د انتخاباتي شکایتونو د خپواک کمیسیون رييس

تاند- د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالعزیز اریايي د خپلې کورنۍ له غړیو سره وروسته له دې کوم بهرني هیواد ته تښتېدلی چې د ولسي جرګې د کاندیدانو له منځه یې ۳۵ تنه له کاندیدو محروم کړل.

پژواک خبري اژانس وايي، یوې باوري سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ورته ویلي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر د خپلې کورنۍ له غړیو سره له هیواده بهر ته تللی دی.

پژواک وايي چې دې سرچینې په دې اړه جزییات ورنه کړل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر څه وخت یا کله له هیواده ووت او یا کله به بېرته راشي.

ځینې رد شوي نوماندان وايي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون اکثره کمیشنران د خپلو کورنیو له غړیو سره له هیواده دباندې تللي او اوس څوک نشته چې د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون څو ورځې وړاندې د هغو کاندیدانو نومونه اعلان کړل چې له نهايي لیسته ایستل شوي دي.

اکثره په دې خاطر له لیسته غورځول شوي چې وسله والې ډلې لري یا د قاچاق له بانډونو سره تړاو لري خو د هغوی په منځ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د پخواني ريیس ضیاالحق امرخېل نوم هم شته چې له یادو تورونو پاک دی او له همدې کبله د کاندیدانو له لیسته د امرخېل پر لېرې کېدو ډېرو خلکو اعتراض وکړ.

نور حذف شوي کاندیدان پر له پسې پټکې او ګواښونه کوي.

One thought on “د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشر بې درکه شوی”
  1. لږه حوصله کوئ تاوده مه خورئ ، د لوی اختر رخصتي داسې برابره شوه چې ټوله نهه لس ورځو ته رسیږي نو ځینې خلک چې توان یې لري د رخصتيو تیرولو لپاره به څو ورځې بهر ته تللي وي خو دا حتمي ددې معنا نه ورکوي چې وتښتیدل . چې ریښتیا راځې درواغو به کلي وران کړي وي له بده مرغه زمونږ په هیواد کې رسنۍ تر هر چا ډیره بیړه لري او د خبر خپرول یې هدف وي د درواغو او ریښتیا پورې یې څه کار نشته

ځواب ورکول احمد توانا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *