تاند- پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د موجه بللو په اړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ له څرګندونو وروسته د افغانستان حکومت له امریکا څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ټرمپ نوم ته له اشارې پرته، ویل شوي چې «د امریکا د رسمي پالیسۍ او د چارواکو د څرګندونو ترمنځ تفاوت شته له همدې کبله موږ د امریکا له دوست حکومت څخه د یو لړ څرګندونو په خاطر، د ځینو پالیسیو  په اړه د دیپلوماتیکو مراجعو له لارې مو وضاحت غوښتي او هیله لرو چې په لنډ وخت کې زموږ سره یې شریک کړي.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون /چهارشنبه/ د افغانستان په اړه په یو لړ ضد و نقیض څرګندونو کې په اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل وستایه، ویې ویل «د دې دلیل چې روسان افغانستان ته لاړل دا و چې له هغه ځایه روسیې ته تروریستان اوښتل. دوی په حقه ول چې افغانستان ته لاړل.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د شوروي په وړاندې د افغانستان د جګړې تر ټولو ستر ملاتړ کوونکې وه او په ملیاردونه ډالر یې د شوروي په وړاندې د افغانانو پر جګړه ولګول.

د افغانستان د حکومت په اعلامیه کې هم دې ټکي ته اشاره شوې او ویل شوي«د پخواني شوروي له یرغله وروسته د امریکا ټولو ولسمشرانو نه یوازې هغه (د شوروي یرغل) غندلی، بلکې د افغانانو د جهاد ملاتړ یې وکړ.»

ارګ همداراز وايي، د ۳۴ اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې شوروي اتحاد ملامت وباله او له افغانستان څخه یې د سرو لښکرو د بې قید و شرطه وتلو غوښتنه وکړه.

په داسې حال کې چې ټرمپ د شوروي ځواکونو پر ضد د افغانانو جهاد تروریستي بللی، ارګ وايي چې د جهاد په دوره کې افغانانو هیڅ انتحاري برید نه دی کړی او بل هیڅ هیواد ته یې هیڅ راز ګواښ نه دی پېښ کړی.

ټرمپ همداراز له پاکستان، هند، چین او نورو هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي.

په همدې حال کې د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد نن /پنجشنبه/ ناببره کابل ته راغی. د نوموړي د سفر د هدف په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

2 thoughts on “د افغانستان حکومت د ټرمپ د څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه”
  1. که څه هم نن سبا د نړۍ پر مخ څمکنۍ امپراتوریانی شتون نلری او د ځمکنۍ امپراتوری پر ځای ډالری او رسنیزه او فکری او عقیدتی او تکنولوژیکی او علمی او انټرنیټی امپراتوری حاکمه ده خو داسی ښکاری چي دا امپراتوری خصوصاً ډالری امپراتوری د سختو ننګونو سره مخامخ ده

  2. ASHRAF GHANI SAHIB;HONOR TRUMP IS RIGHTS;
    BECAUSE TALIB&MUJAHEED BOOTH FROM I S I INTELLIGENT
    BOOTH IS RESPONSE FOR CURRENT WAR.
    WHAT MUJAHEED DONE/TALIBS REPEAT THAT,
    SCHOOL BURNING/TEACHERS KILLING/PUBLIC PROPERTY BURNING.
    WHAT IS DIEFFERENT BETWEEN TALIB& MUJAHEEL
    THANK YOU TAAND

ځواب ورکول KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *