تاند(چهارشنبه، د حمل ۶) د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د خپل ۲۰ کسیز پلاوي نومونه اعلان کړل.
د افغانستان د حکومت له لوري په دې شل کسیز ټیم کې، د ښځو او بېلابېلو خواوو استازي شامل دي.
ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د حوت په شلمه د افغانستان د ولسمشر د لوړې له مراسمو سره په یو وخت له طالبانو سره خبرې پیل کړي خو طالبان تر دې دمه د سولې مخامخ خبرو ته د دې لپاره حاضر نه دي چې له امریکا سره د دې ډلې د موافقې پر اساس ۵ زره طالب بندیان خوشي شوي نه دي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین نن ویلي چې د روان مارچ له یو دېرشمې (د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې ورځ) څخه به د دوی د بندیانو خلاصون پیل شي او یو طالب پلاوی به ژر بګرام محبس ته لاړ شي چې خپل بندیان تصدیق کړي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویدیوکنفرانس په اړه په خبرپاڼه کې ویلي، په دې ویدیو کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو سن، روغتیایي حالت او د کورونا وایرس پر وړاندي د بندیانو کمزورتیا ته په کتو، د مارچ تر ۳۱مي نېټې پوري سل تنه طالب بندیان د بشري خواخوږۍ له مخې په دې شرط خوشي شي چې طالبان تضمین وکړي چې دا کسان به بیا د جګړې جبهو ته نه ځي.
د ملي تلویزیون پر اساس د افغانستان له لوري له طالبانو سره په مرکچي پلاوي کې دا کسان شامل دي:
محمد معصوم ستانکزی، زکیه وردک، ډاکتر شهلا فرید، محمد ناطقي، محمد حفیظ منصور، نادر نادري، عبدالمتین بیک، عنایت الله بلیغ، امین کریم، حبیبه سرابي، زینب موحد، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، شریفه زرمتۍ، جنرال ایوب انصاري، باتور دوستم، ډاکتر رسول طالب، کلیم الله نقیبي، خالد نور، ډاکتر امین احمدي.
د سولې لپاره د دولت وزارت تراوسه پورې د دې لیست په اړه څه نه دي ویلي.
بد لست خو ندی، ځینی کمی او کاستی لری خو باید شرایطو ته وګورو او د انتقاد کوته هر څه ته وننیسو