ایمیل فیضي

تاند- رویټرز خبري اژانس وايي یوه افغان چارواکي د جمعې په ورځ ورته وویل چې د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي چې د افغان حکومت ځیني عناصر وهڅوي چې له امریکا سره امنیتي موافقه ومني او په نتیجه کې یې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د حضور د دوام لپاره لاره اواره شي.

د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د کرزي د هڅولو لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکارې سوزن راييس او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز افغانستان ته سفرونه کړي او له کرزي څخه یې د سږ (۲۰۱۳) کال تر پایه د دې موافقې د لاسلیکولو غوښتنې کړي دي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل:«په دې کې شک نشته چې په افغان حکومت کې ځینې عناصر د امریکا تر فشار لاندې دي. خو له دې لارې به امریکا هیڅ هم ترلاسه نه کړي.»

فیضي ونه ویل چې د افغانستان د حکومت کوم عناصر تر فشار لاندې راوستل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي و چې د کرزي پر ځای دې د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي یا کوم بل چارواکی له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي خو د ولسمشر کرزي ویندوی وویل چې په امنیتي موافقه کې اصلي مسله دا نه ده چې څوک یې لاسلیکوي، اصلي مسله دا ده چې د افغانستان دوه اصلي غوښتنې ومنل شي.

د افغانستان حکومت خپلې غوښتنې دوو مسلو ته رالنډې کړي چې یوه د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو بندېدا ده او بله د امریکا له لوري له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو پیلېدا ده.

د افغانستان ولسمشر وايي چې د جګړې د پای ته رسېدو کیلي د امریکا او د هغه د ملاتړي پاکستان په لاس کې ده خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جېمز ډابینز، چې ادعا کېږي د پاکستان تر ژور اغېز لاندې دی، وايي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه دي.

په همدې حال کې ولسمشر کرزي ته نژدې سرچینې وايي چې ښاغلی کرزی شک لري چې امریکا د پاکستان په غوښتنه هڅه کوي چې په انتخاباتو کې داسي شرایط رامنځته کړي چې پایلې یې لانجمنې وي او افغانستان په کورني بحران کې ښکېل کړي.

6 thoughts on “د افغانستان حکومت وايي، امریکا له بل افغان چارواکي سره د موافقې د لاسلیکولو هڅه کوي”
  1. الله تعالی دې پر افغانستان رحم وکړي او دښمنان یې دې الله تعالی هلاک کړي.

  2. دایی لا بله الله پاک دی خیر کری اوس وپوهیدم تر اوسه دیارانو وچنگ ته بیده وم چی داسلام اوجهاد په نامه خلگ قربانی کیزی

  3. ،تشویش مکوی داشی(اوشیګنی) هیڅوک نه امظآ کوی، بسم اله خان هم افغان دی خپل نوم اونښان نه خرابوی، ښه دي حضرت مجددی دملک څخه ورک شویدی که نه هغه حتمند امظآ کوه ځکه دهغه ماغزه اوفکر په خپل واک کی نه دی

  4. AFGHANAN BA KALA PA DAI KHABARA POHA SHEE CHE DA AFGHANISTAN KORANAI JAGRRA DOI PA KHPALA HAL KAWALE SHEE.PAKISTAN AO AMREEKA YA DA DUNYA NOR HEWADOONA HISS NASHEE KAWALE.KA AFGHANAN WOGHWARREE NO PA WATAN KE DA JORRJARREE AO KHPALMANZEE KHABARO PA ZARIYA AMAN RAWASTAI SHEE.BAS KRRAI NOR DA PRADO MULKOONO NA TAMA MA KAWAI JANG KHATAM KRRAI AO KHPAL WATAN ABAD KRRAI.DOLLARO SHAUQ PREGDAI DA SPERA DEE DA BA DA STASO PA WATAN KE AMAN NA BALKE BADAMANI RAWALI AO KHUDAINAKHWASTA WATAN TA BA MO YAO NA JORREDOONKE ZARAR WARASAWEE.KA DASE WASHOO NO BIA BA HUM TASO ZARRAI AO HUM MOONG DA PAKHTUNKHWA PUKHTANA.

  5. دافغانستان ملت تراووسه لا هم دامريکاپه شيطاني سياست نه پوهيږي امريکاهيڅوقت داسلام داودهيچانه دوستکيږي فقط دخپلوشخصي فايدي دپاره هرڅه کوي دډيموکراسي اوازادي په نامه په وطن کي فسق وفسا،زنآونورغيراخلاقي،غيراسلامي اوانساني زموږدکلچرڅخه مخالف ععناصرئئ په ملک کي رواج اونابودکړه اوخلګ ئئ دډالرپه غم اخته کړه که پخپله امريکاهم وويني بل شۍ نسته فقطدډالرپيداکول په هرطرزچه وي که ناموس خرڅ کي که هرغيرانساني کارکوي ازاديده دغه امريکاغواړي اوتلاش کوي که ئئ يودهقان افغان هم امضاَکي دوي ته کافي دي وائئ دافغان چارواکي دي فقط يودليل دبين لملل په خاطر(چه هغه هم دوي دي)ځانته جوړوي اوپه هيڅ صورت دوتلو نيتئ نه دي.

  6. موژ له امریکا سره ټرون غوارومګر زموژولسمشر حامد کرزی صاحیب خبروته چی په افغانستان کی سوله ثبات او خلکو کورنو نه تلاشی کول دی باید امریکا ومنی پدی کار کی نه تنها دافغانستان ګتټه ده بلکی دامریکا لپاره هم ښی پایلی درلودلی شی موژبه هیځ ټرون ونه منو مګر دولسمشر کرزی په امضا باندی

ځواب ورکول yousuf amini ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *