وحید الله شهراني

تاند- د افغانستان د تُرک توکمو (ترک تباران) ټولنې، چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه، نن له اجرايي رييس او د هغه په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره پرېکون اعلان کړ.

د دې ټولنې غړیو نن /چهارشنبه/ په کابل کې په یوه غونډه کې د پرېکون د اعلان په ترڅ کې وویل چې دا کار د ملي ګټو لپاره کوي.

د دې ټولنې په استازیتوب د کانونو پخواني وزیر وحید الله شهراني او د ولسي جرګې د تېرې دورې غړي رحمان اوغلي وویل چې عبدالله عبدالله له دوی سره هغه ژمنې پوره نه کړې چې د انتخاباتو په مهال یې ورسره کړې وې.

دوی ونه ویل چې څه ژمنې ورسره شوې وې.

په دې غونډه کې، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پخوانی وزیر جماهیر انوري، د ولسي جرګې غړیو عبدالستار درزابي او محمد موسي جناب او د مشرانو جرګې غړي طلنت کوهي برخه لرله، رحمان اوعلي وویل«ښاغلي عبدالله تاسو د ملت اعتماد په ځان ونه ساتلی شو، موږ نن خپل اعتماد له تاسو بېرته اخلو او اعلان کوو چې زموږ خلک له دې وروسته له ښاغلي عبدالله سره سیاسي پرېکون کوي او په هیڅ کار کې دی نه مخاطب کوي.»

د کانونو پخواني وزیر وحید الله شهراني وویل، د غني خلاف عبدالله یو کم کاره، کم ظرفیته، کمزوری او ناجدي شخصیت دی.

اجرايي ریاست او د همپالنې ټیم تراوسه پوري د ترک توکمو د پرېکون په اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “د افغانستان د تُرک ټبرو ټولنې له عبدالله عبدالله سره پرېکون اعلان کړ”
  1. زه ان له لومړي ورځې پوهېدم چې دا ورځ به راځي.

    له عبدالله والله که څوک څه ووینی.
    افسوس مي د شلګري، یاسیني، چارګل خان، په حال دی.

  2. ښه نو داسې ولې نه وایاست چې ګوتو ته څه درنه رغلل، نو ځکه مو ورسره پریکون اعلان کړ. لعنت پر معامله ګرو.

ځواب ورکول هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *