تاند- د افغانستان حکومت غوښتنه وکړه چې د ګوانتنامو له بند څخه پنځه تنه خوشي شوي طالبان دې فوراً خپل هیواد ته ولېږل شي.

د افغانستان حکومت د طالب بندیانو پر خوشي کېدو خوښي ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې باید هغوی افغانستان ته راولېږل شي چې د افغانستان د ازادو اتباعو په شان په خپل ټاټوبي کې ژوند وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو او قطر ترمنځ له شوې موافقې سره سم، چې افغان طالبانو هم ورسره سلا کړې ده، له ګوانتنامو بند څخه خوشي شوي طالبان (محمد فاضل، ملا نورالله نوري، محمد نبي، خیرالله خیرخواه، او عبدالحق واثیق) به یو کال په قطر کې تېروي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قطر او امریکا ترمنځ دا موافقه غیرقانوني بللې ده.

طالبانو قطر ته د خپلو پنځو بندیانو د انتقال په بدل کې امریکايي پوځي باو بریګدال خوشي کړ.

اټکل کېږي چې قطر ته د طالب بندیانو له ستنېدو سره به یو ځل بیا د افغانستان د سولې بهیر پیل شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د طالب بندیانو د خلاصون هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې خوشي شوي طالبان به د خپل هیواد د سولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو د خپلو بندیانو خلاصون د ځان لپاره یو بری بللی دی.

منځلاري طالب مشر ملا اغا جان معتصم هم له ګوانتنامو څخه د خپلو پنځو پخوانیو ملګرو پر خلاصون خوښي ښکاره کړې او په یوږه اعلامیه کې یې ویلي:«د ګوانتانامو له زندانه د پنځو طالب مشرانو خوشې کېدل به د سولې پروسې لپاره ګټور تمام شي.»

امریکا وايي چې د قطر حکومت تضمین ورکړی چې طالب بندیان به په ځیر څاري او هغوی به نه پرېږدي چې ازاد وګرځي او فعالیت وکړي خو ځیني کتونکي وايي چې ممکن دا څرګندونې د دې لپاره شوي وي چې د افغانستان حکومت بیا د تېر ځل په شان مخالفت ونه کړي.

د افغانستان حکومت تېر کال په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په وړاندې سخت غبرګون وښود تر دې چې د قطر حکومت یې مجبوره کړ چې د طالبانو دفتر بند کړي.

4 thoughts on “د افغانستان حکومت وايي چې خوشي شوي طالب بندیان دې خپل هیواد ته ولېږل شي”
  1. سلامونه او احترامونه
    ټول افغان اولس او دطاغوتي قدرتونو په ضد مبارزينو ته د دا كاميابي مباركه وي .
    دكبرجنى امريكا په تاريخ كى دا لومړى ځل دئ چى حاضريږي دخپل امريكايي عسكر دازادۍ دپاره دمقابل طرف داسيرانو تبادلى ته حاضريږي او دا تاريخي افتخار دافغانستان دملت د صادقو او غيرتي زامنو طالبانو كرامو دسر ښندنو او قربانيو ثمره ده چى ټول په ازاد ۍ مين بشريت ته ډالۍ كړه .

    داسلام او ازادۍ سردارانو او سپاسالارانو !
    په خير راغلى
    خوش امديد
    Добро пожаловть
    اهلً وسهلاً
    Willkommen
    Welcome
    مرحبا
    bienvenido
    歡迎
    Huānyíng

    مننه

    دازاد او خپلواك افغانستان په هيله

  2. زه هم د دې لویې بریا مبارکي افغان ولس ته وایم او خدای ج د وکړې چې په اساس یې په افغانستان کې تل پاتې سوله او ارامي راشي او خدای ج د وکړي دوی د افغانستان د سولې په خبرو کې هڅې وکړې او خدای ج د افغانستان دښمنانو سترګې پرې ړندې کړي!!!

  3. تاند چلوونکو او لوستونکوته سلامونه!

    واقعآ دا ده ډیر خوشحالی ځای دی چی چی دا پنځه مخور افغانان ده ګوانتانامو له بدمرغه جیل نه را خوشی شوول، دهغه کسان دی چی دی شر اوفساد په له منځه وړلو کی ډیر هلی ځلی کړی ووی، قربانیانی ورکړی ووی. او له ټول غوره دا ده چی داپنځه تنه ده ای ایس ای غلامان نه دی ده هیواد په تباهی، ورانی او دی تیرو ډوولسو کالونه په افغان وژنی کی لاس نه دی درلودلی، الله ده وکړی چی له یوه کاله وروسته دوی ده ای ایس ای په اسارت که ګیر نشی . ملت ته جوته ده چی ده امریکا او طالبانو په منځ کی خبری په جدیت سره روانی دی ، دا ښه خبره ده خو که چیرته داخبری ده آی ایس ای تر کنترول لاندی نه ووی.ځینی پلورل شوو او تش په نامه افغانی رسنیوبه تل افغان دولت او په خاصه ټوګه سره ښاغلی اشرف غنی په دی تورن وو چی دطالبانو خورا خطرناک غړیی له بګرام نه خوشی کړی ، ولیدل شی چی اووس دغه تالی څټی ده خپلو ولی نعم او بادار دا کړنه څنګه انګیری، شخصا خپله په دغه کار ډیر زیات خوشحاله یمه، داسی ښکاری لکه چی انشالله ده افغانانو کړاونه مخ په ختمیدو دی،انشاالله. څوورځی مخکی د داکتر اشرف غنی دکمپاین غړی ښاغلی احدی وویلی چی دوی دطالبانوسره دپخلاینی طرفداردی ، که چیرته دوی قدرت ته ورسیژی نو طالبانو سره به په لنډمهال کی قدرت شریک کړی اوپه اوژد مهال کی آزاد انتخابات تو ته چمتو دی، خو که چیرته ډبل عبدالله قدرت ته ورسیدی نو دا هیلی به ټولی په اوبو لاهو شی. اووس نوطالبانوته او ټول افغانانو ته پکار ده چی په راتلونکو ټول ټاکنو کی ده ښاغلی اشرف غنی ملاتړ وکړی چی زموژ دغه خوب ده الله (ج)په مرحمت سره په رښتیا بدل شی. انشاالله. یوځل بیا ددغو مخورو او په هیواد مینو افغانان خوشی کیدل ده ټول ملت ته مبارک وایمه.

    په درناوی
    مسافر

ځواب ورکول هاشمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *