تاند- د افغانستان حکومت هغه امنیتي ځواکونه منحلوي چې د پوځي اکمالاتي کاروانونو، نړیوالو مرستندویو پروګرامونو او بهرنیو تاسیساتو ساتنه کوي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې نن د دغه خبر د ورکولو تر څنګ ویلي چې د افغانستان دا اقدام به په داسي حال کې چې د امریکا او د هغې د متحدانو ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي د امنیت په اړه یو بل غیریقیني حالت رامنځته کړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د عامه ساتنې ځواک به منحل کړای شي.

سره له دې چې د عامه ساتنې ځواک په دولت پوري تړاو لري، خو تجارتي بڼه لري، معاش او مصرف یې مشتریان، لکه د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا اداره (یو ایس ایډ) ورکوي. دا ځواک د شخصي امنیتي کمپنیو په ځای رامنځته شوی و.

افغان چارواکو په وروستیو کې یو حکم صادر کړی چې پراساس یې دا ځواک په کورنیو چارو وزارت کې مدغم کېږي.

خو د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په وینا امریکايي او ايتلافي چارواکي وايي چې دوی د افغانستان د حکومت پر پلان دقیقاً نه پوهېږي او څرګنده نه ده چې د دغه ځواک له منحل کېدو وروسته به څوک د نړیوالو په مرسته د جوړېدونکو پروژو د ساتنې دنده په غاړه اخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، د افغانستان ملي پولیس به د عامه ساتنې ځواک ځیني مسوولیتونه په غاړه واخلي.

صدیقي همداراز وویل:«کابینې د دې ځواک د منحل کولو پرېکړه کړې وه او منحل هم شو. د عامه ساتنې ځواک به د افغان ملي پولیسو په چوکاټ کې د امنیت ساتنې چارو ته دوام ورکړي.»

ده دا هم وویل چې دغو ځواکونو ته به د افغانستان حکومت معاش ورکوي.

د افغانستان د کورذنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه ځواک له منحل کېدو وروسته به د وضعیت په اړه له نړیوالو موسسو سره خبرې وکړي.

3 thoughts on “د افغانستان حکومت د عامه ساتنې ځواک منحل کړ”
  1. ده عامه ساتنی ځواک ده منحلیدو خبر خو یو بل ښه ګام دی، څوورځی مخکی می ده عامه ساتنی ځواک څو غوړ اعلانونه په طلوع تلویزیون کی ولیدل چی ده دی ښکارندوی لکه چی داڅل یو ایس اید بل کوومه لوبه پیل کړی ووه او ډیر غوښتل ده دغو ځواکونه قوماندان ده یو قهرمان په حیث مطرح کړی، فکرکووم چی دکرزی او داودزی دغه اقدام خورا یو په ځای ګام دی، افغانستان وکړنیزملی پولیس او اردو ته اړتیا لری نه اجیرو او دپردیو تنخواه خورو ته ! داسی اقداماتو شاته باید ټول ملت ودریژی که نه موژ په افغانستان کی ده یو بلک واټر او ډاینکار ده پرمختګ شاهدان ووسوو. ده ګران افغانستان کی د تل پاتی سولی او ملی حاکمیت په هیله.

    مسافر

ځواب ورکول Dr. M.M.Musafir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *