یو بهرني خبریال په فېسبوک کې تر پوښتنې او معرفي وروسته د خبرو غځولو اجازه وغوښته. د یو ژورنالست په توګه غواړم د افغانستان، خلکو او ستاسو ژوند په اړه متفاوتې خبرې درنه واورم؟

ـ له خپله ژونده خوښ یو، راتلونکي ته د ځوان قشر هیلې ډېرې شوې او شکر حالات مخ په ښه کېدو دي.

ـ څنګه ښه شوي، ټول له نا انډولۍ، نا امنۍ، اقتصادي مشکلاتو او خپلو مشرانو شکایتونه کوئ!!!

دی چې له ما زما د ټولنې په اړه ډېر معلومات لري په سطحي خبرو او معلوماتو نه قانع کېږي. زموږ د ټولنې د ستونزو زړي یې سپړلي او اصلي موضوع له هغه کوره راپورته ده چې؛ دوه وروڼه پکې د یو بل د شخصي حریم ماتولو هڅه کوي.

د حریم ماتولو پیل له شکایته کېږي. دلته ژوند ټول په شکایت بدل شوی، په هره وړه او لویه موضوع کې چې په حکومت خوله خلاصه نشي، بهرنیان پړه ونه بلل شي او حالات راپاتې میراث ونه بلل شي، ذهن قناعت نه کوي.

د یوه کور دوه وروڼو چې یوه تور او بل سپین کالي واغوستل د یوه او بل د تعرض ښکار ګرځي او کورني شکایتونه ټولنیز شي او بالاخره نړیوال شي.

پرون مې پخپل فېسبوک پاڼه د یوه ملګري د خولې نکل خپور کړ: له ایرانه کلي ته یو راستون شوی ملګری مې وایي: ((ما تجربه کړې، هر ځل تر را ستنېدو وروسته تر دوو میاشتو راته د کلي خلک ناروغان ښکاري: یو په بل پسې دروغ وایي، سپینې او تورې ټاپې لګوي، غیبت کوي، د یو بل ناموسونه کنځي او ټول حرکات یې لکه د لېونو په شان وي، خو تر دوه میاشتو وروسته خبره عادي شي.))

ما له ملګرو پوښتنه کړې وه چې؛ اوس دی زموږ په شان کېږي او که موږ دده په شان؟ د ملګرو ځواب مثبت وو: دی زموږ په شان کېږي، خو موږ ولې دده په شان نشو کېدای؟

له رسنیو نیولې چې تر هره کوره رسېدلې تر دفترونو پورې دغه ناروغي خوره ده او منفي ګرایي یې خورولو ته زمینه سازي کوي.

په نورو اړخونو ددې حالت د دوام پړه اړول به یوازې د ځان تېر اېستل وي. ټوله خبره د روحي ناروغۍ ده چې؛ پخپله مو دا کنده د ځان لپاره کېندلې ده او چاه کن تل پخپله په څاه کې وي.

ناسمه پرتلنه:

د کلي ځوان چې؛ له اوږدې مسافرۍ راګرځېدلي ځوان سره ځان مقایسه کوي او پاتې راځي، نو پړه په حالاتو اچوي. پدې رقابت کې اقتصادي نا انډولتیا لومړی ځای لري. دی کار، روزګار او بل مصروفیت نه لري، خو د بل د مصروفیت په نتیجه کې ترلاسه شوي مثبت بدلون ته هم غاړه نه ږدي او له همدې ځایه د ناسمې پرتلنې موضوع شروع شي.

دی چې ټول ژمی د مسجد له دېوال سره پیتاوي ته ناست دی او اوس یې هغه ډېرې عادي غوښتنې هم نه پوره کېږي، شکایت د خلاصون لاره بولي. ځان پړ نه بولي خو د مقابل لوري په حریم هم تېری کوي او د روحي ناروغۍ دغه دوام حتمي تر ګریوان لاس رسوي.

د روحي ناروغ ټول مصروفیت د کلي له بې سرپرسته ماشوم، د کور مېرمنو او د ټولنې له بېکاره قشر سره وي او د ارامۍ پر مهال یې ذهني تمرکز یوازې په پرتلنه راټول وي. ذره بین هم چې د لمر وړانګې یوې نقطې ته راټولې کړي، چې هرڅومره کلک جسم وي اور اخلي. د پرتلنې په همدې مسلې د ناروغ راټول ذهن هم له چوېدو بل انتخاب نه لري.

مذهبي وسیله:

اروپوهان وایي، کله چې انسان له ستونزو د تېښتې لاره پیدا نکړي، د بل په شخصي حریم تېری د ځان د خلاصون لپاره تر ټولو لنډه لار ویني. په افغانستان کې دغه لنډ ټوپ تل د مذهب په زینه وهل کېږي.

دی چې پاکې جامې نشي اغوستی مجبور دی د بل پاکې جامې د غرور او ګناه نتیجه وبولي او پخپل قضاوت تېری وکړي، خو چې د خپلې غوښتنې د پوره کولو وس یې نه رسېږي، ټاپه لګوي او خپل ذهن ته پخپله دنیا کې یو قانع کوونکی ځواب پیدا کوي.

دی ملامت ندی، د انسان په توګه یې ذهن له ځواب ترلاسه کولو پرته حتمي نا ارامه وي، خو دی اوس له مذهبه پرتله بله کومه وسیله لري چې حد اقل یو ځواب خو پیدا کړي.

د دغو ناروغانو د فکر دریڅې یوازې منفي پیغامونو ته پرانستې وي او چې انسان دی، نو له مجبوریته د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په هر سراب پسې ځان ستومانه کوي.

د ناهیلۍ د دغه حالت دوام دی مجبوروي په یوې سرپناه پسې وګرځي. په کلي کې د خدایي لښکرو اسانه سرپناه ددې خلکو ښه دمه ځای دی او له جنګ، ذهني ګډوډۍ او نا ارامۍ سره پاتې کېدل به له شکایت بله څه نتیجه ولري؟ د افغانستان دویم تصویر له همدې ځایه خړوبېږي او شکایتونو تر نړیوالو هم رسولی دی.

0 thoughts on “د افغانستان د تصویر دویم مخ/ حزب الله اتل”
  1. Dear bro I agree with you each and every problem of us has arised from this frodulent incompetencies , no one says yes if someone else or even my brother is happy, wealthy , having the means of life this might be due to his hard working and some hard sacrifices . BUT NO they also want to be the same no problem from whatever way they can achieve it even death or so on. You are right we all are mentally sick but not accepting that yes we are in reality sick. Again it is even saying lie to our own self and conscious. Sham on us .

ځواب ورکول Ashraf Abdali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *