تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د وروستۍ اعلایمې هرکلی وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، د افغانستان د ملي امنیت شورا د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې په غونډه کې د طالبانو د وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ.

پرون د افغانستان د سولې عالي شورا هم د طالبانو د اعلایمې د هرکلي په ترڅ کې ویلي و چې د هغو هلوځلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي.

د طالبانو یو شمېر مشران په وروستیو ورځو کې په متحده عربي اماراتو کې سره جرګه شول چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پر لارو وږغېږي.

د کوټې د شورا د یوه غړي معتصم اغا جان په وینا د غونډې برخوال دې نتیجې ته ورسېدل چې طالبان نور د جنګ د دوام ضرورت نه ویني او نه غواړي چې د مسلمان او افغان وینه د بل افغان په لاس تویه شي.

په دې اړه د ملا معتصم اغا جان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:« موږ د يوه سوله خوښونکي خواخوږي جهت په بڼه په خپل هیواد کې د کورورانونکې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو غوښتونکي، او په خپل ټول توان سره د هر هغه جریان پلوي کوو چې په هیواد کې د دائمې سولې د ټینګښت تضمین کوي .»

ملا معتصم اغا جان ویلي چې دوی هم باید هماغه راز چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړې، او یا هماغه راز چې ایران بالاخره له امریکا سره خبرو ته حاضر شو، د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

نن د حزب اسلامي هغې څانګې، چې مشري یې عبدالهادي ارغندیوال کوي،  د جګړې د پای ته رسولو او د وینې بهېدا د بندولو لپاره د طالبانو د یو شمېر مشرانو د وروستي اعلان هرکلی وکړ.

د ارغندیوال اسلامي حزب، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي، د طالبانو دا دریځ معقول بللی او ویلي یې دي:« حزب اسلامي افغانستان د هېواد د يوه مطرح سياسي قوت په حيث ددغسې يوه معقول حرکت د پيل هرکلى کوي او د پرمختګ هيله يې لري. حزب اسلامي افغانستان پر دې باور دى چې زموږ هېواد سولې ته بېړنۍ اړتيا لري او ټول اختلافات د سوله ييزو مذاکراتو له لارې حل کيداى شي.»

د معتصم اغا جان اعلان د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی خو د طالبانو ویندویانو تراوسه پوري هغه نه رد کړی او نه یې تایید کړی دی.

8 thoughts on “د افغانستان حکومت هم د طالبانو د وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ”
  1. Talebano werono de Allah pe khater nor no solha wekay ao khpel watan le de mosebata washghoree da ba mo looy khedmat wee Islam ao Afghaneat ta ze mong mazloom melat che yao muslman ao razn deda melat da solha ghewaree.

  2. :سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
    په زړه کی می ډیر خبری دی اما تنها دومره باید ووایم چی په دی ټول ښه پوهیږی چی غوا توره او شیدی سپینی دی .

  3. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة
    پخپل وار باند د یو مسلمان بیا د یو افغان په صفت باندی دا حق لرم چه د خپل نظر څرګند کړم
    زه یو څو سوالونه لرم او د هغه په پای کی کی خپل نظر څرګند وم
    آیا افغانستان د دغه روان بحران یا پیچلی قضیه حل په همدغه شان باندی د حل لار ده لکه دغه څنګه چه روان ده ؟
    آیا افغانستان ددغو باندینو عسکرو په وجود کی به د سولی او امنیت څښتن شی ؟
    آیا افغانستان به د دغه په تش نوم دیمکراسی باندی د پرمختللی هیوادونو په قطار کی ودریږی ؟
    آیا افغانستان به د یو ازاد او مستقل او د ګاونډیانو د پرپسی مداخلو څخه مصؤن وی یا وساتل شی ؟
    آیا افغانستان به ددغه مافیای او سهامی شرکت په شکل باندی به یواسلامی قانونی او ټولنیز افغانستان وی ؟
    آیا افغانستان به د امریکه سره د استراتژیک تړون په لاسلیک باندی به سوله او د ۱۰کالو وروسته یو اتومی طاقت وی ؟
    آیا په افغانستان کی به دغه اردو او دغه د اسلامی تحریک طالبان به تر څو یو په بل باندی د جنګ په وخت کی د الله اکبر نعری ددواړو خوو څخه بدره کیږی ؟
    ددغو ټولو سوالونو ځواب به هر افغان پخپل استعداد او نظر باندی کوی خو زه هم یو مسلمان او افغان په صفت باندی یو ناچیزه نظر لرم خدای دوکړی چه لوستونکو ته د قناعت وړ شی
    هغه داده کومه اعلامی چه د افغانستان اسلامی امارت د مولوی معتصم آغا جان لخوا خپره شوی او په مقابل کی د افغانستان اسلامی جمهوریت د امنیت شورا هرکلی کړی ده او همدارنګه د حزب اسلامی لخوا هم هرکلی شوی ده زه دا فکر کوم چه ددوړو خواو څخه یو شین چراغ او الله تعالی یوه رڼایی ښکاره شوی ده داواړه خواوی باید ددی هڅه وکړی چه تر څو د افغانستان دغه ۵۰میلونو مسلمانانو برخلیک د یو ښه روښانه او مضبوط اویو موټی افغانستان په لور باندی روان شی زه طالبانو د رهبری هئیت او خصوصاً معتصم آغاجان او همدارنګه د امارت اسلامی مخکنی لوړ پوړی چارواکی او ورسره دافغانستان اسلامی جمهوریت باندی غږ کوم چه چه یو بین لاافغانی سوله او د اعتماد فضاء قائیمه شی او ددغه دری لسیزو د ناخوالو څخه دغه ځپل شوی افغانستان یو پر امنه او سولیز خوشحاله افغانستان منځ ته راشی
    د پورتنی سوالونو یواځنی یو جواب دا ده چه دافغانانو په خپل مینځ کی د سوله او خبرو یو ښه فضا‌ء جوړیدای شی

    جواد احمد

  4. دحکومت لخوا هر کلي ښه خبره ده البته
    صرف په زباني او مطبوعاتي هر کلي اکتفا نده پکار بلکه عملي اقدام نهايت ضروري دي
    همدارنګي نور تنظيمونو ته هم عملي اقدام ضروري دي

  5. لومړي تر هر څه دسولي داسي کړنو ته هرکلي وايم او د هغو اشخاصو څخه چي دسولي لپاره هلي ځلي کوي ډيره مننه کوم او خاصتا” دملا معتصم اغاجان څخه چي ددوو کالو راهيسي دسولي لپاره خپل لاسونه غزولي ډيره مننه کوم.
    اوس بايد په دي فکر وکړي چي سوله څنگه راولي او ددي لپاره کومو قربانيو ته غاړه کيږدي ځکه سوله خو تش په ويناو لاسته نه راځي که مونږ ساينس ته مخه وکړو او د نيوتن نظريه چي هر عمل عکسل العمل لري يعني که چيري طالبان همداسي دسولي عمل څرگند کړي نو خامخا به يي عکسل العمل د دولت له طرفه هم مثبت وي نو راځي چي دا ځل همدا سوله تش په خبرو نه بلکه د عمل جامه ورواغوندو ځکه ډير زيات ستړي شوي يو او حتي دسيل کولو توان يي هم نه لرو نو په اخير که دا وايم چي مونږ افغانان د ملا معتصم اغاجان نظر سره هم نظره او تاييد يي کوو او الله مو په دي سپيڅلي دريځ کي کامياب ولره مننه

  6. لومړی تر هر څه د سولی داسی کړنو ته هر کلی وایم او د هغو اشخاصو څخه چه دسولی لپاره هلی ځلی کوی ډیره مننه کوم او خاصتا د ملا معتصم اغا جان څخه چی د تیرو څو کلونو را په دی خوا د سولی لپاره خپل لاسونه غزولی ډیره مننه کوم
    اوس باید په دیفکر وکړو چه سوله څنگه راولی او ددی لپاره کومو قربانیو ته غاړه کیږدی ځکه سوله خو تش په ویناو لاسته نه راځی که چیری مونږ ساینس ته مخه کړو او دنیوتن نظریه چه هر عمل عکس العمل لری یعنی که چیری طالبان همداسی چه د نوموړی له طرفه دسولی پیغام وړاندی شو نو خا مخا به د مقا بل لوری (دولت) له طرفه به یی عکس العمل مثبت وی نو راځی چه دا ځل سوله تش په وینا نه بلکه د عمل جامه ورواغوندو ځکه مونږ افغانان نور له جنگه ډیر زیات ستړی او حتی دسیل کولو توان یی هم نه لرو نو په اخیر که دا وایم چه مونږ دداسی اشخاصو کړنو ته هرکلی وایو او الله مو په سپیڅلی هدف کی موفق کړه واسلام
    انجنیر منصور ایوب

  7. مونږ عا م افغا نا ن چې د غرببې په ډیر بد حالت کې ژوند کوو او یوه ګوله ډوډۍ په ډیره سختی پیداکوو خو بیا هم مونږ له حکومت نه ډوډۍ نه ده غوښتي یوازی او یوازی سوله او ارمې تری غواړو . مونږ په غریبې کې ژوند کولی شو که نور نه وی له خپلی کورنۍ او ماشوما نو سره خو به په خپلو کورونو کې ارام يو . خپل سر او ما شومانو ته خو به مو خطر نه وی په ارامه خو به یوه ګوله حلا له ډوډۍ ګټو . اما اوس خو مونږ هغه هم په ارامه نه شو پیداکولی . خپل سرته او اولادونو ته مو هر وخت خطر متوجی ده . نو مونږ سوله غواړو امنیت غواړو او له افغان حکومت نه په کلکه دا غواړو چې دسولې دپلويانو هرکلی وکړی دهغوي ملاتړ وکړی اوهغه څوک چې سوله غواړی دهغوی هر ډول مشکلات ورحل کړی او هر ډول امکانات ورته برابر کړی تر څو ټول په ګډه دغه وران هیواد او هیوادوال نور له دې حالته راوباسو

ځواب ورکول Haji Faridullah Ahmazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *