تاند- که د افغانستان حکومت ته په راتلونکو څو ورځو کې څه باندې نیم ملیارد ډالره ونه رسېږي، نو دېوالیه به شي.

دا خبره واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د حکومت د یوه چارواکي له قوله کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې دغه افغان چارواکي ورته ویلي چې د افغانستان مرکزي حکومت له پنځو تر شپږو ورځو پوري له امریکا او نړیوالې ټولنې ۵۳۷ ملیون ډالرو ته اړتیا لري څو خپل لګښتونه پرې پوره کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت د خزانې عمومي رييس عطا محمد اقا وویل، سږ کال د افغانستان د حکومت په سلګونه ملیون ډالره عاید، چې له ګمروکونو او نورو لارو یې ترلاسه کاوه، کم شوی دی.

د ده په وینا د افغانستان حکومت به په ګرانه څه باندې ۵ لکه مامورینو ته د روان سپټمبر د میاشتې معاش برابر کړای شي خو دا په داسي حال کې ده چې بله میاشت راروانه ده او مالي ستونزه خورا خطرناک حد ته رسېدلې ده.

افغان چارواکي مالي ملاتړ کوونکي ملامتوي چې د افغانستان د انتخاباتو د پایلې د نه څرګندېدو په خاطر یې مرستې درولي دي.

ښاغلي عطا محمد اقا وویل:«موږ هیله لرو چې دوی به پیسې راکړي، له امریکا او نورو نړیوالو مرستندویانو سره خبرې روانې دي، ګوندي هغوی به فوراً پرېکړه وکړي. دوی پوښتنه وکړه چې موږ کله پیسو ته اړتیا لرو، ورته ومو ویل روانه اوونۍ کنې له مشکل سره مخامخ کېږي.»

ده وویل چې که اضافي پیسې ورنه کړای شوې، مجبوره دي چې د دولتي موټرو د تېلو او د ادارو د قرطاسیې بودجه قطع کړي.

د مالیې د وزارت دغه چارواکي خبرداری ورکړ چې که پیسې ور ونه رسېدې ممکن ۳لکه ۵۰ زره امنیتي ځواکونه هم اغېزمن شي.

2 thoughts on “د افغانستان حکومت له دېوالیه کېدو سره مخامخ دی”
  1. Donors do not trust corrupted government officials. if the new government appoints clean and good people then donors will rethink about the distribution of money to new Afghan Government.

  2. ګرانود تاندمسلوینو
    د خدای خاتر وکړی د واشکنټن پوست دا ډول خبرونه په خپله جال پاڼه مه خپروی افغانستان حکومت د مجاهد او تالیب په وخت کې هم نه دی دیوالی شوی

    واشګنټن پوست او ورته رسنی د افغانانو روحیه ټیټوي او له تاسو څخه هیله ده چې د هغوي منفي تبلیغات خپاره نکړی
    د اباد او سوکاله افغانستان لپاره

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *