تاند- د افغانستان د مصالحې د مشرتابه شورا په دوحه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره خپلې سرې کرښې په ګوته کړې.

ټاکل شوې ده چې د دوحې غونډه له مخکې اعلان شوې نېټې دوې ورځې ناوخته یعني د روان اپریل په ۱۹ مه پیل او په ۲۱ پای ته ورسېږي.

په دې بین الافغاني غونډه کې، چې د قطر په کوربه توب جوړېږي، د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترڅنګ یو شمېر افغان سیاستوال ګډون کوي.

له طالبانو سره په بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نظام، اساسي قانون او انتخابات سرې کرښې بلل شوي او ویل شوي چې که په اساسي قانون کې بدلون هم راوړل کېږي باید له قانوني لارو وي.

د قانون پر اساسي قانون کې بدلون د لویې جرګې له لارې راوړل شي.

همداراز ویل شوي چې د ښځو حقونو او ولسواکي هم د افغانستان د دولت لپاره نه معامله کېدونکي مسایل دي.

د افغانستان د مصالحې د مشرتابه شورا د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ټاکل شوې ده. په دې شورا کې یو شمېر سیاسي مشران او حکومتي چارواکي شامل دي.

دا شورا به ژر له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي وټاکي.

که څه هم د دوحې خبرې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرې نه دي بلکې یوازې نظرونه تبادله کېږي خو پلاوی به طالبانو ته وریاده کړي چې په کومو مسلو د سولې په صورت کې د افغانستان دولت معامله کولی یا نه شي کولی.

4 thoughts on “د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره سرې کرښې وټاکلې”
  1. ههههه چې دا حکومت ماما ولې خپل ځان ته دغه سرې کرښې نه ټاکي؟ یا به یې ځانته شنې کرښې ټاکلي وي او که یې سرې کرښې هم ایستلي وي، رنګ به لکه د انتخاباتو هغه بدل وي، ژربه پاکیږي یا به د جان کیري رنګپاک ډیر قوي و

  2. دی گوداگی حکومت زیاتی سری کرشی
    تاکلی چی بیا په ژیرو کرشی بدلی شوی
    وایی خیراتخور جا په خیرات کی نه پریشود ویلی اس می دی ملک کره وتری

  3. talibs leader must watch.POP FRANCES CATHOLIK VATIKAN LEADER HOW WANTED PEACE FROM
    SOUTH SUDAN LEADERS.PLEASE WATCH IN B B C PASHTO 4,11.2019.
    SORRY FOR OUR MUSLIMS LEADERS

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *