملي امنیت د ریاست په وینا د افغان طالبانو د مخالفت په نتیجه کې د دواړو ډلو ترمنځ جګړه ونښته چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې لا روانه ده.

د ملي امنیت د ریاست راپور وايي چې په دې نښته کې یو شمېر پاکستاني طالبان وژل شوي او نور د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته تښتېدلي دي.

خو د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وايي چې جګړه هغه مهال ونښته چې افغان طالبانو په ګیاني ولسوالۍ کې ونه کړای شول د افغانستان د انتخاباتو پر مرکزونو برید وکړي او له پولې اوښتو ته مجبوره شول.

د افغان په وینا کله چې پاکستاني طالبانو ولیدل چې افغان طالبان پر انتخاباتي مرکزونو د برید په ځای شاتګ کوي نو له هغوی سره ښکېل شول.

«کله چې افغان طالبان پوی شول چې حمله نه شي کولی او بېرته له پولې اوړي، هلته یې پاکستاني طالبان مخه نیسي او ورته وايي چې تاسي ولې را په شا شوئ ، بېرته لاړ شئ او په ګیانه کې د ټاکنو پر مرکزونو بریدونه وکړئ، همدلته د دوی ترمنځ جګړه نښلي چې په نتیجه کې یې ۷ پاکستاني طالبان او یو افغان طالب وژل کېږي. جګړه اوس هم روانه ده.»

د ملي امنیت د ریاست او د پکتیکا د والي د ویاند د دې راپور په اړه خپلواکو سرچینو یا طالبانو تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

خو وسله والو طالبانو مخکې لا خلکو ته خبرداری ورکړی چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

One thought on “د افغانستان او پاکستان په پوله کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې”

ځواب ورکول Ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *