تاند- د افغانستان د کرکټ تنکیو لوبغاړو نن /جمعه/ خپلو پاکستانیو سیالانو ته د دوی په خپل کور کې سخته ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو په دې سیالي کې، چې د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه، افغان ټیم پاکستان ته په ۲۱۴ منډو ماتې ورکړه.

پچه پاکستاني لوبدلې وګټله خو پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ دې افغان لوبډله وکړي. افغان لوبغاړو د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې د پاکستان تر نولس کلونو کشرو لوبغاړو ته ۲۶۷ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره بیا هم حشمت الله شهیدي ښه لوبه وکړه. ده په ۱۳۶ توپونو ۱۰۰ منډې جوړې کړې او ترپایه ونه سوځېد.

شهید ۶ شپږیزې او ۸ څلوریزې ووهلې.

عثمان غني هم ښه وځلېد. نوموړي په ۸۳ توپونو ۵۲ منډې وکړې. یونس احمدزي بیا ۲۸ منډې وکړې. نصیراحمدزي هم ښه لوبه وکړه. ده ۳۳ او شرف الدین اشرف ۸ منډې جوړې کړې.

په بالینګ کې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره لوبه فرید احمد وکړه. ده ۷ پاکستاني لوبغاړي وسوځول او په ۶ اورونو کې یې یوازې ۱۴ منډې ورکړې.

ضیا الرحمن دوه ویکټونه واخیستل او اشرف الدین اشرف یو.

د پاکستان د ټیم ټول لوبغاړي په اوولسم اور او پنځم توپ په داسي حال کې وسوځېدل چې صرف ۵۲ منډې یې کړې وې.

پرون پاکستان افغان لوبغاړو ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړې وه.

3 thoughts on “د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو پاکستان ته په ۲۱۴ منډو ماتې ورکړه”

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *