د پاکستان نوی سفیر

 تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار کړ او په اسلام اباد کې یې د افغانستان د کونړ او هرات د پخواني والي د تښتول کېدو په وړاندې ژوره اندېښنه ورته ښکاره کړه.

فضل الله وحیدي د جمعې په ورځ د اسلام اباد په یوه خورا خوندي او له ګڼې ګوڼې ډک مارکیټ (رعنا) کې د ناپېژندویو وسله والو کسانو له لوري په داسي حال کې برمته شو چې ۱۲ کلن لمسی ورسره و.

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د کونړ د پخواني والي په برمته کېدو یې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د افغانستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر پېښه په کلکه وغندله، ویې ویل چې وحیدي یو مهم افغان تبعه دی.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي حکمت کرزي له قوله راغلي: «د افغانستان حکومت له پاکستانه غواړي چې خپل مسوولیت ادا کړي او د ښاغلي وحیدي د فوري خلاصون لپاره له خپلو ټولو امکانانو کار واخلي او هر هغه اقدام وکړي چې د نوموړي

د کونړ او هرات پخوانی والي فضل لله وحیدي
د کونړ او هرات پخوانی والي فضل لله وحیدي

د خوشي کېدو سبب کېږي.»

پاکستاني رسنۍ وايي چې د اسلام اباد پولیسو هلې ځلې بیل کړي خو تراوسه پوري د ښاغلي وحیدي د څرک په لګولو کې بریالي شوي نه دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي چې د دې مسلې په اړه یې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او نورو جګپوړو چارواکو سره خبرې کړي دي.

که څه هم ګومان کېږي چې وحیدي به وسله والو طالبانو او ورسره تړلیو سختدریځو ډلو تښتولی وي خو دا احتمال هم ناشونی نه ښکاري چې نوموړی د آی ایس آی د ځینو عناصرو له لوري د دې لپاره تښتول شوی وي چې په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت په اړه معلومات ورڅخه واخلي.

د پاکستان د پوځ او استخباراتو ځینی عناصر باور لري چې د افغانستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره پټې اړیکې لري او ممکن د خپلو سرحدي ولایتونو د والیانو او نورو چارواکو له لارې له پاکستاني سختدریځو سره تماس ولري.

اړوند خبرونه

افغانستان له پاکستانه د وحیدي د موندلو کلکه غوښتنه وکړه

د کونړ پخوانی والي په اسلام اباد کې وتشتول شو

2 thoughts on “د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ او د وحیدي د خلاصون غوښتونکی شو”
  1. دا یوه ډرامه ده ځکه چی وحیدی څه ضرورت لرلو چی پاکستان ته لاړشی. ده کولای شول چی دا ویزی د هندوستان او دبی نه هم تر لاسه کړی.

  2. که وحىدى خوشى هم شى د افغانستان خلګ باىد دى محکمى ته را کش کړى ځکه چى دى د دومره مهم ولاىت والى تىر شوى وو او بىا وروسته به هر ورځ په تلوىزونو کى ناست وو او ځا به ىى د افغانسنان خواخوږئ او ماى شخص معرفى کولو نو بىا ده په پاکستان کى څه کول. ټوله ملامتى همدى وحىدى ته متوجى. پدى باره کى زما په نظر هىڅوک ګرم نه دى هرڅوک د خپلو ګټو لپاره کار کوى

ځواب ورکول دقیق افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *