تاند- د افغانستان حکومت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ په اړیکو کې پر وروستي کړکېچ خواشیني څرګنده کړه او له دواړو هیوادونو یې وغوښتل چې خپل اختلافات حل کړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړه، ویلي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې د دغو دوو اسلامي هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا نه د دوی او نه هم د سیمې او نړۍ په ګټه ده، نو د سعودي عربستان او د ایران د اسلامي جمهوریت له دوستو هیوادونو په درناوي غوښتنه کوو چې هغه ستونزې د خبرو له لارې حل کړي چې د دوی په اړیکو کې د خړپړتیا سبب شوي دي.»

په عربستان کې د یوه شیعه دیني عالم له اعدامېدو او په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان پر دیپلوماتیکو مرکزونو د ایرانیانو له حملې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې شلول شوي او هڅه شوې چې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهل شي.

د افغانستان حکومت ویلي چې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او په مشهد کې د سعودي پر کونسلګرۍ حملې غندي او هغه د ویانا د کنوېنشن او نورو دیپلوماتیکو تړونونو خلاف بولي.

د افغانستان حکومت په عین حال کې چې دا بریدونه غندلي وايي، دې ته په پام چې د افغانستان د بهرنۍ پالیسي له ټولو اسلامي او ګاونډیو هیوادونو سره د دوستۍ پر اصولو ولاړه ده او د اسلامي هیوادونو ترمنځ د یووالي پر اصل او د یوه اسلامي او دوست هیواد په توګه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو د بېرته ښه کېدو او رغېدو غوښتنه کوي.

2 thoughts on “د افغانستان حکومت د سعودي او ایران د اړیکو پر خرابېدو خواشیني څرګنده کړه”
  1. مزې به پآ کستان وکړي چې، زاړه اتومي بمو نه به عربوو پلوزيٍ ا و ورسره به قرا نو نه خوري چې دا یې د اعلای کمت الله د پاره خرڅې کړې

  2. پنجابی ته چی پیسی ورکړی , ته چه هر څه ورنه وغواړی درته درکوۍ ښه په ورین تندی , په اخیره کی یوه شکریه درته ډالی کوی , او یو ځل معذرت هم درنه غواړی , پنجابی قوم دومره مهمان نوازه خلګ دی چه مکوه پوښتنه !!

ځواب ورکول شپون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *