د نوی کتاب د چاپ زیری

د ځوان، هڅاند او نوښتګر ښاغلی څیرونکی وحیدالله ببرکزي ځدران په زیار او کوښښ داسي ګټور لارښود چمتو شو چی نوره به د انټرنیټ کاررونکی هیڅکله د خپل د ارټیا او خوښی ور ویبپاڼو د پیدا کولو په خاطر سرګردانی و نه ګالی.

د ( افغانستان د انټرنیټی ویبپاڼو لارښود ۲۰۱۳ ) ته یوه ډیوه هم ویلی شو چی د ټولنی وګري لکه زده کوونکی، محصلین، څیرونکی، خبریالان، لیکوالان، شاعران، پانګوال او چارواکي سربیره عام خلک هم کولي شی تري نه په آسانی سره ګته پورته کري.

د کتاب انټرنیټي ویبپاڼو عنوانونه په دي ډول دی : ۱. وزارتونه او دولتی اداری، ۲. سفارتونه او سیاسي څانګي، ۳. ټولني او اتحادیي، ۴. پلټونکي او ارځ موندنی مرکزونه، ۵. بهرنی مرتندویه موسسه، ۶. سیاسي ګوندونه او سیاسي شخصیتونه، ۷. علمي او ادبي شخصیتونه، ۸. د افغانانو اجتماعي ټولنې په بهر کي، ۹. په پښتو، دری او انګلیسی ژبه خبري ویبپاڼی، ۱۰. د لوبی خبرونه او ځوانانو چاري، ۱۱. د پښتنو کلتوري، ټولنیز، فرهنګي او علمي ویبپاڼي، ۱۲. افغان شاعران او لیکوالانو لیکني او شعرونه، ۱۳. د اسلام سپیڅلی دین ارزښتناکي پاڼي، ۱۴. افغان ټعلیمي، ښونیز، معلوماتی تکنالوجۍ او زده ګره، ۱۵. د ټولګی درسی کتابونه، قاموسونه او پرلیکه پښتو کتابتونونه، ۱۶. د افغانستان لرغونی او تاریخی معلومات، ۱۷. لرغونی آثار او زاړه او نوی انځورونو نندارتونونه، ۱۸. د ولایاتو او ولسوالیو اړونده معلوماتي او دولتي پاڼي، ۱۹. کارموندنه او تعلیمي او تحصیلي بورسونه، ۲۰. افغان سندرغاړی او افغان صوتی او تصویری سندری، ۲۱. افغان پرلیکه ټولنیزي شبکي او پرلیکه تجارتی د راکړی ورکړی بازارونه.

همداراز په تجارتی پرخه کې ۲۲. روغتونونه، ښارګوټی، پوهنتونونه، انستیتوټونه، ښونځي، تلویزیونونه او راډیوګانی، بانکونه، هوایی شرکتونه او ډ تګټ پلورني مرکزونه ، خوړنځی، مخابراتي او انټرنیتي شرکتونه، ساختمانی او سرک جوړونی شرکتونه او همداسی نور. ۲۳. نړیوال سازمانونه او مطبوعات، ۲۴. نړیوالي اهمیت لرونکي ویبپاڼي، ۲۵ او په افغانستان کې ډیرو مینه وال کتل شوی ویبپاڼي دي .

وحیدالله ببرکزی صاحب ته د لابریالیتوبونو په هیله.

بریښنالیک پته : [email protected]

په درنښت د بهیر مطبعه مسئول

د کتاب مینه وال کولای شي دا کتاب د لاندی کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کړي

۱ . د حقیقت انتشارات دریم مکرویان نوی کابلبانک ته مخامخ کابل.

۲ . د رسالت انتشارات انصاری واټ د کلوله پشته اول سرک کابل.

۳ . د الفلاح کتاب پلورنځی، د سیلو پنځم سرک ( د پوهنتون سرک ) کابل.

۴ . د خاتم النبیین کتاب پلورنځی حبیبیه لیسه ته مخامخ د دارالامان سرک کابل.

3 thoughts on “د افغانستان د انټرنیټی ویبپاڼو لارښود دریم ټوک له چاپه راووت”
  1. ګرانه وروره
    ستا محنت اومشقت دستایلو دی رښتیا چی ډیر کار دی اسانه کړی دی خو که یوه قربانی دی بله هم کړی وی او داکتاب دی د پی ډی ایف په بڼه نټ ته ورکړی وی نو زه وایم چی کومی روپی تاته ددی کتاب دپلورلو نه لاس ته راځی ددی نه چی دی وړیا داخدمت دوطن والو لپاره کړی وی ډیر زیات اجر وثواب به دی هم شوی وی او خلکو ته به هم ډیر په اسانې په لاس ورغلی وی زه امید ساتم او خوشبین یمه چی دادمره قربانی دی کړی ده او شپه ورځ به دی خواری کاږلی وی نو دا دویاړ کار به هم وکړی او نټ ته به یی هم ورکړی په درنښت او ستا لا دنورو کامیابیو په هیله

  2. ډیر د خوشالۍ زیرۍ دۍ چي پښتو کښي اوس د ټیکنالوجۍ او عصري علومو کتابونه هم لیکل کیږي. کنې دا ټول وخت خو په پښتو کي مونږ د کیسو، افسانو او شعرونو کتابونه درلودل.
    د امیر محمد صابر ورور سره موافق نه یم. ځکه چي لیکوال خپل زیار ایستی دی، وخت یه مصرف کړی دی نو باید دده د زیار اجر او قیمت باید ورکړل سي. د پښتو دهمدې وړیا خدمت د روش د وجې نه اوس پښتانه ځان په پښتو کي کتابونو لیکلو ته نه ښه کوي. هر انسان خپلي اقتصادي مجبوری لري.
    باید دپښتو کتابونو دپلورلو دپاره یوه ستره او پیاوړې ویبپاڼه جوړه شي چي نور په خارج کي میشت پښتانه لوستوکنکي کتابونه ځندي رانیسي. کتاب چي پیسو واخیستل سي نو لوستونکي ته یه قدر هم زیات وي.

  3. وحیدالله ببرکزی ځدراڼ : زه خپل سلامونه او نیکی هیلی ګران ورور امیر محمد صابر او جاوید جان ، او خپل ټولو با احساسه مسلمانانو ورونو ته وراندي کومه ، دیره مننه چی زه مو په دي لاره کي چی نوی می پیل کري ده تاسو تشویق کوي، زه به ده امیر محمد صابر صاحب په جواب کی ووایمه چی اول ما ده کتاب د مادیاتو ( تجارت ) په خاطر چاپ کري ندي او نه د کتاب لیکلو کي کومه مادی ګټه شته او دویمه خبر دا چی زه نه غوارمه زما کتاب په پي ډی ایف په شکل په انټرنیټ کي لاندي باندي شي ، او ځوانان زما د کتاب په برخه کي هم په لاس سه را وا نخلي ، او یوازی د کمپیوټر په پرده کی هر څه وګوري ، زما منظور دا دي چه باید د کتاب لوستلو عادت په ځوانانو کي پیاوري پاتی شی ،
    ستاسو کشر ورور
    وحیدالله ببرکزي ځدراڼ
    کابل افغانستان

ځواب ورکول جاوید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *